(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

برېښنا اوچا پي ورځپاڼوته

[14.Oct.2017 - 10:12]

افغان برېښنا یي وچا پي ورځپا ڼوته

لیک: علیخان ساپی

   دپښتوویبپاڼودرنوچلوونکوپه تاسوباندې سلامونه وایم..،ستاسوخپلواکې وطنپالې پاڼې مې له ډېرلرې مهال څخه بیاترنن پورې خورا خوښېږي ..هرلوستونکی دخپل غوښت څه ناڅه خپله غوښتنه پکښې پوره کولای شي..زما په اند ستاسودښکلې  پاڼو ښکلا ورونق به نورهم ډېرشي ..که چېرې هرکتا ب یاهرې لیکنې ..ته دهغوئ د ادبي ارزښت په تول ومعیارسره وُکتل شي..په دې مانا چې ترلوستنې ، لیدنې وسمولې.. ورسته خپرېدو ونشرته ورکول شي..زه په ډېروبریښنایي ویبپاڼوکې ډېرکتابونه،لیکلې(مقالي) ګورم، په لیکنه کې یې خوراډېر پېلامونه(لغات) ویَیې(الفاظ) له عربي وپاړسي ږبې څخه په پښتوږبه کې راګډې شوي وي، دپښتو بنسټي وأري پېلاونه ووییې پرېښودل شوې وي.. شک نشته دمهال په تېرېدوداډول کړنه دپښتو ږبې په کمزورتیاکې ډېره اغېزناکه پای کېږي.. دبېلکی په ډول ډېرکتابونه چې په پښتوجوړښتلارکې لیکل شوي دي،یالیکل کېږي، دلیکلولاردودیې دپښتودجوړښتلارپه لاره نه لیکل کېږي، ډېرځلې له عربي جوړښتلارڅخه پېښې وتقلید وي،په سلوکې ترپنځوسوډېرعربي پکښې راګډه شوي وي، دپښتو ځای یې نیولی وي، که څه هم ځای نیونکې(بدیل) یې په پښتوکې شته واله لري..خوسره له دې پښتانه لوستونکې،لیکونکي،ملایان، پوهان، شاعران ولیکوالان ..داهڅه نه کوي چې دخپل کلچرپه ډوبېدوبېړی ته دراوتلولاسونه سره ورکړي، دخپلې ږبې راږوندي کول ووکړي،.. په همدې ډول باندې په لیکلې و ومقالې کې دا بېلونه نه کېږي، ښه ده که ناښه ده،سمه ده،که ناسمه ده ، دنوم وډالۍ ورکول ارزښت لري که یې نه لري.. ډېرې لیکلې ومقالي کله کله هیح کوم ادبي مېتود ومعیار وارزښت نه لري..خو سره له دې بیا هم دکره کتني وکره لیکنې سریزه ورته ورکول شوي وي.. دکره وناکره لیکنووکتنو ترمنځ باید په ادبي ټول ومعیار سره برابري وعدالت ووکول شي..کره لیکنه باید دکره لیکنې آرونه(شرزونه) وولري..دېدې لپاره چې  دارزښتي وناارزښتي کتابونو ولیکیوترمنځ بېلونه ووشي، زماپه اند ښه به داوي چې هره افغاني برېښنایي ویبپاڼه و چاپي ورځ پاڼه..ځان ته دراګرځونې ومراجعي جرګه وادره وولري، له ټکړه ږبپوهانو ولیکوالالنوڅخه جوړه شوي وي،هرکتاب وهره لیکې(مقاله) ترراګرځونې څخه ورسته خپرېدو ونشرته ورکړي،دلته له راګرځونې څخه موخه یوازې ادبي ارزښتونه ومعیارونه دي..چې دږبې په سوجګي،پاکي،سمي وراږوندې کولووساتلو پورې اړه لري..نه داچې په اندونو وفکرونوباندې بندېزونه لګول وي..پوهېږم چې زموږ ږبه وادب تراوسه پورې تولنی ومعیاري بنسټ نه لري، خودا دېدې مانا نه ده چې موږ دناسمیومخنیوی وونه کړو، باید په ناسمیووغلطیوباندې سترګې پټې نه کړو،ځانونه په جوړولوکې ناوس وونه شمېرو، په دې تمه چې ګوندې زموږ ناجوړې به بل راته راجوړي کړي، لکه څنګه چې په پېړیوپېړیوتمتیا وانتطارکې بې پوهنې وخوځونې پاتې شوي یو..خپلې ږبې وکلچرته موهیڅ چوپر ل  لکه ګاونډیان غوندې نه دی کړی، نه پخپله ږبه ولیک دودباندې کوم سرچیني کتابونه لرو، چې دخپل ادب وکلچردې تول ومعیارۍ سرچینونه یې وبولو..نه چا دې ته پرېیښي یو چې خپل ځانونه سم کړو..له تېروناپوهیو وبې غوریو څخه راځۍ لوست وعبرت واخلو،خپلې ناسمې پرې سمې کړ..

   تېرې ناسمۍ په پېښمانیو وزړه تنګیوباندې نه سمېږي، نه په تېرو اوبوپوسې بېل وړل کېږي، ځکه مهال یې تېرشوی، مړي نه راږوندي کېږي..خوکېدای شي چې دروانووراتلونکوکړنووسمولوپه لاره کې لوست وعبرت ورڅخه واخلو،هغه اړوندونه وسببونه ورڅخه راووباسوکوم چې زموږ دې ادبي بهیردبېرته پاتې کېدواړوند شوي دي، دې ادب وکلچر دې بنست کېښودلوپه لاره کې خنډ شوي دي، زموږ پخواني پوهان چې دېربه یې دیني عالمان یاملایان وو، دېته اړکېدلو چې په عربي وپاړسي باندې لیکنې ووکړي وکتابونه راټول وتألیف کړي..په پښتوږبه باندې موږته کومې لیکنې وکتابونه لیکلي نه دې پرېیښي، چې زموږ لپاره لکه دې عربو واېرانیانو غوندې ګړنځي وسرچینونه وي..

   نن که زموږ ملایانو ،مولویانو،چړیانو ،طالبانو ،شاعرانو،لیکوالانو ، ځوانانو..ټولوپوهانو ورڼافکرانودا سیوچ ووکړلو چې زموږ دادبي بهیري وکلچري کاروان دې نه پرمخ تګ اړوندونه څه دي؟؟ شک نشته دی چې دتاریخ په لوستلوبه پخپله باندې ووپوهېږي، چې زموږ دږبې وکلچربېرته پاتي وشاته تمبول چاکړي دي؟؟ دلته بې له موږڅخه دبل هیچا ګناه نشته ده،ځکه هرقام په نړۍ کې غواړي چې ږبه وکلچر یې دبل قام له ږبې وکلچرڅخه ښه وي، دبل په ږبه وکلچرباندې بروي، دبل ږبه وکلچر ورڅخه ټیټ وي،زیارباسي چې خپله ږبه وکلچرتل ږوندي ووساتي،دبل دږبې وکلچردوږلو وورکولودسیسې رامنځ ته کړي.. وایي :پرَدی ویر ترواوروسوړوي، موږپخپله دخپل ځان وېرنه دی کړی..ځکه نورومولا په ویر اخته کولوکې هڅې کړي دي.. وایي چې ځمکه هغه سوزي چې اورپرې بلېږي، موږ پخپله پخپلوځانوباندې اوربلوو،خپل ځانونه پخپله پکښې سوزَوو..داچې ږبه وکلچردسړي یا قام یاټولنې پېږند و ځانښت (هویت وشخصیت) دی، په له منځ وړلوسره یې هویت وشخصیت له منځ نه وړل کېږي، چې بېرته راګرځول وراږوندي کول یې اسان کارنه دي، لکه په امریکاکې داینکا وسوروهندوانودټولنو ږبه وکلچرچې یرغملوله منځ څخه یوړلو،اوس یې بېرته راږوندي کول اوږدوپېړیوته اړتیا لري..      په ډېردرنښت.

لیکوال / أ- علي خان صافي.

 
-
بېرته شاته