(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

داخبارونو او رسالواهمیت

[29.Sep.2017 - 16:17]

د اخبارونو او رسالو اهميت

دپاڅون غږ مردان

دځنو خلقو خيال دے  چې د اليکټرانک  ميډيا د راتلو  سره  د اخبارونو، رسالو او کتابونو اهميت  کم  شوے  دے . دا خبره  يا  دا خيال  تر کومه  حده  درست دے  د دې  په  حق او مخالفت کښې  خبره  کيدې  شى. اصل  حقيقت  دا دے  چې د غېر ترقى  يافته  ملکونو خلق  مطالعې  سره شوق  نۀ  لرى.  

 

اليکټرانک ميډيا  د ترقى  يافته  ملکونو د خلقو شوق  مطالعې  سره  کم  کړے نۀ  دے هغوى  چې  د کور نه  بهر  په  لنډ يا  اوږد سفر  ځى   نو خپل  بېګ  کښې د مطالعې  يا لوستلو  مواد (Reading material)  ضرور  ږدې  او د سفر  په  دوران  کښـې  يې  هم  لولى. ضرورت  د دې  خبرې  دے  چې  په خلقو  کښې  د اخبارونو  او رسالو او کتابونو د لوستلو کلچر ته  وده  ورکړې  شى.

 

د سکولونو  ماشومانو کښې  د کتابونو لوستلو  عادت   پېدا  کول  پکار  دى  په  سکولونو او کالجونو کښې  لائبريرۍ  ضرورى  دى  چې  د کتابونو  نه  علاوه  ورته اخبارونه  او رسالې  هم  راځى  او طالب  علمان  دې  ته  راغب  کول  پکار  دى  چې  د خپل  فارغ  وخت  څۀ  برخه  په  لائبرېرو کښې تېروىپه  دې  طريقه  به  طالب  علمانو  کښې  د اخبارونو رسالو او کتابونو  د لوستلو کلچر  وده کوى

 
-
بېرته شاته