(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

زما خوب!

[24.Aug.2017 - 13:22]

زما خوب!

لیک: انجنیر موسی خان ساپی

تیره شپه مې خوب کې باچاخان بابا ولیدو، کونړ ته راغلی وي یو کس زمونږ کور ته به ما پسې رالیږي، دغه کس راته وایې باچاخان بابا راغلی  او تا غواړي. زه په منډه منډه د باچاخان بابا خواته ورشم او د رسیدو سره سم د جوړ په خیر نه پس راته قام نه  په بې  زارۍ راته ووایي چې،  په پښتون قام مې ډیر کار وکړو تر څو خپل حقوق وپیژني د نورو قامونو سره سیال شي، پوهه تر لاسه کړي سیولایز شي، خو چې څومره کوشش کوم دا قام پسې ویده کیږي د هوارې او ښاریي  پښتنو نه ډیر زړه ماتی وي او په یو اففف سره خپل زړه ماتوالی راته وښایي، نو زه ورته ووایم چې زما ګران  بابا اوس څه  کول پکار دي،  دا قام خو خپل ځان نه  پیژني ترې کینو، که کینو او همداسې یې پریږدو خو ضمیر مو نه مني ځان له به سنګه دوکه ورکوو ضمیر په څه دوکه کړو، ګران باچاخان بابا  راته وایي چې نه بچو زه لا ناامیده نه یم او د داسې  حالاتو سر په سلګونه ځل مخ شوی یم، دې قام کې خلک شته چې زمونږ به ملګري شي او دا  د قام د ویښولو په تحریک به زمونږ ملا وتړي، راځه چې په غرونو کې د پښتنو په بانډو وګرځو د بانډو او غرونو پښتانه ډیر صادق او د یو لوظ خلک دي. زه په سوچ کې لاړ شم او بابا  رانه تپوس وکړي چې موسی خانه بچو ولې غلی شوې د وسه دې نه ده پوره؟ نو زه ورته ووایم نه بابا دااسې کومه خبره  نشته  زه  ستا په لاره ځم او ضرور به ځم خو سوچ مې پدې وکړو چې یو خو دې پیزار نشته بل عمر دې خوړلی دی بوډا یې هم د سینې تکلیف لرې ته به د کونړ په غرونو کې څنګه وګرځې دا  خو به تاته ډیر سخت وي بلکې مشکله ده. زه ستا د سورلۍ څه بندوبس باید وکړم، بابا  راته وایي بچو زه به  خپله ایبلې پښې ځم او دا قام به راویښوم د تشویش هیڅ ضرورت نشته یوازې راسره ملګری شه. دغه وخت مې زړه په ژړا شي او هم مې له سترګو اوښکې روانې شي، بابا مې غیږ کې ونیسې او راته وایي بچو د زړه نري کولو ضرورت نشته، ولې  چې بیا  به د ځان په غم کې  رانه د قام خدمت پاتي شي، زړه دې کلک کړه په مونږ به رنګا رنګ حالت  راځي مونږ یې باید د زغم توان ولرو. نو د بابا  سره مې لومړی حرکت د کونړ اسعداباد نه د چنار بانډو په لوري پیل شي په سختو غرونو ختل راته ډیر ګران وي سره د دې  چې زه زلمی یم ښه بوټان مې په  پښو وي، باچاخان بابا  بوډا وي په پښو یې پیزار نه وي خو له ما ښه وي. یو ځای په سخت تړنګ کې یو بل ډار راپیدا شي، بابا  ته ووایم چې  بابا جانه دلته پدې غرونو کې خو د دولت مخالف خلک دي ما ږیره هم خریلی ده هسې نه څه راته ووایي، بابا  راته ووایي بچو مونږ د قام خدمت د خدای د رضا په خاطر کوو دې زمونږ کوم شخصي هدف نشته او نه  د چا نه کوم هدف د ځان لپاره  لرو، نه مو دا په زړه دي چې ضرور به څوک ګلان  راکوي. دا مو په ځان منلي چې تودې سړې به  راباندې  راځي، وهل ټکول به پکې وي خو خپل هدف به نه پریږدو،  نو دلته مې اراده لا پسې  غښتلې شي او بابا  پسې ورپسې یم.بابا  ایبلې پښې د قام بیدارولو په خاطر په غرونو رغونو روان د یو کلي نه بل او د بل نه بل ته روان وي زه یې ملګری یم لحظه په لحظه مو کاروان لوییږي او مونږ ته د زړه ډاډ حاصلیږي ټولې ناامیدۍ مو ختمي شي، بابا  راته وایي چې ما درته وییل دا  قام خلک لري خو څوک بسې تللي نه دي، چا یې پوښتنه نه ده کړې. د بابا په خوشالۍ ډیر خوشاله شم له سترګو مې اوښکې روانې شي او د لیوني په  شان په چیغو، چیغو د خوشالۍ نه وژاړم دا وخت مې څوک له خوبه راپوته کړي وایي څه درباندې شوي زه غلی  یم او د بابا په اړه په نیمه شپه په سوچ کې لاړ شم، سحر چې راپاڅم دا خوب څه نیمګړی، نیمګړی غوندې لیکم.

موسی خان ساپی

۲۰۱۷/۸/۲۱

-
بېرته شاته