(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ملائکوبه سوجدې راته کولې

[12.Oct.2017 - 08:38]

 لیدنه:د شعرپه اړینتیاکې پرېښود(اجازه) شته دی،چې دې نرمرست کړ(دی)دې ښخې مرست کړ(ده)راشي لکه:ښ

ملائکوبه سوجدې راته کولې

نن ایمان به پرې راوړمه وارزماده – (وارزما دی)( کړدې الله دی) ( مرام دې تادی) 

................................. 

دافغان پــه ننګ خــوشحال تــوره تــړلې

مـاراخستی دافغان پــه نـنـګ قـلـم دی

  داچې هلې ځلي وخوښۍ ومبارکي مواوس بې ځایه لاړې نشې له مشر اشرف غني صیب څخه هیله کېږي چې وطن ازادکړي، دامریکایې اډو وپوځونوپاتېکېدل په وطن کې لاسلیک نه کړي،پښتو وپښتون چې له مرګ سره لاس په ګریوان دي، راږوندي کړي،دپښتون شمله وڅادردکرزي صیب دقره قل وچپنې په ځای نړۍ ته وروپېږني،ځکه دود وکلچر دسړي ځانښت ،هویت وشخصیت وي ،خټه،اصل وبنسټ یې پرې پېږندل کېږي په درناوۍ

 

دافراط وتفریط ترمنځ بېلونه (فرق) څه ده؟

   افراط / بنسټ یې (ف، ر، ط) ده ، وایې :فرط  یفرط  فرطا، مانایې له پولې واووښت ، له پولې اوړي ، له پولې واووښتل شو. دِټولو مانا په تېر وروان مهال کې له پولې یاحد څخه ترېدل یا تجاوزکول دي ، که چېرې په دې حدتېرېدلوکې لویونه یاډېروالی یا مبالغه ووکړو افراط ورته وایې ،چې په عربي جوړښتلار(ګرامر) کې دافعال په تول یاوزن باندې راځي ، په ماتا د خورا تېري وتجاوز .

  تفریط / رېښه یې (ف . ر ، ط) ده ، وایې : فرطا  یفرط  تفریطا مانایې له پولې کښته شو ، له پولې کښته کېږي ، له پولې کښته کول کېږي . دِټولو مانا په تېر وروان مهال کې ترپولې یا ترحد رسېد لو پورې نیمګړتیا ده ، که چېرې په دې ټیټېدو یاکښته کېدوکې لویونه یا ډېروال یا مبالغه ووکړو تفریط ورته وایي، چې په عربي جوړښتلارکې سرچین یا مصدر ببلل کېږي ، مانایې کمتیا وتقصیر دی.

   لنډیز – د افراط وتفریط  بنسټ ، ریښه وماده یو دی ، خو په ماناکې یو دبل په چپون وعکس دي ، دافراط مانا اوښتل یا تجاوز په ډېروالي کې ده ، دتفریط مانا : اوښتل یا تجاوزپه په لږوالي یا کموالي کې ده .لکه څنګه چې الله(ج) موږمسلمانان په ټولنوکې منځنۍ ټولنه ګرځولي یووایي:(وَكَذلِكَ جَعَلْناكُمْ أُمَّةً وَسَطاً لِتَكُونُوا شُهَداءَ عَلَى النَّاسِ وَيَكُونَ الرَّسُولُ عَلَيْكُمْ شَهِيداً (البقرة/ 143.

په همدې ډول باندې مو تاسو منځنۍ ټولنه ووګرځولی، چې دقیامت په ورځ تاسو په خلکوباندې شاهدان یاست، ورسول په تاسوباندې شاهد وي. ((و كلوا واشربوا ولا تسرفوا)).

 

 

توبه

زه انسان یـم پـیـدایـښـت زمــا صفا ده

خـوشیطان راتـه ښـودلـې زمـا ګـنا ده

کـه ښـودنـه دې الله مې هـېره نـه واي

بیا ترځمکې مې راتګ کې څـه ماناده

نـه پـوهېږم له کوم ځای نـه یم راغلی

راکـوزشوي یـم پـه ځمکه مې سـزاده

مـلائـکوبــه سـوجـــدې راتـــه کـولـې

نن ایمان بـه پـرې راوړمـه وارزمـاده

مـا پـخـپـله دي کــرلـي زه بــې رېـبـم

ازمېـښـتـونـوجـوتـه کــړې ده رښتیاده

مـاتـوبـــه خـپلـه ګـناه بـانـدې وېـستلي

خـوازمـویـنه دې الله زما پرې رضاده

دنــېـــکـۍ لارې الله راتــــه ښــودلــي

بــده لاره راتــه پــاتــې بـیـا لــه چـاده

خـپـله ږبـه بـانـدې تل ښه ګړه ول کـړ

خـپـلـه ږبـــه هــم کــلاده هـــم بـــلاده

دوه دومـاغـه په یوسرکې یوځای نشي

څلورمغزکې دوه دوماغه کړدې الله ده

الله هــرڅـه زمـوږ لــپـاره پـیـداکــړي

جڼغوزی دی کـه بادام دی که خُـرماده

دبـخـښـنې دروازي یې وي تــل وازې

توبـه وېست ته ډاډورکړی یې بیا بیاده

کـه توبـه دِ زړه له تل نه پېښماني وي

لــه الله څـخـه پـــوره مــرام دې تـــاده

پــه دې آرګـناه تـه بېرتـه مه ورګرځه

هـغـه کـوم شـي چـې الله تــه نــارواده

(علي خانـه) مبارک دې شـه دازېـری

چـې سـتا هــره نــاروارب تـــه رواده

 

 
-
بېرته شاته