(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

لږ په ورو

[29.Aug.2017 - 20:15]

لږ په ورو                                    

لیک:عبدالوکیل سوله مل          

ډیروړوم چې موټرمې ولید ،  هغه خوشحالی مې د نن غوندې په یاد ده خو پلار مې کیسه کوی چې لومړۍ پلاېې موټر هغه وخت لیدلی و چې نوې شونډه توره شوې وه . نیکه مې چې د موټر لپاره ېې د سرک په جوړولو کې ښه پوره کلونه اړولی و، د موټر د لیدلو آرما ن ګور ته له ځا نه سره یوړ . 

زه او زما ګرد نور کلیوال او همزولی موټر ته خورا خوشحا له وو .د پلار به مې تل چې په موټر کې له سفر او مزله راوګرځید دا خبره په خوله وه: 

ـ  د شکر ځای دئ چې هغه د اونیو اوږده لار چې پلې ، په خرو او آسانو مو وهله اوس په موټر کې په یوه ورځ کې وهو، چې سهار مزل او سفر شروع کړو غرمه بیا په ښار کې یو. 

دا چې لویا نو ته به په موټر کې تګ را تګ څومره خوندوراو په زړه پورې وو خو موږ کوچنیا نو ته د مو ټر سپرلۍ ډیر خوند را کاوه او که به په  کنډو کپرو کې موټر ښکته پورته وویشتو راوویشتو بیا به هم، نه په در پوهیدواو نه به مو دټپونو پروا کوله او په موټر کې له غورزید راغورزید به مو لا خوند هم وړ.دا ېې لا څه کوئ له خوشحالۍ به ډیری وختونه پرته له هر ډول ویرې او ترهې موږپه روان موټر پسې منډې هم وهلې او پرې مښتوبه چې سپرلۍ وخورو. خو چې څومره وختونه او ښتل او شپې او ورځې تیریدې په موږ نوو ځلمو پخپله د موټر چلونې د چل او زده کړې هوس غا لیبیده . او د موټر او موټروان په با ب مو هم فکرونه او اندونه بدلیدل : موږ ته د موټر ورو ورو او کراره تګ خوند نه را کاوه او موټروان را ته خورا بې زړه ، ډارن او نا بلده بریښیده . یو له بل سره به مو تل ټوکې کولې :

 ولاکه داسې په کراره څوک خر هم روان کړی لکه زموږ موټروان چې دا موټر روان کړی دئ.

بل به یی په ننګه ورغیرګه کړه:

ـ دده سر د موټروان نه دی ، خرکار دی ،خرکار 

دریم تن به هم د موټر له بل سره چیغه کړه :

ـ دا د موټروانۍ لایق نه دئ ، خلک دی نه وړی د غوایانو رمه دې بیا یی .

او له دې سره به ډیری ځوا نانو شور زوږ جوړکړ او په ګډه به له ټولو په زوره داسې چیغې پورته شوې چې ټول کلی به یی په سر واخیست:

ـ دا موټروان نه دی غوبنه دی . 

او ټولو به په خټ ، خټ وخندل او خندا او ملنډو به یی په غرونو او درو کې انګازې خپرې کړې .

 

موږ ته نه یوازې موټروان ډارن ، بې زړه او نا بلده ښکاریده بلکې موټر هم را ته زوړ او له کاره ولیدلی .د موټر او موټروان په با ب بحثونو او فکرونو پر موږ دومره اغیز وښا نده چې له درسونو او کتا بونو مو اوس په دې ډیر وخت اړاوه چې څنګه او کله به موټروان بدل او موټر به مو نوی شي . خو زموږ پلار او د کلی  نور مشرا ن بیا داسې نه وو او ټولوبه په یوه خوله ویل : 

همدې لارو او همدې ساده کلیوالو ته همدا موټر او همدا موټروان .

ځنو به ویل : 

موږ عجیبه مخلوق یو ،اول مو موټر نه غوښت او په خپلو خرو ښار ته په تګ خوشحا له وو خو اوس چې خدای موټرراکړ خبرې او کبر پرې کوو . 

ښه مې په یاد دی ،یوه ورځ چې په موټر کې سپاره وو او زما شونډه نوې توره شوې او دښونځې په لسم ټولګې کې وم ،په موټروان پسې څومره غږونه وو چې ونشول : 

ـ څه په خره خو نه ېې سور ،موټر چلوئ ، لږ تیز ځه

بل ځوان چې لاسونه ېې هورې دورې غورزول پسې ور غبرګه کړه : 

 

ـ که داسې سست اوپه خپله طبعه روان یی ولاکه تر بیګا ورسیږو .

خو یو سپین ږیری چې په مخکنی سیټ کې موټروان ته نږدې نا ست و شا ته مخ راواړاوه ،موږ ته یی حیران راوکتل او د موټروان په پلوۍ ېې په ټولو غږ کړ :

ـ د خدایه خیر وغواړئ ،شپې ته دې ورسیږو خو په خیر 

بل سپین ږیری  ته هم غوسه ورغله او دده په پلوۍ ېې په غوسه وویل :

تا سو له خرو هم چیرې نه یا ست ولیدلی ،کنه داسې بې خیره غږونه مو له خولې نه  را وتل ، اخر دا موټر دی ، له خره او آسه ولیدل دسړی پښې او لا سونه ما توی ،خو که موټر واوړي له موټر سره یو ځا ی ټولې سپارلۍ تبا ه کیږی .

دوهم سپین ږیری چې څنګه خبره خلاصه کړه زوړ خوماهراو تجربه لرونکی موټروان په داسې حا ل کې چې په یو لا س یی د موټر اشتر نګ تا واوه او په بل لاس ېې د موټر ګیر تبدیلاوه او په ځیر ېې وړاندې لار څارله ،په سړه سینه وویل:

زا منو ،فکر مه کوئ چې زما تیز او چا بک مزل نه دئ خوښ خو که په دې کندو کپرو کې ستا سو په خوښه تیز موټر وزغلوم یو به هم ژوندي ونه رسیږو . په ورانو لارو تیز مزل موټر څه چې خر او اس ته هم نه دۍ په کار. 

او له دې خبرې وروسته ېې موټر ته ریز ورکړ، د موټرپه تیزیدو سره له موټره د لوګیو توره لیکه پورته او موږ یی پورته راپورته کړوخودېوې ژورې کندې په لیدلوېې نا ببره   بریک ونیو ، په بریک سره ټولې سپرلۍ یوه بل ته په غیږه ورغلې او یو د بل په غیږه کې ولویدلې . د موټر له منځه په یو ه ساه غږونه پورته شول : 

ـخدایه خیر ، خدایه خیر، خدایه خیر.....

خو موټروان له خندا شین را واوښت ، له ډیرې خندا یی بډوډی په لاسونو کې ونیول ،خو زر یی خوله راټوله او خندا ودروله:

ومولیدل که مې بریک نه وای نیولای اوس به ټول تبا ه وای 

د موټروان له دې خبرې وروسته یوه سپین ږیرې  چې له غوسې تور اوښتی ووله وروستی سیټه را غږ کړ.

ـ با با د خلکو په خبرو پسې مه ګرځه چې څومره  ورو ځې په ورو ځه .

نه پوهیدود موټروان څه په زړه راووریدل .نا ببره یی موټر په کرار ودراوه . له موټر راکیوت . په ده پسې موږ هم یو یو راکیوتو. هغه لکه یو عسکری بولندوۍ موږ په ترتیب په یوه لیکه کې ودرولو. د لیکې منځ کې موږ ته مخا مخ ودرید او په کرار یی د یوه مهربانه ښونکی په څیرموږ ځوا نانوته لکه درس چې راکوی داسې ګډ شو:

پوهیږئ ولې زما او ددې سپينږیروتیز او بل نوی موټر نه خوښیږي !

په موږ چې د ځوابه عا جز و سکوت حا کم شو .سرونه مو زوړند ونیول خو یوه شوخ ځوانکی زړه وکړ او ځواب یی ورکړ:

ځکه چې تا سې سپین ږیری یا ست او د تیز مزل زړه نه لرئ 

دې خبرې  یو سپین ږیری لکه اور چې واخلی  داسې په غوسه کړ:

څوک سپین ږیری دئ ؟کوم یو نر له تا سې په غیږ راځي ؟ 

د هغه احسا سا تو د سپین ږیری موټروان په ګډون ټول وخندولو . موټروان یی په شاه له مهربانۍ ډک لاس کیښود په ستا ینه ېې شا ه ور وډبوله :

آفرین با با !

اوږې ېې واچولې سر یی لربر وخوزاوه  او بیا یی موږ ته لاس ونیو:  

نه زامنو: دا سپين ږیری بې زړه نه دی. او زه هم نه ډاریږم خو ما او دوی ته  دهغه ځوان موټروان د موټر چپه کیدل چې ستا سو په زړه یی مو ټر په تیزه ځغلاوه په یاد دي . موږ ته په یاد دي چې دهغه د موټر د چپه کیدو په وجه څو مره سپرلۍ تبا ه او بر باد شوې او خلک څنګه داسې له موټره زړه توری شو چې بیا یی د موټر نوم په خو له وانخیست. ډیری کلیوال له هما غې ویری اوس هم پخپلو پښو دا اوږده لار وهی خو نه پخپله او نه خپل اولادونه مو ټر ته پریږدي .

تیز تګ نه یوازې زړور او هوښیار موټروان او نوی موټر غواړی ، پا خه او پراخه سرکونه هم غواړی. که رښتیا درته ووایم که په ما پسې ستا سو غږونه او شپيلي نه وای زه به له دې هم په ورو تللی ،خو زما یوه خبره واورئ زامنو ! زه به یوه ورځ نه یم ، سر کونه به پا خه او پراخه وی خو د تیز مزل او بې خیره حرکت همدا شوق که مو همداسې په سر کې وي له ډیرو ګړنګونو به مو موټر راګوزار کړئ او ډیری وختونه به په لارو او دښتو کې شپې دربا ندې راشي.

دده د خبر و په پلوئ په ټول موټر کې شور او زوږ جوړ شو خو یوازې موږ څو لوستی ځوانا ن نا قراه او نا راضی وو او دموټروان او سپین ږیرو د تیز مزل د زیا نونو له خبرو او مشوروسره سره مو هڅه کوله موټروان اړ با سو چې موټر تیز وزغلوی . موږ دده په نصیحت هیڅ سر ونه ګراوه او همداسې مو شور او زوږ ته دوام ورکړ چې هغه اړباسوموټر تیز وزغلوي خوده هم زموږ هیڅ پروا ونه کړه. بیرته ېې پخپله خوښه موټرپه ور و روان کړ.

له دې وروسته نوره دتیز موټر چلول یوه لویه نا روغی وکرځیده چېپه ډیرولوستوزلمیانو یی خپل وزر وغوړاوه .اوس به چې دتیز او نوی موټر او موټروان شوقیا ن هر چیرې وو ټول حواس او افکار به یی په موټر او موټروان کې وو او د هغې ورځې په ارما ن به یی ورځې او شپې شمیرلې چې د نوی موټر او موټروان خوب یی په حقیقت واوړی .

 زموږ د لوستو کلیوالو په منځ کې د نوی موټر او موټروان پلویا ن له یوې نه بلې ور ځې ته زیا تیدل خو عجیبه دا وه په دې منځ کې دا سې کلیوال هم کم نه و چې تر پا یه یی په موټر کې تګ ته نه پخپله زړه وکړ او نه یی هم خپلو اولادونو ته موټر ته دورختو اجازه ورکړه . دوي ټول عمر هغه اوږدې لارې پخپلو پښو ، خرو او کچرو ووهلې . ښه مې په یاد دي چې موټروان به څومره خوابدی شو چې کله به یی د هغو کوچیانو کاروان ولید چې د اوښانو او خرو او سپیو په بدرګه به یی اوږدې لارې وهلی او موټروان به په سپینه ږیره زارۍ ورته کولې چې موټر ته را پورته شي خو هغوی به داسې ګڼله لکه موټروان چې لیونی وی.  موټروان به ددې حالت په لیدو څو مره خوابدی او رڼو اوښکو به یی په مخ دارې جوړې کړې.

په دې موده کې څو کلونه وا وښتل ، یوه ورځ چې زه نوی د کلی له ښوونځی فارغ شوی وم او غرمه 

په خپله دیره کې له میلمنو سره نا ست وم ، له لیرې مې موټر ولید چې غرهار یی خیزي او په دوړو کې په سرک لکه ګولۍ راروان دئ . د موټر داسې ځغلونې او غر هار د سترګو په رپ کې ټول کلیوال له کورونو راوکښل او هر یو د خپل بام په سر له لیری راروان موټر ته ګوته په غاښ سترګې ونیوې .

شیبه نه وه تیره موټر لکه باد یی چې راوړي د سترګو په رپ کې نیغ زموږ په وړاندې د کلی په میدانۍ کې ودرید . د هغه بیړنۍ دریدا او بریک د هغه د تیز تګ په څیر ټول کلیوال حیران دریا ن کړل . د ټولو له خولې په یوه وخت او په یوه ساه چیغې پورته شوې:

ـ یا الله خیر ، یالله خیر ، یالله خیر ....

موږ ټول کلیوال د موټر داسې تګ او بریک ګیچ او سربداله کړی وواو دې ته هک پک وو چې نن زموږ په سپین ږیري او محتا ط موټروان  څه کا نه شوې چې داسې تیز لکه ګولۍ موټر چلوی . ځکه پخوانۍ کندې هم نه وې ډکې او د سږني لوی سیلاب په وجه ځای ځای  سرک هم لا له لویو ډبرو ډک شوی وو . خوچې موټر ته ورنږدې شو نه هغه موټر و او نه هغه موټروان .

دواړه بدل شوی وو. دې بدلون ټول کلی هک پک کړ. موټر که څه هم نوی وو خو نوی موټر وان له پخواني هم زوړ بریښیده مګر حیرانونکې خبره دا وه چې  نوی موټروان هم سپین ږیری ووکه څه هم لوی سر ېې له ویښتانو پاک او پوره ګنجی وو خوکړه وړه ، هر څه یی د ځوا نا نو وو: په سپینه ږیره ېې تور رنګ پورې کړی و ، او د غا ښونو ټوله زامه یی په طلا پو ښ کړې وه ، په لاس بې شمیره ګوتو ېې لکه د ښار ملنګان  او لیونیان خلک ویرول.

د موټر له دریدا سره سمدستي سپرلۍ چې په دوړو کې پټ وو او د هر یوه له خولې ستمی را پورته کیدل 

یو یو له موټر راکیوتل . سپرلۍ له یو څو سپین ږیرو پرته ګرد ځوانان وو خو عجیبه وه دا ځوا نان سره له دې چې مو ټر ښه پوره ډچولی ،غورزولی او راغورزولی وو او له خوږو یی په اوجود اور بل و او د ځنو له پوزو لا هم سرې وینی روانې وې بیا یی هم چرت نه و خراب . خورا خوشحاله او راضی بریښیدل ، خو ددوی د سفر دری سپین ږیري مسا فر له غوسې او غظبه سره رااوښتی او د قهر اور یی په سینو کې لمبې کولې .ههمدا چې په خمکه ېې پښې ولګیدې یوه تن چې په یوه کنده کې د موټر له نا ببره بریکه یی ټکان خوړلی او د موټر له څوکۍ سره یی سر لګیدلی و او لا یی هم وینه نه وه دریدلې په لړزیدلی غږ وویل:

ـ په دې موټر کې نور له دې موټروان سره یو قدم هم نه ځم.

بل سپین ږیری چې بډوډو ته یی لاس نیولی او ستمیده هم موټروان ته مخ ورواړاوه او په قهر یی وویل:

ـ که په دې لارو کې همداسې تیز هره ورځ لاړ او راشئ د هیچا پوښتۍ به روغه پاتې نشي .

دوهم سپین ږیری لا خبرې نه وې خلاصې کړې چې دریم سپین ږیری په خبرو کې ورودنګل :

ـ پوښتۍ څه چې د سر خیر مو وغواړئ ، دا موټر به څو ځلې واوړي راواوړی او په هر ځای چې ورغئ او هر چیرې چې کنډه شو.

د سپین ږیرو دا ډول څرګندونو او وړاندوینو ټول ولاړ کلیوال اندیښمن کړل ،ښه شیبه د هیچا له خولې سوڼ ونه خوت او داسې چوپتیا راغله تا به ویل کو مه لویه ټکه راولویده . خو یوه مشر کلیوال سپین ږیري ټول له درانده خوبه راویښ کړل:

ـ چې داسې ده نو دا به کوم لیونی وي چې نور له دې لیوني او مست سره دده په موټر کې تګ ته زړه ښه کړي.

دده له خبرې سره نوی موتروان لکه مچۍ یی چې وچیچي اوږې پورته وغورځولې. په غرورېې له ورایه موږ ځوا نانو ته مخ راواړاوه او په کبر او بې پروایۍ ېې وویل:

ـزما مسا فر اوسپرلۍ ډیرې دی،بې غمه اوسئ.

خبره یی وغزوله :

او که دې ته سترګې په لار یا ست چې پخوانی موټروان به مو بیرته ستا سې په خوښه د هغه زوړ موټر راولي او بیا به د موټر اشترنګ په لاس کې واخلي دا سودا مو له سره وبا سئ . هغه نور د تل لپاره له دې کلی کډه بار کړې ده .

دې خبرلکه په کلی چې لویه ټکه راپریوځي له خفګانه د کلی په مشرانو سرونه وګرځول خو موږته دا یو ښه زیری شو . نا ببره موږ ډیری ځوا نا ن لکه د زړه لوی ارمانموچې پوره شوی وي په چیغو او اتڼونو راغلو، ځکه موږ ته ویل شوی وو چې نوی موټروان به زموږ په زړه او خوښه مو ټر چلوي او نه یوازې به مو خپل ښار ته هره ورځ د پخوانی موټروان په پرتله د ورځې مزل سا عت ته رالنډوي بلکې که لږې لارې پښې کړي د لیرې ملکونو او ښارونو چکر او میلو ته به مو هم بیا یی . همدا خبره وه چې موږ د نوی موټروان په موټر کې هر ګواښ او تاوان په ځان و ما نه .دهیچا په خبره مو سر ونه ګراوه او کلونه کلونه دده په موټر کې راغلو او لاړو خو له بده مرغه نه مو دلیرې ښار ونو او ملکونو د لیدو او میلو آرمان په ځای شو او نه مو هغه ورځ او شیبه ولیده چې په کراره او بې خطره په مو ټر کې سفر وکړو بلکې د پخوانی سپین ږیری موټروان ټولې خبرې رښتیا وختي چې ویل ېې : په ورانو لارو تیز مزل موټر او سپرلۍ دواړه تبا ه کوي. موټر واوښت او ډیرې سپرلۍ د موټروان په ګډون تباه او ډیری کلیوال ټپیان شول. 

له هغې ورځې چې پخوانی موټروان کلی کور زموږ له لاسه پریښود . ډیرې نوی مو ټرې راغلې او نوی موټروانان ېې اشترنګ ته کښینا ستل خو یوه هم د هغه ما هر سپين ږیری فراری موټروان په څیرپه مهارت او حوصلې موټر ونه چلاوه .هریو پرته له دې چې د چا فریاد او نارې واوري پخپله خوښه موټر وچلاوه او وځغلاوه . ددوي تیزې زغلیدو ډیر موټر واوړول، ګڼ کسان ټپیان او مړه شول خو موږ ډیری ځوانان لا هم  په ورانو لارو د تیز موټر له شو قه ترډیرو کلونوونه لویدواو لا هم د هغو خیالی ښارونو او میلو په لټه په تیزو موټرو کې له سفر پښیمانه شوی نه یو. خو زه ایله اوس چې سپین ږیری او د 

لمسیا نو څښتن یم د هغه سپین ږیري موټروان په دې خبره پوه شوی یم چې ویل به ېې : که لارې پښې اوموټر هم نوې وي خو که د موټر حرکت په مهارت او پوره زغم ونشي موټربه هیڅکله خپل منزل  ته ونه رسیږي. 

نن چې پخپله هم بوډایم  د یو بل سپین ږیری موټروان په موټر کې نا ست یم خواوس چې شکر لارې جوړې او پخښې دي او موټروان که په پښو لارو په نوی موټر کې هم روان دئ موټر ورو او په خورا احتیا ط چلوي . خو زمان لکه چې بیا شا ته تللی بیا هم ډیری ځوانان چې ځنې سپین ږیری یی هم ملګری دي نه پر یږدي چې موټروان پخپله خوښه مو ټر په مخ بو ځی . له هره ځا یه پرې نارې سورې خنداوې او ملنډې دي چې ټول کلی ېې په سر اخیستی خو هغه لکه د پخوانی موټروان خپل چې وی په هر څه غوږونه کا ڼه اچولی او موټر په ډیر احتیا ط او مهارت په مخ بیایی . زه چې د اوسنیو ځوا نانو دا چیغې ،کوکې ،ملنډې او خندا اورم خپل ما شومتوب ، هغه زوړ موټر او سپین ږیری موټروان مې نیغ مخې ته راشین شي . په هم دې سودا کې مې یوه ورځ په روان موټرکې خوب یوسي په خوب کې ګورم چې سپین ږیری موټروان ددغو نا پوه ځوا نانو د ملنډو ، چیغو او ګواښونو تر اغیز لاندې موټر ته ریز ورکړي او لکه الوتکه والوزی ، د موټرپه تیزیدو ټول چیغې او چکچې کړي خو له لږ مزله وروسته  مو ټر له لارې ووځي اونیږدې ده چې واوړی . په دې شیبه کې مې بې واکه له خولې چیغه پورته شي:

ـ لږ وروځه مو ټر له لارې وځي. 

زما په کړیکه ټولې سپرلۍ حیران یو بل ته وګوری خو سپین ږیری موټروان چې له ډیرۍ بې خوبۍ او سوچونو ېې سترګې وړې او ننوتي دي له خندا شین راواوړی . زه چې روان موټر ،راسره روان مسا فر او سپین ږیری موټروان چې په پوره مهارت او حوصلې موټر چلوی روغ ووینم دستی د خدای شکر پر ځای کړم خو لا مې هم ویره نه پریږدی ځکه د ډیرو موټرو د چپه کیدو بوږنونکې کیسې ، شیبې او تجربې مې لا هم په سر او زړه کې پا تې دي.

لندن ـ سوتهال 

د اکتوبردریمه  ۲۰۱۵میلادی کال 

دشپې لس بجې

 
-
بېرته شاته