(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د ګنهګار په اړه

[24.Aug.2017 - 13:08]

د "ګنهګار" په اړه 

لیک: ابراهیم تاج 

د مایکروسکوپ رڼا مې بله کړه، د ناروغ په وینه کې مې په مضرو موجوداتو پسې کتل، لا مې څه نه وو موندلي چې موبایل مې وشرنګېد; شمېره نوې وه، ځواب مې کړ، یو ارام ږغ مې واورېد: 

_اسلام علیکم

_وعلیکم اسلام

_ابراهیم تاج یې؟ 

_هو 

_زه محب الله کلیوال یم، عصمت زهیر صاحب له پښینه تاسې ته یو سوغات رالېږلی دی. 

_ښه، چیري درسم؟ 

د خپل ځای ادرس یې راکړ. ساعت، دوه بعده ورغلم، مهربان زهیر صاحب د مقتصد ستړي ګنهګار ناول او د پروفیسر راز محمد راز شعري ټولګي رالېږلي وې. کتابونه مې راواخیستل، کلینک ته راغلم، ګنهګار ته مې تلوسه وه، ماځیګر قضا مې ناول پیل کړ. د یوه خوشاله ماشوم کیسه وه، خو خوشالي یې تر ډېره په نصیب نه وه. هر څه په بله واوښتل، نظام بدل سو، ماشوم یتیم سو، ښوونځی یې وتړل سو، کور کلی یې د جنګ په اورونو لولپه سو او هلک ګاونډي هېواد ته مهاجر سو. 

د ناول لوستلو په جریان کې مې څو ځله سترګې له راډکې سوې، خو د خلکو له شرمه مې اوښکه بهېدو ته نه ده پرې ایښې. نه پوهېږم چې دا ناول به څومره ریښتیا او څومره خیالي وي، خو تقریباً د هر افغان د ژوند کیسه همدا ده. 

زه له ناولونو سره ځانګړې علاقه لرم، خو ذوق مې لکه د چا پرېښاني زلفي ګډ وډ دی. له داسې لسګونو ناولونو سره مخ سوی یم چې پیل کړي مې دي خو پای ته مې نه دي رسولي، ځینې خو مې په لسمه پاڼه کې پرې ایښي دي. مګر ګنهګار عجیبه کیف درلود، د کیسې تلوسه به یې نه بولم خو داسې یو څه پکې وو چې زه یې لوستلو ته لېواله کولم. 

که څه هم ما له دې ناوله خوند واخیست خو دا د خوښۍ خوند نه وو، دا د ویر، ژړاګانو او د د ځان په څېر په بد بختیو کې د یوه ډوب ځوان د ژوند د کیسې تریخ خوند وو، چې زه یې وژړولم. ښایي په نړۍ کې داسې ډېر لږ هېوادونه وي چې ریښتینې کیسې او ناولونه یې داسې د غمونو له خونده ډک وي. او خلګ یې د لوستلو پر وخت په خپلو کارځایونو کې ورته ژاړي. د نورې نړۍ خلګ چې سهار له خوبه راوپاڅي او ورځپاڼه مخ ته ونیسي، خبر داسې وي چې د هیواد په پلانکي ښار کې یوې مېرمنې او خاوند د مچې (مچکې) تر ټولو اوږد ریکارډ جوړ کړ. لوستونکی د چایو له پیالې مچې اخلي او ورځ یې په ښاد زړه پیل سي. خو موږ چې ورځپاڼه نه سو لوستی، په راډیو کې د تیرې ورځې د مرګونو شمېر اورو، یا د کومې مېرمنې د پزې د پرې کېدو او ژوندۍ سوځول کېدو خبر اورو او همدغو بدمرغیو زموږ کیسۍ راډکې کړي دي. طبعي ده چې پر روح او روان مو د وحشت اغېز دې حد ته رسېدلی دی چې اوس دا هر څه عادي راته ښکاري او له دې پېچ و خمه د وتلو لپاره هغسې هلې ځلې نه کوو لکه څنګه چې لازمه ده. 

که یوازي د حاضر دور خبره وي نو زه خو وایم چې بیخې دې د ویر او وحشت صحنې ادبیاتو ته نه داخلیږي خو دا د راتلونکي نسل د ژوند خبره ده. راتلونکي باید وپوهیږي چې پلرو مو په څومره دربدریو کې ژوند وکړ او د کومو تېروتنو د لاسه یې وکړ، موږ څنګه کولای سو چې د هغو بدمرغیو د تکرار مخه ونیسو. بس همدا خبره ده چې ګنهګار ناول ته ښه راغلاست وایم. دا او دې ته ورته ناولونه د راتلونکي نسل لپاره درس دی. 

د ناول یو بل اړخ علمي دی خو زه یې پر هغه اړخ د ویلو څه نه لرم، ځکه دومره استعداد نه لرم چې علمي او ادبي اړخ یې راوسپړم، خو دومره وایم چې دا ناول په لوستلو ارزي، دا باید وساتل سي او د راتلونکي نسل تر لاسونو ورسیږي. 

بله خبره دا ده چې د دې ناول لیکوال "مقتصد ستړی" د خام عمر ځوان دی، تر شلو کلو به نه اوړي او په دې عمر کې د داسې ناول لیکل ساده خبره نه ده. زما په نظر په پښتانه ناول نګارانو کې مقتصد صاحب تر ټولو کم عمره لیکوال دی. د دې ویاړ مبارکي ورته وایم او د داسې ډېرو نورو نوښتونو په هیله یې قلم تاند او عمر اوږد غواړم.

 
-
بېرته شاته