(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د نجیب الله یاد

[28.Sep.2017 - 16:35]

د شهید ډاکتر نجیب الله په  یاد

لیک: ‌‌‌‌‌‌ډاکتر حبیب منګل

     دتلی( میزان) پنځمه نیټه دډاکتر نجیب الله دافغانستان د پخواني جمهور ریس او دوطن ګوند دریس دشهادت دور ځی او یوویشتمی کلیزی سره سمون لري۲۱کاله وړاندی د تلی په پنځمي نیټې دطالبانو تورو لښکرو په توره شپه کې دپاکستانی جنرالانو په ګډون ؛ قومانده  او دستورکابل ته دننوتلو سره سم دملګرو ملتونو دسازمان په مرکزی دفتر ورننوتل او ډاکتر نجیب الله دافغانستان جمهورریس او دوطن ګوند ریس  یی دخپل ورور احمدزی  سره  یو ځای د انسانی کرامت اواسلامی شعایرو اوافغانی منلو دودونو برخلاف په شهادت ورسوه . او په دې ډول دغې مزدوری  تروریستی  اوافراطی ډلې دواک دنیولو او دمنځنیو پیړیو داستبدادی نظام درامنځته کیدو سره سم او نه بښونکئ جنایت ترسره او دتل لپاره ېې د افغان ولس کرکه ترلاسه کړله .

   شهیدډاکتر نجیب الله دافغانستان دنوي تاریخ او ملی - دموکراتیک او ترقی ِغوښتونکی غورځنګ دیوې ځلاندې څیری او دپخوانی د خلکو دموکراتیک ګونددیوه وتلی غړی او بیا عمومی منشی او  مشر او ورپسې دوطن ګوند دموسس اوریس او دافغانستان د جمهوری دولت دجمهورریس په توګه  دیوه آزاد او خپلواک ؛ ځواکمن او دموکراتیک ؛ ِغوړیدلی او سوکاله  او سرلوړی افغانستان د آرمان دتحقق  لپاره نه ستړی کیدونکي اوسر شندونکي مبارزه  او هڅه او هاند کړئ اوپه دی لاره کی خپل سر کیښود او ستری او دویاړه ډکې او تل پاتې کارنامی حماسی له ځانه پر یښودې .      

      شهید ډاکتر نجیب الله دپورته ذکرشوو آرمانونو او هدفونو دتحقق په لاره کې  د واکمنی په وخت کی دهیواد لپاره نوئ اساسي قانون تدوین کړ چی دوخت دلوی جرګی له خوا تصویب شو او اساسی هدف  یی دیوه ځواکمن ملی - دموکراتیک  اودولس دسوکالی  دولت جوړول وو . یو داسی دولت  چه دهیواد د آزادی ، خپلواکۍ، ملی حاکمیت ؛ دخاوری بشپړتیا او يو موټي والئ ؛ د وروڼو قومونو دیووالي دساتلو او ټینګتیا اود دموکراسې داستقرار اود قانون دواکمنی ؛ د بشری او دخلکو داساسی حقونو دساتنې  او سوکالئ ؛ د یوی مدنی ټولنی د جوړولو او آزادی ؛ برابری او ټولنیز عدالت  دتامین او دهیواد اقتصادی ؛ ټولنیزی او فرهنګی هر اړخیزه پراختیا او دعدم انسلاک اودفعالی بی طرفی او د سیمی او نړی دټولو هیوادونو سرره ددوستی ؛ همکاری او متقابلا ګټورو اړیکو او نه لاس وهنی او مداخلی داصولو پر بنست بهرنی اړیکو او  سیاستونو دغوره کولو اوتامین په لاره کی خپلی دندی په وړتیا او بریالیتوب ترسره کړی .

     شهید ډاکترنجیب الله  دیوه قانونمنداراو دولس خدمتګار، فساد نه منونکئ او فساد ضد ، موثر اوکارا حکومت رامنځته کولو په لاره کې دپام وړ هڅه او هاند وکړ ؛  چی خلک یی ستاینه کوی ترلاسه کړل . ډاکتر نجیب الله دیوه وطنپال او زړه ور او مدبر ولس مشراو دهیواد دوسله وال پو ځ د اعلی سر قوماندان اویوه ملی قهرمان په توګه ((دوطن یا کفن )) او((سرورکوو خو سنګر نه پریږدو )) په شعارونو دهیواد د وخت دځواکمن وسله والو پوځ داغیزمنی سوق او اداری او قهرمانانه دفاع  په نتیجه کي پر جلال اباد دپاکستان یرغل ته چی هدف یی په دی ښار کې دجهادی تنظیمونو او دپاکستان د یوه لاس پو څي حکومت ځاي په ځاي کول وو ماته ورکړه او پدي ډول يي د افغانستان دملی آزادی بخشونکی غورځنګ دواقعی ملی قهرمانانو او غازیانو کارنامی تازی کړی او  دافغانستان د حاکمیت ؛خپلواکې ؛ برم او عزت په ساتلو کی یی دیوه نومیالي ؛ تل پاتی او ویاړلئ ملی رهبر اوولس مشر په توګه تل پاتی او وړیالی نوم ترلاسه کړ

    د شهید ډاکتر نجیب الله یوه بله ستره  او تل پاتی کارنامه دهیواد دمسلی د سیاسی حل  یا په بل عبارت د ملي روغي - جوړې او  دبین الافغانی دیالوګ او تفاهم  تامین له لاری  (په هیواد کې دسیاسي واک او حکومت دترلاسه کولو او دولت او نظام دجوړښت دڅرنګوالی پرسرداوږدی او خونړئ مقابلی او جګړې) د پاي ته رسولو او دسولي د تامین لپاره په صداقت هڅه  وکړه  او  پدی لاره کی یی ستر او ټوکلي ګامونه واخیستل ؛ یوه اړخیزه اور بند یی اعلان کړ او جهادی جګړه ماروتنظیمونو او افراطیونو ته یی دخبرو بلنه ورکړه او دملی روغی - جوړی داصولو اوددولت اوګوند  له خوا د ملګرو ملتونو دپنځه فقره ایی تاید شوی عملیی   پر اساس  یی دیوی رسمی اعلامیی په ترڅ کې  دسیاسی واک نه دتیریدو  او یوی موقتی اداری  ته دواک انتقال اعلان کړ او د آزادو اوعادلانه انتخاباتو دایرولو او یوه انتخابی حکومت ایجاد ته  یی دجمهوری دولت او دګوند دهڅو او هاند تعهد وړاندی کړ

   اودا پداسې حال کې وه اوده چې دافغانستان په  ټول سیاسی تاریخ کې له بده مرغه دواک پر سر ورور دورور سترګې ایستلي او ملګري دملګری هډوکي مات کړی او تراوسه دواک دنیولو او ساتلو پر سر دا خونړی  او نارواجګړه روانه ده .او دلمړي ځل لپاره دا ډاکتر نجیب الله وه چې په هیواد کی دهډوکو ماتولو ددغه  خونړئ  لوبي او سیاست څخه لاس واخیست او  ددموکراسی داصولو او ټول ټاکنو او دمسالمت امیزی مبارزی  ؛  جوړ جاړی او مدارا د فرهنګ  پر اساس یی د سیاسی واک او حکومت دترلاسه کولو او ساتلو  د مسلی دحل کړنلاره وړاندی کړه

   ډاکتر نجیب الله  دیوه وتلي  سیاست  مدار  او مدبر دولت مشر په توګه  د لوړې سیاسي پوهې او تجربی ؛هوشیاری او نوښت ؛ مهارت او جسارت  ، واقعی بینئ او خوشبینئ ، درایت او دقت ،قاطعیت او نرمش څخه په مبارزی  اوسیاسی اړیکو ،ملګرتیا  ؛کاراو د دندو او مسولیتونو په سر ته رسولو کې برخوردار وه او يو وتلی وياند وه . دنوموړی  په وينا خلک او عام ولس ډیر ښه پو هيدل او په ولس  کی يی ژوره جاذبه لرله  او دولس څخه يی زده کړه کوله او دخلکو درنښت یی درلود او غوښتونو ته  یی ښه غوږ نیوه او دتامین لپاره یی فوری اقدامات ترلاس نیول او ترسره کول

    شهید ډاکتر نجیب الله ؛ دپورته ذکر شوو لوړو اوصافو له مخی  اووطن او وطنوالو ته  دخدمت د کارنامو له مخی ؛ دادی دمیلیونو نو افغانانو په زړونو کې ځای نیولئ او   د یوه کاریزماتیک ملی رهبر اوتا ریخی شخصیت په توګه یی د شهادت کالیزه  هر کال دمیلیونو وطنوالو له  خواه په مختلفو ډولونو لمانخل کیږي اوکارنامی په نیکئ یاد یږي او د یوه آزاد ، خپلواک ، دموکراتیک ؛ غوړیدلي ؛ سرلوړی افغانستان دایجاد دداعیی دتحقق په لاره کی اوسنیو او راتلونکو نسلونو ته الهام وربخشي او لاره ورته په ګوته کوی . اودوطن ګوند او دهیواد دټولو ملی - مترقی ؛ دموکراتیکو او عدالت غوشتونکو سیاسی سازمانو نو ته دا تل پاتی پیغام لری چی دپورته ذکر شوو آرمانونو دترسره کولو لپاره سره متحد او یو موټئ شي .

      په پای کی دهیواد دننه اوبهرټولو وطنوالوسره یوځای وطن او وطنوالو  ته دخدمت په لاره کی د خدای بخشلی  ډاکتر نجیب الله دشهادت لوړمقام او دویاړه ډکه قربانی ته در درناوی  سرټیتیوم  اوپه هیواد کی  دسولی او ملی روغی جوړی دتامین؛ملی یووالی دتحکیم ؛ددموکراسی داستقرار؛ سوکالئ او ټولیز عدالت  دتامین  په لاره کې  دوطن ددی نومیالی شهید په سر شندونکی خدمت او تل پاتی کارنامو ویاړم  او روح یی ښاد غواړم .

 
-
بېرته شاته