(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

داکتر غني

[29.Aug.2017 - 20:29]

داکتر غني کم مه ګڼئ 

د یوې پاکستانۍ ورځپاڼې د سایټ مدير د ولسمشر په اړه داسې لیکلي:داکتر غني کم مه ګڼئ هغه یو معمولي کس نه دی.

هغه په افغانستان کي دیوې آسیایې اقتصادي څلور لاري د جوړولو په حال کي دی. هغه له یوې خوا د پاکستان لخوا د ناامني او بې ثباتي په محاصره کي دی او په کابل کي له له دغې مقولې سره لاس او ګریوان دی, له بلي خوا ایران په افغانستان باندي چي تر اوسه لا په خپلو پښو نه دی درېدلی مستقیم او غیر مستقیم فشارونه واردوي.

روسیه هم ښکاره لاسوهني او هغه ناکام رول چي د داکتر نجیب الله ددولت په وخت کي په افغانستان کي لوبولی وو بیا لوبوی.

تر ټولو مهم هغه ورانونکي ټوپکسالاران چي پرون یې افغانستان له وینو او خاورو سره برابر کړ, اوس هم دلا زیاتو امتیازاتو دترلاسه کولو لپاره دنوې جګړې په تکرارولو سره, ولسمشر غني تهدیدوي, او یا هم دبغاوت او مکررو پاڅونونو په وسیله دهغه وخت ضائع کوي او پلانونه یې شنډوي.

لیکن بیا هم, غني له توپ, ټانک او له اتومي تأسیساتو پرته, خپل دوه ګاونډیان (پاکستان او ایران) چي څلویښت کاله یې په افغانستان کي دجګړې اور ته لمن وهله, پزي ته رسولی.

دا په داسي حال کي چي پاکستان له سل سلنه اقتصادي فرصتونو څخه برخمن ده, مګر هیڅ اقتصادي پلان او برنامه نه لري ځکه چي دپاکستان اقتصاد دافغانستان له اقتصاد سره اوډل شوی دی.

دپاکستان تر ټولو ستر اقتصادي پلان دا وو چي خپلي پولي له افغانستان سره وتړي او افغان سوداګر وزوروي.

په وار وار پاکستاني ملي سوداګرو او اقتصاد پوهانو پاکستان ته خبر داری ورکړی او ویلي یې دي چي: <غني یو عادي شخص ندی او غوره به وي چي له هغه سره اقتصادي زور ونه وهو>. مګر دپاکستان بهرنی سیاست دومره وروست شوی وو چي دافغانستان په اړه یې په وارو وارو خپلي غلطي او ضدیت تکرار کړې.

له غني نه یې دکار په پیل کي وپوښتل: بهرنی سیاست دي له کومه ځایه پیل کوې?

غني دافغانستان دشمالي ګاونډي هیواد نوم واخیست. ټولو وخندل, مګر موږ سخت ټکان وخوړ, ځکه چي موږ پوهیدلو چي غني څه وایی.

بیا هم پاکستان خپل شرارت ته دوام ورکړ, اوس موږ افغانستان ته حق ورکوو, ځکه چي ولسمشر غني په پیل کي پاکستان په غیږ کي ونیوی, په داسي حال کي چي هند له پاکستان نه ورته لومړیتوب درلود. 

مګر پاکستان دکوچني ماشوم په څیر دولسمشر غني په غیږ کي خپل کالي لامده کړل.

غني هند ته اقتصادي لاس ورکړ. او هندوستان له غني نه ډیر تود هرکلی وکړ. بیا هم پاکستان خپلي دروازې دافغانستان پر مخ وتړلې. بالآخره داسي ورځ راتلونکې ده چي غني به پخپل خاموش سیاست سره دټولو هیوادونو اقتصادي دروازې دتل لپاره دپاکستان پر مخ وتړي.

نن افغانستان دپرمختګ, ترقي او بډایتوب, او پاکستان دنابودي او انزوا په لور روان دي. افغانستان دآسیا او اروپا اقتصادي څلور لاری جوړیږي, او پاکستان به دوروسته پاتي هیوادونو په یوې وړې او اخیرنۍ کوڅې بدل شي.

تر اوسه لا پاکستان دولسمشر غني او دافغانستان دخلکو په وړاندي دتوبې فرصت لري, پرته له دې به پاکستان دتل لپاره افغانستان ته اړ وي, ځکه چي غني به افغانستان په لنډ وخت کي دبډایتوب اوج ته ورسوي, هغه غني چي پاکستان یې په وړاندي, دماشوم حیثیت لري.

څلور لوي پلانونه چي اشرف غني پرې کار کوي تقریبأ دعمل جامه یې اغوستې. داسي پلانونه چي ددې سبب کیږي چي حتي اروپایان په افغانستان کي دپناه غوښتنه وکړي:

دهغه لومړی پلان سرتاسري سوله ده, چي تقریبأ ترلاسه کړی یې ده. دغه پلان دافغانستان ټول خلک سره یو موټي کوي او په افغانستان کي جګړه پای ته رسوي.

دوهم پلان په شفاف ډول دافغانستان دکانونو ایستل دي, افغانستان دکانونو په استخراج سره کولی شي یو دنړۍ له بډایه هیوادونو وګنل شي.

دریم پلان داوبو مهارول دي, افغانستان کولی شي پخپلو اوبو هر قیمت ولګوي, پاکستان او ایران هم اړ دي هغه قیمت افغانستان ته ورکړي, ځکه بله لار شتون نه لري, ایران او پاکستان باید دخپل ژوند دادامې لپاره دافغانستان له اوبو نه برخمن شي, ځکه چي په افغانستان باندي د هر ډول نظامي تیري اراده باید دنړۍ له ابر قدرت, پخوانۍ روسیې نه تجربه کړو.

څلورم پلان, دپانګي انحصارول دي, دنړۍ له 205 نه ‌ډیر هیوادونه په افغانستان کي شتون لري, چي شاید دافغانستان د ډبري ټوټه دنړۍ نورو هیوادونو ته په طلا بدله شي, ځکه چي دافغانستان هره ډبره خپل ځانکړی قیمت لري.

داچي ولسمشر غني ټولي مفسدي او بې کاره څیرې یا له دندو ګوښه کړې او یا یې هم بې صلاحیته کړي او ددولت داري اکثره چاري پخپله پر مخ وړي. دپاکستان دحکومت مشران 18 ساعته خوب کوي او ولسمشر غني 18 ساعته کار کوي.

په اوس وخت کي دافغانستان یو شمیر اوسیدونکي دغني له کړنو خوښ نه دي, نا خوښه کسان به هم ډیر ژر وپوهیږي, خپل ښه او بد به وپیژني او غني به درک کړي.

په تکرار وایم چي پاکستان باید دافغانستان په وړاندي خپل ناکام سیاست ته بدلون ورکړي. نن چانس لرو چي افغانستان زموږ غږ واوري, ځکه چي صبا به افغانستان په داسي موقف کي وي چي شاید دپاکستان فریاد په آسانۍ سره وانه وري.

دامریکا, نړیوال بانک, بریتانیا, سعودي عربستان او چین کومکونه چي له زرګونو مکرونو, زاریو او فریادونو وروسته دپاکستات له دولت سره وعده شوې وه, نن دغني دي. اشرف غني وکړای شوای چي پخپل یوه قلم او دوه کلیمې سیاست سره ټول یاد شوي کومکونه دافغانستان په ګټه واړوي, او پاکستان له خپلي لویې بیړۍ او امکاناتو سره د بیچارګي په ساحل کي پرېږدي, اما اوس هم پاکستان غني ندی پیژندلی.

نن افغانان کولی شي په خالي لاس او نړیوال اعتبار سره دخپلو نیکونو خوبونه ریښتیا کړي, داسي پروژې یې پیل کړې چي موږ فکر نه کاوه چي دافغانستان په څیر هیوادونو اوسیدونکي دي حتي دهغو پروژو نوم وپیژني, نن موږ په افغانستان کي دهغو دجوړولو شاهد یو.

او نن په پاکستان کي هغه پروژې چي زموږ نیکونو پیل کړې وې, له افغانستان سره دزور آزمویلو او خیانت په وجه, اشرف غني اړ شو چي پاکستان دژوري کندي په لار روان کړي, په پایله کي پاکستان له څوارلس ډیري ملي او حیاتي پروژې دیاد هیواد داقتصادي زوال په وجه دتل لپاره ودرولې.

که افغانستان سوله ترلاسه کړه, نور نو دافغانستان بدبینه ګاونډیان په افغانستان پسي نشي رسیدلی, ځکه چي دافغانستان خلک له هیچا نه کم نه دي, قوي, توانمن او با جرأته خلک دي.

.....

لیکوال:  ریاض احمد چوهدري/ ژباړه- اسدالله صمیم

 
-
بېرته شاته