(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پښتانه په

[12.Oct.2017 - 08:44]

پښتانه په تایلینډ کې 

پښتانه دنړۍ په بیلا بیلو ګوټونو کې ژوند کوي .د نړۍ داسې هیواد به نه وي چې هلته دې پښتانه نه وي .په دغو هیوادونو کې یو هم دتایلینډ هیوا د دی.ویل کیږي چې په تایلینډ کې دلسوزرو په شااو خوا کې پښتانه ژوند کوي .ټایلینډ ته هم دافغانستانه او هم دپښتونخوانه ډیر پښتانه تللي دي او ددوی دلیږدیدو بهیر په نولسمې زیږدیزې پیړۍ کې پیل شوی دی،خو ډیر شمیر پښتانه بیا دشلمې پیړۍ په اویایمو کلونو کې دغه هیواد ته تللي دي .

هغه پښتانه چې دپښتونخوا نه ټایلینډ ته تللي دي نو هغوی په اصل کې دپښتونخوا دسوات ، بونیر ، صوابۍ ، ګدون ،بټګرام ، مردان، نوښار ، جهانګیرۍ ، پکلي ، مداخیل ، حسن زي ، امازو ګړهۍ او پیښوراوسیدونکي دي .

په تایلینډ کې میشته پښتانه د(تای- پښتون ددوستۍ او ملګرتیا) یوه ټولنه هم لري .

دتایلینډ په پښتنو کې یو مشهور پهلوان چې په خټه یو سفزی پښتون و او په ټیمبر کاکا سره مشهور وتر اوسه پورې په ټایلینډ کې دډیر شهرت نه برخمن دی ،ځکه هغه ډیرو پهلوانانو ته ماتې ورکړې وه .

یو بل پښتون چې دپښتونخوا دجهانګیره اوسیدونکی و او په تایلینډ کې یې دحلا لو غوښو بیزنیس کاوه بهایي خان و چې دټایلینډ په سرابوري کې اوسیده . دی دتایلیند هیواد په سیاست کې ښکیل سړی و او دتایلینډ دواکمن سره یې نږدې اړیکې لرلې .

په تایلینډ کې استوګنو نورو پښتنو مشرانو نومونه دادي : امیر خان کاکا و چې د صوابۍ دکالوخان اوسیدونکی و، شیرین کاکا چې دامازو ګړهۍ اوسیدونکی و،جهانګیر خان کاکا چې دګدون اوسیدونکی و،دامازو شاه نظر کاکا ، دټوپۍ اوسیدونکی نورخان کاکا . نورخان کاکا دتایلینډ دواکمن له خوا دزړورتیا یو میډال هم اخیستلی وځکه چې د ۱۹۴۰ زیږدیز کال په جګړه کې دټایلینډ هیواد د دښمنانو سره جنګیدلی و.همداراز په تایلینډ کې زیږیدلی پښتون کیشه خان او شمروز خان چې دپښتونخوا دصوابۍ د جهانګیر دیره خدوخیل اوسیدونکی و دتایلینډ دسینما مشهور لو بغاړي د ي

که څه هم په دغو یادوشوومشرانو کې ځینې یې مړه شوي دي ،خو ددوی دویم او دریم نسل دتایلینډ په هیواد کې بیزنیسونه لري . دغو پښتنو په تایلینډ کې ډیر جوماتونه هم ودان کړي دي او تر اوسه پورې دوی دخپلو کورونو تر څنګ حجرې او بیټکونه لري

که څه هم په دغو یادوشوومشرانو کې ځینې یې مړه شوي دي ،خو ددوی دویم او دریم نسل دتایلینډ په هیواد کې بیزنیسونه لري . دغو پښتنو په تایلینډ کې ډیر جوماتونه هم ودان کړي دي او تر اوسه پورې دوی دخپلو کورونو تر څنګ حجرې او بیټکونه لري

-
بېرته شاته