(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

کوټه: دکولتور ورځ

[25.Sep.2017 - 11:02]
دپښتنواوبلوڅانوترمنځ هیڅ ډول ښخړه نشته، پښتانه په خپله خاوره اوبلوڅان په خپله خاوره مېښت .سترایالتي وزير
دپاکستان ترجوړېدوترمخه پښتانه اوبلوڅان په خپلوخپلوسیموکښي پراته دی .نواب ثناء زېري
پښتنواوبلوڅوترمنځ دسندهیانواوکډوالوپه شان شخړه نه ده روانه چي یوله هنده راغلی دی بل په خپله خاوره مېښت دی.دپښتون کلتورورځي دستورې ته وینا
راپور:. ملک رمضان ارماني
په کویټه کښي پښتونخواملي عوامي ګوندترنظارلاندي دپښتون کلتورورځي لمانځلودستورې ته دویناپه مهال په دپښتون بلوڅ ګډایالت سترایالتي وزیرنواب ثناء الله زېري وویل چي دبلوڅواوپښتنوترمنځ هیڅ یوډول شخړه نشته له پېړیوپېړنوڅخه پښتانه په خپله خاوره اوبلوڅان په خپله خاوره مېښت دی.دپښتنواوبلوڅوترمنځ په سندهـ کښی داوسېدونکي سندهیانواودکډوالوپه شان شخړه نشته. هلته له هنده راغلوکډوالواودسندهـ اوسېدونکي سندهیانوشخړه روانه ده .هلته کډوال له هنده راغلی دی .دلته ترپاکستان دجوړېدوترمخه پښتانه پخپله اوبلوڅان پخپله خاوره مېښت دي.نوموړي وویل چي پښتانه اوبلوڅان داوخت له ترهګري سره مخامخ دی ترهګردټوپک په زورخپله خوښه په دې قامونوتپل غواړي ددې رواني ترهګري مخنیوي دپښتون بلوڅ قامونوترمنځ دیووالۍ په ترڅ کښي کېدای شي.پکاردی چي په ګډه دترهګری مخنیوی وکړو.نوموړي وویل چي پښتون یوډیرلوې قام دی.نن دپښتون کلتورورځ لمانځلوپه دستوره کښي مي ګډون وکړی.ډیرخوشحاله شوم هرخواته خوشحالي ده.پکاردی دغه خوشحالي دغه شان دوام ولري.زه دبلوڅانوله اړخه وخپلوپښتنووروڼوته دپښتون کلتورورځ په لمانځلوتبریکي وړاندي کوم.دلته پاکستان کښي مېښت پښتون بلوڅ سندهی پنجابی اونورقامونه خپل کلتورلري .ژوندي قامونه خپل کلتورخوندي ساتي.کوموقامونوچي خپله دستورژندی اوخوندي ساتلي دی.هغه قامونه دنړۍ په مخ کښي ژوندي پاته دي.اوکوموقامونوچي خپل کلتوردلاسه ورکړي دی هغه قامونه پناه شوي دی اوله منځه تللي دی.ودې دستورې ته دپښتونخوامیپ ایالتي مشرانواومرکزی مشرانوترترڅنګ دجماعت اسلامي اودوکیلانومشرانوهم ویناوي وکړې
 
-
بېرته شاته