(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

مبارکه یوسفزۍ څوک وه ؟

[29.Sep.2017 - 15:46]

د مغولي بابر میرمن بي بي مبارکه یوسفزۍ څوک وه ؟

لیک: ‌‌‌‌‌‌ډاکترلطیف یاد

دهند او افغانستان په تاریخونو کې راغلي دي چې کله مغولي بابر په ( ۱۵۰۵ زیږدیز/میلادي ) کال کې کابل ونیوه نو دکابل مغولی حکمران میرزا محمد مقیم دبابر سره دمقابلې توان په ځان کې ونه لید ه نو کندهار ته وتښتید

کله چې بابر دکابل دواکمنۍ پر ګدۍ کښیناست نو دپښتنو دټکولو په سوچ او فکر کې شو .ده دپښتنو پر سیمو بریدونه پیل کړل . په هغو سیمو کې چې ده پرې بریدونه وکړل دادي : غزني ،ګردیز، زابل، کلات ، کټواز، ګومل، کوهاټ ، بنو،هنګو ، ټل ، بنګښو، چوپاره ، دوکۍ ، سرده ، مشت، سکانه ، خورد کابل، سرخ رباط، خوږیاڼي ،کهراج، پشګرام. پنجکوړه ، امبهار، پاني ماني ، اشنغر، مهوره ، کاټلنګ، علي مسجد، ابوهادرمان ، کرماش ، رق، سلطانپور، خیبر ، ده غلامان ، باسول، مچګرام،قیلغو،وزیر، آب ایستاده ، برمل ، الینګار ، الیشنګ ، مندراوړ ،لغمان ، ننګرهار ، کونړ، باجوړ، پيښوراو ،سوات.بابر په دغو سیمو کې دخپلو یرغلونو په ترڅ کې ډیر يښتانه وژلي دي ، ددوی مالونه او څاروي یې لوټ کړي دي .

دپښتنو پرنورو سیمودیرغلونونه علاوه دی دیو سفزیو پر سیمه هم یرغل کوي او په خپل کتاب بابرنامه کې لیکي

(( دمحرم د مياشتې په نولسم، په يوسفزيو افغانانو باندې د يرغل په نيت سوات ته روان شوو او د پنجکوړې او جندول او باجوړ د ګډ سيند تر منځ ديره شوو. دلته شاه منصور يوسفزي د (کمالی) معجونو يو څو مزه دار کنډکی،چې کلکه نشه يې لرله، راوړي وو. يو کنډکی مې درې ټوټې کړ. يوه ټوټه يې ما وخوړه. يوه ټوټه مې ګدای تغای ته او يوه ټوټه مې عبدالله کتابدار ته ورکړه.ډير سخت يې نشه کړم. داسې چې دماښام د لمانځه په وخت کې بيګان د جرګې دپاره راغلل.ماونه شو کړی چې ور ووځم. عجب شی و

د محرم په شلم کهراج ته مخامخ د کهراج او پشګرام د درو په خوله کې کوز شوو. موږ همدلته وو چې تر ښنګري پوری و اوره وشوه. دلته دواورې اورېدل نادره پېښه وه او خلک ورته حيران وو. د کهراج په خلکو باندې د سوات د سلطان اويس په موافقه زما د پوځ د مصرف دپاره د خره په بار څلور زره باره وريژې(وریجې ) حواله شوې او خپله هغه [سلطان ا ويس ]واستول شو چې راټولې يې کړی. دې سپين سترګو غرنيو خلکو پخواله دې هيڅکله هم داسې بارنه ومنلی. څرنګه چې دوی ټولې وريژې برابرې نه شوې کړی. نو تباه کړی شول

د سه شنبې په ورځ د محرم په درويشتم، د هندو بيګ په مشرۍ يو لښکر وليږل شو چې په پنج کوړه يرغل وکړي....خو خلک يې تښتېدلي وو. زموږ ميړونو يو شمير څاروي راوستل او له کورونونه يې خروارونو غلې د پوځ د مصرف دپاره راوړې

بابر لږ وروسته له يوسفزو سره د خپلې خيښې د بندوبست په باره کې غږيږي او وايی :}ددې لپاره چی د يوسفزيو ولس خپل کړم، نو د ملک شاه منصور لور مې هغه وخت ترې وغوښته چې يوسفزي افغانانو داستازي په حيث زما حضور ته راغلي وو. ملک شاه منصور د ملک سليمان شاه زوی او زما خیر خواه و . موږ لا په همدی ځای کې وو چی خبر راغی چې يوسفزيو د شاه منصور لور له سوغاتونو سره يو ځای راروانه کړې ده.ماښام مو د شرابو محفل جوړ کړی و.د(سوات) سلطان علاءالدين هم رابلل شوی و او ډير عزت او خاص خلعت ورکړل شو. د يکشنبې په ورځ له وادي نه وخوځېدو د شاه منصور کشر ورور، طاؤس خان ، دشاه منصور لور راوسته) ( 

د سفر(صفرې ) د مياشتې په اوومه بيګان او ددلازاکو افغانانو د سرخلک احضار شول او وروسته له سلامشورې نه فيصله او پریکړه وشوه چې کال په خلاصيدو دی او د کب د میاشتې يوازی يو څو ورځی پاتی دي. د سيمې خلکو غلې ټولې ننه ايستلي دي که اوس سوات ته لاړ شو پوځ ته به مو غله دانه ، نه وي ناتوانه به شي. بايد داسې وکړو چې دا مبهار او پاني ماني سرک واخلو ، داشنغر نه بر د سوات له سيند نه تېر شو او په هغو يوسفزيو افغانانو وروغوځيږو چې د يوسفزيو د مهوري سنګر ته مخامخ سمه کې پراته دي. خو کوم بل کال چې دلته راشو نو ، ددې ځای پر افغانانو به تر ټولونه وړاندې فکر وکړو

بابر خبرې ته دوام ورکوي او وايي بله ورځ چې چهارشنبې وه د سوات سلطان اويس او سلطان علاءالدين ته مو چپنې او اسونه وروبخښل او رخصت مو کړل. موږ خپله روان شوو او باجوړ ته لاړو. سبا سهار روان شوو او د شاه منصور لور مو د پوځ تر بيرته راتګه پوری د باجوړ په کلا کې پريښوده....له امبهار او یوه بل لوړ کوتل نه و اوښتو او تقريباً ماسپښين په پاتی ماني کې ښکته شوو. افغان بردی له يو څو تنو نورو سره وړاندی واستول شول چې حالات معلوم کړی. څرنګه چې زموږ او د افغانانو تر منځ واټن لنډ و ، نو له دې امله وخته ونه خوځيدو. افغان بردی د سبا نارې په وخت کې بيرته راغی. دی يوه افغان ته په غوسه شوی و او سريي ورنه غوڅ کړی و. خو په لاره کی يي غورځولی و. ده داسی معلومات رانه وړل چی د سړی زړه يي غواړی.غرمه شوه.روان شوو دسوات له سيند نه تير شوو او د ماسپښين لمانځه ته نژدې کوز شوو. د ماسختن د لمانځه په وخت کې بيا سپاره شوو و په چټکۍ روان شوو. رستم ترکمان مو ليږلی و چې حالات معلوم کړي. لمر يوه نېزه لوړ و چې هغه خبر راووړ چې افغانان زموږ په راتګ خبر شوي وو او خپل ځايونه يي بدلول. يوه ډله يي په يوه لاره چې په غره کی وه، روان وو. موږ پسی ور چټک شوو. يو شمير يرغلګر مو پسی وروليږل او د هغوی يو څو تنه يي ووژل او سرونه يي ورنه پری کړل. يو شمير اسيران او يو څه څاروی يي هم ورسره راوستل. دلازاکو افغانانو هم د يو څو تنو [افغانانو] سرونه پری کړل او رايي وړل. سبا ته وخوځيد او د کتلنګ او مقام تر منځ پلي شوو.) 

بابر دلته د يوه زيارت د ورانولو پيښه بيانوي او ليکي چې}په تيرو دير شو يا څلويښتو کلونو کې يوه ګمراه قلندر چې شهباز نوميده يو شمير يوسفزي او دلازاک له لاری ايستلی وو.دده زيارت د مقام د غره د يوی غونډۍ په سر پروت وچې په شاوخوا ځمکو ورسپره وه. ما فکر وکړ چې دا ګمراه قلندر څوک دی چې زيارت يي په داسی آزاده فضا کی پروت دی. امر می وکړ چې دا زيارت ړنګ او لوټه لوټه شی.دا ځای دومره ښکلی و چې زموږ يو څه وخت هلته کښيناستو او معجون مو وخوړل.) 

 

اوس به راشو چې بي بي مبارکه څوک وه ؟ 

بی بی مبارکه په اصل کې دیوسفزو دمشهور ملک او مشر ملک سلیمان شاه لمسۍ او دیوسفزو دمشهور مشر شاه منصور یوسفزي لوروه. ددې نیکه ملک سلیمان شاه په کابل کې د هغه وخت مغولي واکمن الغ بیګ داووه سوه یو سفزیو مشرانو سره وواژه چې هغوته يې په کابل کې میلمستیا جوړه کړې وه دا خواشينوونکې پيښه د ١٤٨٠ او ١٤٩٠ زيږديزو کلو نو په شا او خوا کې رامينځ ته شوې ده ٠تردې خو اشينوونکې پيښې وروسته يو سفزي له کابله ننګر هار او له هغه ځايه دخيبر پر تاريخي لار ې پيښور او دوابې ته لاړل ٠ ددلازاکو سره يې جګړې وکړې٠دوی اشنغر او سوات ونيول٠ کله چې يو سفزيو دسوات سيمه و نيوله نو شيخ ملي دغه سيمه ديو سفزيو پر بيلا بيلو ښاخونو او څانګو باندې وويشله٠

کله چې بابر دسولات سیمې ته راغی د يوسف زو مشر ملک احمد خان د بابر په بلنه د هغه سره ليدو نه ډډه کړې وه. ده خپل د تره زوی شاه منصور ورته د جرگې لپاره استولی و.شاه منصورپه باجوړ کې د خونړي بابرکله منارونهليدلي و او پوهېدو چې دوی د بابر خونړي لښکر سره جنگ نشي کولی. دیو سفزیو پښتنو نسره دروغې یو شرط داو چېدیو سفزیو مشر شاه منصور ب خپله لور دبابر ته په نکاح کوي او همداسې وشول او بابر د۱۵۱۹ زیږدیز کال دجنوری دمیاشتې په لسمه نیټهاوپه بل روایت دجنوري دمیشتې به ۳۰ نیټه دشاه منصور دلوربي بي مبارکې سره نکاح وتړله اوهغه یې دباجوړ کلا ته ورواستوله او بابر هم دهغې په بدل کې شاه منصورته خلعت او دیو سفزیو سیمې حکومت ورکړ.

بابر تر بي بي مبارکې دمخه شپږ نورې میرمنې درلودلې ، خو ویل کیږي دا هم پرې ګرانه وه .که څه یهم دهغې نه یوه لور درلودله او نارینه اولاد یې ترې نه درلود.او دې ته یې د ( افغان اغاچه ) لقب ورکړی و.

کله چې بابر په اګره کې مړ شو نو وصیت یې وکړ چې زما مړی به کابل ته وړل کیږي او هلته به ښخیږم ، خو په هغه وخت کې اوضاع سمه نه وه بابر څوارلسو کلونو پورې په آګره کې په امنت ډول ښخ و ، خو بیا تر څوارلسو کلونو وروسته دده هډوکي کابل ته یووړل شول او دبابر په اوسني بڼ کې خاوروته وسپارل شو . کابل ته دبابر دمړي دوړلو په وخت کې بی بی مبارکه هم کابل ته تللې وه ، په تاریخونو کې ددې دمړینې نیټه د۱۶۳۱ زیږدیز کال دجون ۱۷ لیکل شوې ده اوپه ډیلي کې خاوروته سپارلې شوې ده او په اغلب ګومان دابه هغه وخت دبنځوس کلونو په شا او خواکې وه .

-------------------------------------------------------------

ددې مقالې په لیکلو کې مې له لاندنیو ماخذونو نه ګټه اخیستلې ده :

 

۱- ډاکټر لطیف یاد، بابرپه هندکې دمغولي واکمنۍ بنسټ ایښودونکی

او دپښتنو سره دده ظلمونه، دښمني او زورزیاتی، یاد ویبپاڼه ،۲۰۱۶

۲- دصفیه حلیم سایټ ، بي بی مبارکه ، http://www.safiahaleem.com/?p=2342

۳- د پښتو تاريخ - د مرحوم قاضي عطاالله خان تاليف - ۱/۲۴ مخ.

۴-وکیپیډیا ، به انګریزی ژبه https://en.wikipedia.org/wiki/Mubaraka_Yusufzai

-
بېرته شاته