(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

زموږ اخترونه چا ولوټل؟

[04.Sep.2017 - 15:12]

زموږ اخترونه چا ولوټل؟

لیک:مجيد قرار

افغانان غریب خلک وو، خو خوشاله خلک وو. سپېڅلي او پاک نفسه خلک وو، خو ازاد خیاله خلک وو. په عقیده ټینګ خلک وو، خو له افراطه لرې خلک وو. د هر شي او هر چا حد یې پېژاند. ښه ښه به یې ملایانو ته کول، خو پرېکړې به یې پر خپل دود او دستور کولې. د آخرت غمه یې کوله خو دنیا یې نه ورته خرابوله. مېله پوچ خلک وو، له موسیقۍ سره یې سرشاره مینه وه. له رقص او اتڼ سره یې عشق وو، شوقي خلک وو. شوقیان به په کلي کې یو دوه وو، خو نورو خلکو به یې د شوق له امله قدر کاوه او په ښو به یې یادول. ښه ښکاریان، ښه نېزه بازان، ښه اس سواران، ښه غېز بازان، ښه نښان بازان به مشهور و. نور کارونه خو پرېږده، د چرسو نشې ته به یې هم خپل معیارونه او اصول درلودل او چرسیان ټولنې ته د هغوی په خپل ظرفیت کې نه یواځې منلي بلکې دلچسپ خلک وو. ناموسداره خلک وو، خو د نجونو عشق او مینه یې مقدسه ګڼله. د مینانو له قبرونو به یې زیارتونه جوړول او نکلونه به یې په افسانو بدلول. نکلونه به بې ویل، شفاهي ادبیات یې د نړۍ تر ټولو بډایه وو. ټپې، کاکړۍ غاړې، متلونه، د ملي هیندارې نکلونه، د ماشومانو نکلونه، د دېوانو او زبزبانه ښاپېریو نکلونه یې نایاب شفاهي آثار وو. د ښځو په اړه یې تر هغو مشکل درلود چې ځوانه به وه او مشکل یې هم تر ډېره د هغې د ساتنې او ژغورنې او امنیت په اړه د افراطي احتیاط له امله وو. مېړه مخې، زړورې، او غښتلې ښځې به یې خوښېدې او د زړه ورو ښځو صفتونه به یې کول. مړیتا، ځزلاوو، زړمباوو، مړتت، مړ څټی یې نه په نرو کې خوښاوه، نه یې د ښځو دا خاصیتونه خوښول.

د ارزښتونو یوې نایابه ګډولې له افغاني ټولنې یوه بې مثله بډایه انساني ټولنه جوړه کړې وه چې د بلې ټولنې سړی به له ور ننوتلو سره سم د هغوی په رنګ رنګېده او د عشق تر حده به یې علاقمندي ورسره پیدا کېده.

په هغو کلونو کې چې څه بهرنیان افغانستان ته تللي، پر هغې ټولنې عاشقان شوي او تر پایه یې وفا ورسره کړې ده. ځینو یې ژوند افغانستان ته وقف کړی او لا تر ننه یې په خدمت کې دي.

دغه ټولنه دوو شیانو له هماغه پیله تهدیدوله. له د باندې څخه د ښاریتوب په نامه بهرني کلتور او فرهنګ، او له دننه څخه د دین په نامه ملائیت.

د ښاریتوب په نامه د وارد شوي نا اصیل او بې ریښې فرهنګ مقلدینو زموږ د ژبې پر مرۍ پښه کښېښوده او په خپل وطن کې، پر خپله خاوره، پر خپل کاله یې بې ژبې کړو او د دین په نامه افراطي ملائیت خو په لومړیو کې د سرود او ساز د مخالفت په بهانه، د فسق او فجور د مخالفت په بهانه او د شریعت او اخلاقو په بهانه د ولسي فرهنګ ریښې په تقریر او وعظ غوڅولې خو وروسته وروسته یې سم سهي قمچینې او د خره لکیو ته لاس کړ او خبره تر دې ورسېده چې هنرمندان یې راووژل، اتڼونه یې را تحریم کړل، مېلې یې رابندې کړې، هنري څېرې یې را تهدید او سپکې کړې، او بالآخره د دې ټولو د رشد ځانګو، یعنې په محلي کچه ښوونځی او د تعلیم او اجتماعي رشد ټولې زمینې یې وچې کړې.

د حرام او حلالو دې لوبې نه د هند بالي ووډ، نه د پنجاب لالي ووډ، نه د امریکا هالي ووډ، نه د لاهور هیرا منډیي، نه د ګل خانانو د اجړاګانو ډبګرۍ او نه د ایران، تاجکستان، او ترکیې موسیقي، فلم، ډرامه، تیاتر او سینما وننګوله. یواځې خان قرباغی یې مړ کړ، بخت زمینه یې ټوټه ټوټه کړه، ولي محمد اندړ یې حلال کړ او د پښتني او افغاني فرهنګ ریښې یې وچې کړې. موږ یې له سیالۍ وغورځولو. اوس نه خوشالي لرو، نه رونق لرو. لکه د تور او سپین عکس کامرې، څوک مو په یوه روپۍ هم نه اخلي. اوس چې د سیالۍ ډګر وي موږ ته خلک د مفلس، ناداره، بې ریښې، بې فرهنګه، او بې ارزښته انسانانو په سترګه ګوري خو دا د پټي سر دی، پټی وروسته سورور دی.

 
-
بېرته شاته