(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ږوب :د کابینې ټاکنیز

[13.Sep.2017 - 13:27]

د ږوب ولسوالۍ د کابینې ټاکنیز راپور  

       زه له امو نه تر اټکه یو جماعت غواړمه  

د(پ م ر) د پښتانه مترقي لیکوال سهیلي پښتونخوا په سایوان کي د لرغونې او تاریخي ولسوالۍ ږوب ټاکني د ولایتي رئیس ښاغلي عصمت الله زهیر په مشرتابه کي تر سره سوې.

یاده دي وي چي پښتانه مترقي لیکوال د رواني میاشتي پر ۷م تاریخ د ږوب په دالان خوړنځای کي د ږوب د تاندو لیکوالانو سره نشست د پښتانه مترقي لیکوال ارزښت او  مرام تر موضوع لاندي تر سره کړ چي د مرکز له خوا مرکزي عمومي مرستیال ښاغلی ابراهیم ارمان مرکزي اطلاعات مرستیال  ښاغلی فضل اشنا ولایتي رئیس ښاغلی عصمت الله زهیر معاون رئیس شاغلی محب شېراز ولایتي اجرائیه غړي لکه ښاغلی سالم کاکړ ښاغلی ظریف سباء او د بوري ولسوالۍ اجرائیه غړی ښاغلی پروفېسر یونس نورزی او شریف باتوزی ګډون درلودی ناسته د ښاغلي مسرور موساخېل په مشرتابه کي ترسره سوه.ویناوي پوښتني مدللی ځوابونو سره نشست پای ته ورسېدی.

دویم ورځ پر ۸م ستمبر په لائیسیم مکتب کي د نوي کابینې د جوړېدو دپاره انتخابي غونډه وسوه چي صدارت یې ښاغلي عصمت الله زهیر تلاوت ښاغلي عنایت وفا او د دریځ چاري فضل اشنا پر مخ وړلې.

د ازاد انتخابي کمېسون په چوکاټ کي ټاکني تر سره سوې چي ښاغلی شریف شېرانی صدر حسین عالم مندوخېل دویم صدر عمومي مرستیال مسرور موساخېل اطلاعات مرستیال محمود فردوس پانګوال حبیب رومان د ولسوالۍ د کابینې په حیث وټاکل سوه.

ورسره اجرائیه ډله هم وټاکل سوه چي ښاغلی بهار ناصر ښاغلی طاهر هوتک شاغلی شهیم کاکړ شاغلی امیر محمد مرستیال ښاغلی تونیوال ښاغلی تمثیل ناصر د ولسوالۍ د سلاح کارو په حیث وټاکل سوه.

د مورنۍ ژبي خدمت او ملي شعور دپاره کلک یوالی فکري بیداري دپاره کلکه هوډ او ژمنتیا یې وشول

په اخر کي یې د پرمختګ دپاره نه ستړې کېدونکې مبارزه ته چمتوالی وشودی.

غونډه د صدر په وینا او د تونیوال په چای سره پای ته ورسېده..

راپور   پښتانه مترقي لیکوال مرکزي اطلاعات

-
بېرته شاته