(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ګلنار بېګم

[13.Sep.2017 - 13:45]

ګلنار بېګم

لیک:اټک يوسفزی

پخوا وخت چې موږ ماشومان وو داسې وخت و چې ټلويزيون ايله نوې نوې خپرونې پيل کړې وې او په لنډو څپو به يې خپرونې خپرولې او بله ستونزه دا وه چې هر چا ټلويژن هم نه درلود او نه يې هر څوک په برابرولو او عيارولو پوهېدل

خو راډيوګانې وې او خلکو به اورېدلې د کابل راډيو ، د پېښور راډيو او د هند د پلازمېنې ډهلي نه د پښتو خپرونې

موږ چې کله کډوال و نو په پېښور کې به مو د پېښور راډيو اورېدله او دا داسې وخت و چې کابو هر چا د پېښور راډيو يو څو فنکاران او ګلوکاران لکه د خپل کور غړي داسې پېژندل لکه خيال محمد استاد ، هدايت الله ، قمرو جانه ، کشور سلطانه او ګلنار بېګم ، که څه هم ګلنار بېګم اصلا د کونړ مومند خوګاخيله وه او کورنۍ يې د فن د دنيا سره هيڅ تړاو نه درلود خو ګلنار بېګم د خپل ذاتي شوق له مخې د سندرو سره مينه درلودله په کور کلي کې به چې د چا واده ، کوژده او يا څه بله ښادي وه نو د کليوالو جينکو سره به پېغلې ګلنارې چې هغه وخت يې کورنی نوم شيرينه وه هم سندرې او تمبل ، چمبه او ډول واهه او سندرې به يې ويلې د پېغلې ګلنارې غږ په طبيعي ډول دومره صاف او خوږ و چې د ښادۍ مشرانو ښځو به نورې جينکۍ غلې کړې او د ګلنار غږ به ټولو په مينه اورېده همدا مينه وه چې ګلنارې ته يې په کلي او کور کې شهرت ورکړ تر دې چې د هغه وخت د پېښور راډيو يوازينۍ ښځينه سندر غاړې ګوهر بېګم ورپسې راغله او ملګرې يې کړه بيا يې له ډېرې مينې خپل ورور دلاور خان ته په نکاح کړه او ورو ورو يې راډيو ته لار پيدا کړه

ګلناره د دومره شهرت خاونده شوه چې ان د فلمي نړۍ خلک يې هم د غږ پسې تر بنو او کرمې بيا ولاړل ، ارواښاده ګلنار بېګم د دومره شهرت او نوم سره سره بيا هم هماغه ساده باده کليواله پښتنه ميرمن وه ، د ژوند تر پايه يې مخ لوڅ نه کړ او نه يې برقع لرې کړه په سلګونو سندرې يې فلمونو ته وويلې او په زرګونو سندرې يې په ټوليز ډول وويلې خو ټلويزيون ته هم په هيڅ شان حاضره نه شوه چې يو څو سندرې په کې خپلو مينه والو ته تصويري ثبت کړي .

د سندرو د شوق سره سره د ديندارۍ او مذهب هم ښه پوره پابنده وه په راډيو کې يې هم په پټ مخ او د برقع لاندې سندرې ويلې او حتی د سندرو د ثبتولو په جريان کې به يې هم خپل لمونځ په خپل وخت کولو ، زړه سواندې او مهربانه ميرمن وه د پښتو شفاهي ادب ته يې ډېر څه ورکړي دي 

تعليم يې نه درلود خو په ذهن او حافظه کې يې په زرګونو د پښتو ادب ټپې او لنډۍ پرتې وې نو ځکه خو يې په سلګونو ټپيزې سندرې ويلي دي ، وزيرۍ سندرې ، غريزې سندرې ، سروکي ، بنوڅۍ سندرې ، غزلې ، چاربيتې او داستانونه دا ټول د پښتو ژبې هغه لرغوني ( ژانرونه ) توکي دي چې زموږ ادب ته يې سا ورکړې ده او غني کړی يې دی .

هغه وخت د اردو ژبې سندرغاړې نور جهان د ملکه يې ترنم لقب خپل کړی و خو د ګلنار غږ هم هغه په نورو قومونو کې ملکه ي کوهسار کړه او ټول خپل او پردي يې له غږ اغيزمن وو

د ګلنار پلار او کورنۍ له کونړه پېښور ته راغلي وو خو ګلنار قسمت ژورې کرمې ته ورسوله نو همدا لامل و چې ګلنار بېګم په خپله خپل قسمت او برخليک ته يوه سندره پخپله جوړه کړه او ويې ويله چې تر ننه پورې دا سندره د پښتنو په غرونو ، درو او ښارونو کې شهرت لري او هر چا ته ياده ده

نری باران دی پاس په لوړه يې وروينه

ژورې کرمې ته نصيب راوستې يمه 

جانانه لاس راکړه چې دواړه سره ځوونه

ګلنار بېګمې د ښاغلي غازي سيال شعرونه او بدلې هم ويلي دي او هره سندره چې د ګلنارې له خولې راوتې ده بس د خلکو ، زړونو ، حافظونو او سينو ته ننوتې ده .

د طبيعت د قانون او پرمختګ له مخې بې شکه چې هر څه تغيير ، نوښت او بدلون مومي نن سبا تخنيک او د موسقۍ دنيا بدله ده الات او وسايل هم بدل شوي دي او رنګونه هم بدل شوي دي 

د غزل ، سندرې ، ټپو او داستانونو خبرې ، سکالو او کيسې هم بدلې شوي دي خو د ګلنارې غږ او سندرې به د پښتون قام د ژوند تر ډېرو پيړيو همداسې په خوند ، کيف او خپل رنګ کې پاتې وي د ګلنارې به هډوکي هم خاورې شي خو غږ به يې د پښتنو په ذهنونو کې انګازې کوي او هر نسل به يې اوري او لکه خپله هم عصره به يې پېژني.

دغې سپېڅلې مېرمنې د خپل قام د پېغورونو سره سره چې ويل به يې سندرې مې پښتانه ښه په مينه اوري او بلا ډېرې روپۍ پرې ورکوي خو ما ته بيا په درنه سترګه نه ګوري او ډمه راته وايي د دومره ننګونو سره يې بيا هم خپل هنر ته شا نه کړه او تر پايه يې د پښتو شفاهي ادب غږيز او د راډيو په څپو کې ثبت او خوندي کړ.

اروا يې ښاده او څښتن تعالی دې ورته بخښنه وکړي او بهترين جنتونه دې ورکړي 

ليک اټک يوسفزی

#يادښت دغه يو تصوير يې له مړينې وروسته چا له کورنۍ پټ کړی او ميډيا ته يې راويستی دی

 
-
بېرته شاته