(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د ژوند رنګونه

[05.Sep.2017 - 16:16]

 

فتحے خان: دا د ژوند رنګونه دي

لیک: سليم ناشاد

دا فتحے خان دے. د رابعې فتحے خان نا. او هغه هم نا    چې شے شے نۀ دے او نوم يې فتحے خان دے،،. بلکې فتحے خانے هم نۀ دے چې په باباګانو ځوانى راولى. بس دا ځانله يوشے دے. کۀ په لوېشتو مې کړو نو څلورمه لوېشت به يې له سره اوړېدلے وى او يوه لوېشت کښې به يې ټوله ملا او خېټه راګېره شوى وى. کۀ غوښې يې خوړلې وې نو غوښه به يې نيولې وه. هغه چې پېدا شوے دے هم دغه قد يې دے او چې مرى هم دغه قد به يې وى. په وړوکوالى ورله مزدورو ښېرازى متاثره کړې ده. پښې ابلې پښې، سرتورسر د هوټل چائېنکونه يې ګرځولى دى. د ضياء آمِر د بمونو په وخت يې مردان اډه کښې بسونه لمبولى دى،ګل ګل غوښې يې په هوا کښې په الوتو ليدلى دى. اشرې غوبلې يې کړى دى. سوزکو سره يې کلېنډرى کړې ده. ګلکارانو سره يې ټاټکى اوچت کړى دى. په سائېکل يې بنجاريتوب کړے دے. د ماربلو مشين يې ګرځولے دے. په کراچۍ کښې يې د رخت په کارخانه کښې کار کړے دے. د فاطمې نه تر مردانه او له مردانه يې تر فاطمې کوچوانى کړې ده. د سليم صافى سره په اېشيا پرنټنګ پرېس نوې اډه مردان کښې منېجر پاتې شوے دے. د ډېرواردو ورځپاڼو، مجلو ليکونکے او نمائينده هم وۀ. دوايانې يې په ډاکټرانو ګرځولى دى، هغوى ته به يې کتل ځکه نو غاښونه جوړول يې په غاښونو ورانولو کښې زده کړل، عطائى ډاکټر دے ولې کار يې هم برابر دے، ښۀ د مزې په خپل الشفاء کلينک ساولډېرکښې يې کار روان دے ولې خپل کار يې وران دے ورسره کمپوزنګ هم کوى خو پېسه يې جېب کښې نۀ ټينګيږى. د وړوکوالى نه سګرټې پوک وهى. د يوې نيمې روپۍ د مارشل ډبى واخلے تر فائن پورې راورسېد ولې صبر نۀ شۀ. چېن سموکر دے د وينې په ځاے يې رګونو کښې لوخړې ګرځى ولې په مستۍ کښې يې فرق نۀ راځى. د روسى انګورو د رس نه هم خوندونه اخلى خو عجيبه خبره دا ده کۀ د چرسو يو لوګے پرې هم چرته د بل ځاے نه ولګېدۀ نو بيا به ورځ او شپه ودۀ وى. او دغه شان د سورلو ګاډے ورته هم يوه ځانګو شى چې دا ککے پکښې د ټکه په خواږۀ خوب ودۀ وى. خو دومره ککے هم نۀ دے جېبونه يې په بډه کړى وى. د سېلزمېنۍ په ورځو کښې پبو ته روان ښاغلے په پېښور کښې را ويښ کړے شۀ. واپسۍ کښې يې بيا په نوښار سترګې وغړېدې. دغه شان يې ورځ ماته شوه نو ناکامه اودۀ اودۀ مردان اډه کښې نمودار شۀ. فتحے خان په درېمه څلورمه نمړۍ تر سپېږمو ډک شوى وى. يو بوډا ملګرى ورته وې ـــ هلکه څۀ  ډکے مکے اخلے کنه؟  ګورې غم هم په مړه خېټه کيږى،،. دۀ ورته خواره خلۀ وخندل، د اننګو په ځاے يې مخ کښې ډوغلې دى نو د خندا سره يې غاښونه ټول ښکاره شى. مريض ته خو ټوتهـ پېسټ تجويز کوى خو خپله يې داسې حال دے. سګرټ له څنډ نۀ ورکوى بلکې مسواکه ګوته يې پرې د پاسه اېښې ګرځوى او ايرې ترې لرې کوى. هغه کۀ ناست هم وى نو داسې ښکارى چې د پښو په سر ناست وى. ژامو له په بنده خلۀ داسې حرکت ورکوى تۀ به وايې چې چينګم ژوى. پرلت نۀ وهى کۀ چرته د دوؤ درېو ملګرو په مينځ کښې ګېر شۀ نو بيا خو حاضر، غېر حاضر شى نۀ ښکارى.ولې ادم نۀ وى بوى يې وى.د اواز نه يې پته لګى چې سړے چرته موجود دے. د کتابونو چينجے دے. مارکسى نقطۀ نظر لرى او د فلسفې سره تړلى کتابونه هم ګورى. ادبى او مذهبى بحثونه يې ډېر خوښ وى. په سائنسى بنيادونو جواب غواړى. هر چا سره لاندې وتے وى. فېض الوهاب فېض او مولوى حکيم رفيق عاصى صېب سره د ادب په موضوع شپې هم روڼوى. د سېف الرحمان سليم او د ملګرى فېض شاعرى خوښوى ځکه نو پخپله هم وايىچې

 

 د  اسمان   ستنه  په    زمکه   يم   ولاړه

عرش او فرش خو بس زما فکر هنر دے

فتحے خان د زلمو هلکانو سره ناسته پاسته ډېره کوى هغه وايى چې دې سره مې خپل بوډاوالے هېر وى. ډېرې مېنې مېنې يې کړى دى خو چرته يې هم چکه نۀ ده ناسته. د عمر په څلوېښتم کال خو يې ورله صرف کوېژدن وکره خو داسې ښکارى چې دا يې هم ورله  ډېره زر او په کچه کښې وکړه  ځکه چې هغه خو لا اوس هم د مور نه په ژړا او په لتو ټکولو پراټه او اګۍ غواړى. اوس خو ټوله ټوله شپه ويښ وى. ملګرو ته په موبائيلى پېغامونو وخت تېرے کوى. خو ډېره زر ده چې د موبائيل بنه او د غوږ کنه ورله په دې ټولو خوشو سرګرميو پابندى ولګوى. اوس خو لا د کور باچا دے ځکه يې د وخت دړۍ خمبيره لګى. لګى نا لګى هم ډېره کوى لکه چې د هغۀ دننه ککى برېت نۀ وى کونډه کړى. فتحے خان وايى زۀ اصولاً داسې کوم. او دې اصولى اختلاف دې ډېر په وړوکوالى د مور او خوېندو وروڼو سره د پلاره راجدا کړے دے. په خوارو مزدورو يې د ټولو کومى ډکول. د کلېنډرۍ نه ډرائېورۍ ته اوړېدلے وۀ. پښې به يې برېک او اېکسيلېټر ته نۀ رسېدې. اوس هم نۀ رسى. يو ځل په ګړۍ کښې خلقو چغې کړې  خداے مو وبخښه  ډډې ته شئ، بې ډرائېوره سوزکے راروان دے ،،. او اوس هم داسې ښکارى چې ګاډے د خداے په قدرتونو روان دے. څۀ موده وړاندې يې مونږ يو څو ملګرى په موټر کښې د پېښور د سورى پُل نه پينځۀ شپږ ځله وخکلو را وخکلو. اخرچرته لارې ته شو. وجه يې دا وه چې په سړک يې د ټرېفک د ماماګانو نخښې نۀ ليدې. يو ځل خو يې د حسېن احمد صادق موټر چلولو د پاره د يوې ښادۍ نه جګ راپټ کړو او په سيټ کښې پرې د پاسه کښېناست نو ايله ورته سړک ښکاره شۀ خو برېک ته به بيا هم غوپه کېدۀ.

 

کلينک ته کۀ يې هر نوے مريض راغلے دے نو دۀ ته وئيلى دى، ماشومه ورشه ډاکټر صېب ته اواز کړه. دې ورته هم د خوارې خندا په هين هين کښې وايى   زۀ يم کنه،،. يوې ښځې خو ورته توبې ويستې، وې يې اخره زمانه ده ماشومانو هم ډاکټرى شورو کړه. او د دۀ ملګريو ته هم پته ده چې دې ماشوم کښې څومره پرتې دى نو توبې به وباسئ. د بل جوټه اوبۀ څښى خو د بل جوټه کړې پيالۍ کښې بېخى نۀ څښى. شاعرى پښتو کښې کوى او موسيقى هندوستانى خوښوى. جواب خو چاته هم نۀ پريږدى ګنى بيا يې په معده دړد وى. د ستم خبره دا ده چې يو ښۀ نقاد هم دے تنقيد کوى خو د درېو څلورو کسانو په مخکښې او چې څومره ګڼه زياتيږى نو ورسره يې اواز هم په کښېناستو شى بيا اخره کښې ځان سره ګوڼيږى. هن ليکلے څيز اورولے شى. په کور او کلينک کښې د ترکاڼۍ کار پخپله کوى. د خپل زوړ سائېکل يو ښۀ مسترى هم دے چې کله پېډل تاوهى نو لکه د ماشومانو ورپسې د ګدۍ نه خوئيږى را خوئيږى. د خوښې پېزار پسې ټول بازارونه چاڼ کړى خو پېدا يې نۀ کړى وايى چې ماشومانو له خلق ښۀ څيز نۀ اخلى ځکه.

 

د فتحے خان کرېله، بېنډۍ او سور رنګ ډېر خوښ وى. هغه وايى چې مالى کمزوريو او محروميو راله ذهن انقلابى کړے دے ځکه نو په ملکى کچ د ګڅ لاس د يو تنظيم د مرکزى جرګې ممبر هم دے. خو دا ده چې لکه د برندى بريږى په ځاے نۀ دے ولاړ، مستقل مزاجىاو سنجيدګى دواړه نۀ لرى او نۀ يې د خپل مقام ټاکنه کړې ده. هن حوصله يې د کتو ده چې په دې دومره کړکېچنو او نۀ جوړېدونکيو حالاتو کښې يې باقاعدګۍ سره تر دولسمه سبق وئيلے دے.‌‌

 

دا به منئ چې شے شے نۀ دے او نوم يې فتحے خان دے. د هغۀ په رنګى حجامت، په رنګ کړے شېلا شيګړ سر، په پلن تندى او مانده وجود پسې به نۀ ځئ. لوے خلق هم دغه شان د سليم ناشاد غوندې په وړو وړو وجودونو کښې اوسى.

 
-
 بېرته شاته