(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

چنګیزخان

[12.Oct.2017 - 06:45]

چنګیزخان

لیک: ‌‌‌‌‌‌ډاکتر لطیف یاد

 چنګیز خان په تاریخ کې یو وحشی اوبې رحمه او خونړی مغولی سوبمن( فاتح) سردار او واکمن تیر شوی دی. تاریخونو دده ا صلي نوم تموچین راوړی دی .ویل کیږي چې نوموړی داوسني مغولستان ( منګولیا ) دهیواددګوبي دصحرا ( دښتې ) په هنتی نو می سیمه کې په ( ۱۱۶۰ زیږدیز /میلادی) کا ل کې زیږیدلی و.پلار یې (یسوګی) او نیکه یې (کبلی خان )نومید ل.په دیارلس کلنۍ کې یې پلار دتاتاریانو له خوا ووژل شواودده دقبیلې مشرانو دی ، دده ورونه ، خویندې او مور دښتو او صحراووته تبعید کړل.ده وروسته دیو ې قبیلې دسردار جاموخان سره دوستانه اړیکی ونیولې، خو وروسته بیا دخپل پلار دیوه ملګري اونګ خان سره چې هغه هم دیوې قبیلې سر دار او مشر و دده دد وستۍ مزي او اړیکي ټینګ شول . هغه دچنګیزخان هر کلی وکړ خوبیاوروسته ددغې قبیلې دسردار اونګ خان او دده تر مینځ اختلافونه رامینځ ته شول او اونګ خان او زوی یې سنګون ووژل شول

په ۱۲۰۶ زیږدیز کال دده دقوم مشرانو ( تموچین ) دستر خان او مشر په توګه وټاکه او ستر روحاني (کوکوچو )ده ته دچنګیزخان لقب ورکړ چې سخت او پیاوړي ته ویل کیږی.

 چنګیزخان نهه دیرش کلن و چې دپاچاهۍ پر تخت کښیناست او لومړنی کار یې چې وکړ دنورو قبایلو ځواک او ًقدرت يې محدود کړ. ده یو پیاوړی پوځي جوړښت رامینځ ته کړ ، ده خپل پوځ د لس زریزه پوځی ډلو نه جوړکړ چې تومان به ورته ویل کیدل اوبیا یې هر تومان په زرو پوځي ډلو وویشل چې هزاره به یې ورته ویل. ده یوداسې پیاوړی او منظم پو ځ جوړ کړ چې ساری یې نه درلود.

چنګیزخان په ۱۲۱۸ زیږدیز /میلادي کال خپل یرغلونه پیل کړل او دنړۍ دنیولو په فکر کې شو .ده پر چین ، روسیې، افغانستان ، ایران او منځنی ختیز بریدونه وکړل . دی به چې هرښارته ته نو دخلکو کورونه ، عبادت ځایونه ، مدرسې ، جوماتونه او کتابتونه به یې ورانول او سوځول او پر انسانانو څه چې پر حیواناتو او سپیو او پیشو ګانو یې هم رحم نه کاوه . دچنګیزپه خونړیو پریدونو کې دمنځنۍ آسیا دسمرقند ، بخارا او مروې ښارونه چې داسلامي ثقافت او کلچر یوه بېلګه وه دخاورو سره برابر او ددغو ځایو, سم نیمایی خلک پکې ووژل شول . ،ده دافغانستان دبلخ ښار چې ام ا لبلاد ( دښارونو مور) یې ورته وایه او دهرات ښارتباه کړل . ده دایران په نیشاپور او نورو ښارونو کې هم خونړي کارونه ترسره کړل او په بغداد کې عباسي خلافت دده دلمسی هلاکو خان له خوا له مینځه لاړ .

 چنګیز خان ډیرې میرمنې درلودلې چې د خپلو دغو میرمنو نه یې ډیر اولادونه درلودل ، خو په تاریخ کې دده دغه لاندینی زامن ډیر مشهور دی. جوجی، جغتای، اوگتای او تولی. چنګیز ۲۵ کاله واکمني وکړه او په۱۲۲۷ زیږدیز کا ل کې ددري اویا کلونو په عمر مړشو.

 دده تر مړینې وروسته دده زوی اوکتای دچنګیز پر ځای واکمن شو.

-
بېرته شاته