(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

زما د وطن جګړه

[11.Sep.2017 - 20:06]

زما د وطن جګړه.  لنډه کيسه

: ليک: نصيراحمد احمدي

په خاورو کې ناستې تور سترګې ماشومې له قبره راوتلی مېږی چختاړې کړ. يو سيوری ورباندې راغی: 

_ودرې! پېريان به درسره ګوري. 

ماشومې ور وکتل، د دې په عمر وړه نجلۍ ولاړه وه. شنې سترګې يې درلودې، څپولې ژېړ وېښته يې نېغ ولاړ ول. 

په خاورو کې ناستې ماشومې بېرته قبر ته وکتل، پر يوه مېږي يې خپله بټه ګوته کېښوده، د قبر مړه خاوره را ورغړېده. ماشومې غبرګ لاسونه ورته ونېول، خاوره يې بېرته ور ټوله کړه. 

شنې سترګې نجلۍ وويل:

 _ملا صېب ويل چې ژېړ مېږتانه پېريان دي. 

په خاورو کې ناستې تور سترګې نجلۍ خپل کيڼ، لوڅ ، چاودې چاودې مړوند ته څپېړه ورکړه. ژېړ  مېږی لاندې ولوېد. په غوسه يې وويل: 

_بد مې ايسي! زما د ابا غوښې خوري. 

شنې سترګې  نجلۍ ګامونه واخيستل، يوه بل قبر ته ودرېده. 

ناستې ماشومې ور غږ کړل:

_ابا دې دی؟ 

_نه! شيرين اغا!

_تره؟

_نه! پلار!

د ناستي ماشومې وړې سترګې سره تنګې شوې. په کټ کټ يې وخندل:

_پلار ته خو ابا وايي. 

شنې سترګې نجلۍ وويل:

_نه!  شېرين اغا وايي!. 

ناستې نجلۍ خپله لمنه خلاصه کړه، څو ماتې رنګارنګ  شيشې  يې پر قبر واچولې. شين سترګې نجلۍ ته يې وکتل، شونډې يې خوځېدلې. 

ناستې نجلۍ ورغږ کړل:

_څه وايې؟

_ دوعا کوم، خدايه ما وبښې، زما مور و پلار وبخښې ، ټول بوسولمانان وبخښې. 

 راغله، د ناستې نجلې تر څنګ ودرېده. ويې ويل: 

_دا دعا مې شيرين اغا  را زده کړې وه. 

ناستې نجلۍ د ولاړې نجلۍ شکېدلو پلاستيکي څپلکو ته وکتل. ويې ويل:

_څپلکې دې ډېرې ارته ( ازادي ) نه دي؟

شنې سترګې نجلۍ وويل:

_دا مې د ادې څپلکې دي، ويل يې سې نن د باندې نه وځم، ناجوړه يم، ته يې په پښو که. 

ناستې نجلۍ خپلو لوڅو چاودو پښو ته وکتل. 

_ما ام ډېرې  ښکلې څپلکې درلودې، مازې يوه پينه يې لرله.  اوبو يووړې. 

 نرۍ بوړبوکۍ راغله. ناستې نجلۍ منډه واخيسته، په دوړو کې ورکه شوه، بېرته راغله، په لاس کې نېولی زرې کاغذ يې  شنې سترګې نجلۍ ته ونيو، په خوند يې وويل:

_دا دې خوړلي دي؟

شنې سترګې نجلۍ وويل:

_پاپړ نو چيشی دي، شېرين اغا به مې هر وخت د شنه پاکټ ژاولې راته راوړلې. 

تور سترګې نجلۍ کاغذ پر چپه خوا واړاوه، ژبه يې ورته راوايسته، لاړې يې تو کړې:

_ايق! خاورې دي. 

غلی شوه. 

ويې ويل:

_ابا به مې نو پاپړ راته راوړل! رنګارنګ پاپړ.

يو دم يې وخندل: 

_اخ! تر ټولويې اغه  ترخه پاپړ ښه ول. اجب خوند يې درلود. 

بېرته د قبر تر څنګ کېناسته. 

شنې سترګې نجلۍ وويل:

_دې ما شيرين اغا دې نو نه و ليدلی. څو وارې يې په خپل موټر کې ښارته ورسره بوتلم. ايسکريم به يې راته اخيستل. 

يودم يې خپله لمن تر پيڅکې ونېوله:

_ها! دې ته وګوره! د رڼکو کميس يې ام راته اخيستی و. 

د زاړه، شکېدلي کميس لمنه يې خولې ته ور نږدې کړه، لاړې يې پرې تو کړې، پر رنګ تلليو رڼکو يې رغوی تېر کړ،  تندی يې تريو شو، ويې ويل:

_اوس يې رڼکي زاړه شوي دي، که دې اول ليدلي وای، لمر پکې ښکارېده. 

تور سترګې نجلۍ وويل:

_بل کميس ام لرې؟

نه! پيسې نشته، مور مې راته ويل چې يو څه وخت صبر وکه! د چرګې چوچوڼي به غټ شي. دوه به خرڅ کم، د رڼکو کميس به درته واخلم. 

تور سترګې نجلۍ په خوند وويل:

_شکر! زه خو د رڼکو يو نوی کميس لرم. 

شنې سترګې نجلۍ وويل:

_مور دې درته واخيست؟

_نه! د همسايه ښځې مې مور ته خپل کميس ورکو، ويل يې چې ډېر يې نه دی اغوستی. کوچنيانو ته کالي ترې وګنډه. 

غلې شوه! د پاپړو زري کاغذ يې ټوټې ټوټې کړ، پر قبر يې وشينده. 

شنې سترګې نجلۍ وويل:

_ابا دې ولې مړ شو؟

تور سترګې نجلۍ سوړ اسويلی وايست:

_ابا مې د ملک اکا  دهقاني کوله! يو سهار يې په پټې کې  جووې جوړولې، ټکا شوه، په منډه کور ته راغی. څو بې ږېرې کسان  تر دېوال را واوښتل،  ابا  يې وډباوه، ويل يې چې دا اوږده ږېره او تور پټکی دې بې څه نه دی. ډز! زما تر مخ يې وويشت.  

غلې شوه. شنې سترګې نجلۍ ته يې وکتل، ويې ويل:

_او ستا  شيرين اغا؟ 

_زما  شيرين  اغا بيا ټکسي چلوله، يوه ورځ يې زه او مور ښار ته ورسره بوتلو، په زيارتونو يې وګرځولو!  ماښام بېرته کورته را تلو چې څو  ږيرورو کسانو موټر ودراوه.  شيرين اغا  يې  وډباوه، ويل يې چې  دا سور، خرېيلی مخ او لوڅ سر  دې  بې څه نه دی. ډز! زما تر مخ يې وويشت.  

( پای ) 

١٣٩٥_د حمل  شپږ ويشتمه

 
-
بېرته شاته