(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

لابي که لوبې

[25.Sep.2017 - 20:16]
لابي که لوبې
ډاکټر حمیدالله زړه ء ور صاپی
په دا راوروسته وختونو کښې د لابي یا لابیګري لغتونه د رسنیو له لیارې ډیر اورو. لابي په قاموس کې د هوټل یا سینما د انتظار کوټې یا دهلیز ته ترجمه شوی دی. او لابیګر یا لابییست ،هغه څوک دی چې د یوې لایحې د تصویب دپاره د شورا د استازو سره اړيکې نيسي.
همدارنګه له یوه پاخه سیاستمدار نه مې دا اورېدلي چې ، د دنیا هر هیواد د نورو مملکتونو او په ځانګړې ډول هغو سره چې ګاوڼډیان وي او یا ګټې ېې تړلې وي، مخصوصې شعبې،ریاستونه او څیړونکي انستیتیوټونه لري چې له اې تر ځیټه  د هغو په باب معلومات لري او دهمهغو په لاس ته راوړنو او څیړنو نتیجو په مهمو ملي، سیاسي، بین المللي ا.د.ن. کې پرې (لابیګري) کوي .
د بیلګې په ډول به پاکستان (تش په نامه!) راواخلو. په هر بین المللي کنفرانس کې چې خصوصاََ د افغانستان په باره کې دایرېږي له افغانستان نه مخکې؛ پنجابیان د خپل پلندر(انګلیسانو) په ژبه، او دعربانواوچينایانواوامریکاييانو په پیسو لابیګري کوي ؛خو د افغانستان لپاره  د ارواخاد ډ. نجیب څخه نیولې(د ژنیو تړون)، بیا تر د م.م.م. (ملګرو ملتو موءسسې) هر-کلنې غوڼډو پورې او یا نورو ناستو کې خپل تور کارونه سپینوي مګر د افغانانو  معصومیت ، بیګناهي او مظلوم واقع کیدل سر-چپه لابیګری کوي. 
افغان چارواکي او سیاستوال ، د دې پر ځای چې لابییستان تربیه کړي او په خارجه چارو او نورو وزارتو او سفارتونو کښې مسلکي شعبې پرانیزي ، په خپلو مینځو کې د موش-پشک په لوبې !! بوخت دي . 
د ګاوڼډیو په ګټه جاسوسي، وطنفروشي، د بیت المال په مستقیم او غیر-مستقیم ډول چور تالان او :
جنرال د عسکرانو سره لوبې
سفیر د مهاجرو سره لوبي ګر
والي د وکیلانو سره د غوژونو تر خوړلو لوبې
د سرپرستو-زیرپرستو وزیرانو چټي لوبې
د رهبرانو د ملت سترګو کې د خاورو اچولو لوبه 
ا.د.ن.(او داسې نور).
په پای کې وایم چې د جلالتمآب ډ. غني ( جمهور رييس) باندې هغه د ناشناس سندره صدق کوي (جنګ تو صلح و صلح تو جنګ است!) ؛ متفکر خو زما په نظر مرحوم قذافي و چې د ټولې افریقا دعوا ېې له امریکا سره لرله؛او یا د ن.کوریا خارجه وزیر.
نه دا چې د پیښور کوچهءې رباني کې ستر سوی صلاودینک او ډیرئ بهرنیو چارو تش په نامه ډیپلماټان ېې خاصا م.م.م. کې خپلې خبرې په مورنۍ ژبو نه شي کولای پاتې لابي او لابیګري!!.
یا ربه توفیق
-
بېرته شاته