(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

افغانستان ته له روسي او چینایي

[14.Oct.2017 - 10:15]

افغانستان ته له روسي او چینایي ترکستان څخه راغلي کډوال 

لیک : نورالحق ن . څلی 

جګړه او کوچیدنه یا کډوالتوب ورته پدیدې نه دي . د جګړې او کډوالۍ اړیکې هم ډېرې پېچلې دي . لکه څنګه چې جګړه هر چېرې او هر وخت په خپله دولتي او غیر دولتي لوبغاړي لري ، همدا شان ډېری وخت کډوالي د جګړې زېږنده وي . دا هم یو واقعیت دی چې ډېری وخت کډوال په خپله د جګړو په سیاسي اقتصاد کې په ملي او آن سیمه ییزو لوبغاړو بدلېږي . کډوالي ترډیره له سترو انساني رنځونو ، کړاوونو او تلفاتو سره مل وي

د روسي استعمار له خوا د منځنۍ آسیا لاندې کول که د نولسمې پېړۍ په دوهمه نیمایي کې پیل شول خو په شلمه پېړۍ کې د بخارا امارت په له منځه وړو سره بشپړ شول او دایوه اږده پروسه وه . د  منځنۍ آسیا اولسونه د روسي لاسبرۍ پر ضد مقاومت د څو لمړیو لسېزو په اوږده کې پرته د یو څو محدودو بغاوتونو چې ډېرې ېې کوچنۍ کلیوالي او سیمه ییز وو، بل څه نه ښيي ، داسې ښکاریده لکه چې د منځنۍ آسیا اولسونه په مصنوعي خوب ویده شوي وو او د هیڅ استعماري ګواښ سره مخامخ نه وو . احمد ذکي ولیدي طوغان چې په خټه باشکېرستانی ( د باشکېرستان جمهوریت ــ روسیه ) دی او پنځوس کاله یې د  څو معتبرو نړیوالو پوهنتونونو په شمول د تاریخ درس ورکړی دی او یوه کمه موده په خپله هم د بسمچیانو د غورځنګ غړی وه پر ځای وایي : « مخکې له دې چې دغه بانډونه ( د بسمچیانو ډلې ــژباړن ) پیدا شي ، استقلال لا د مخه د نولسمې پېړۍ په نیمایي کې بایلل شوی و » . دا په کلکه سمه خبره وه تر هغو چې اشغالګر د اشغال له پیل څخه د نیول شوي اولس د تورې د شرنګ او د ټوپک له ډز سره مخامخ وي نه یواځې دا چې د بري ادعا نشي کولی بلکې دسرطان مرض په شان د اشغال شوي اولس سلامتیا او د غبرګون ښودلو توان ته زیان نشي رسولی . ناپلیون وایي : « هر څوک د هغه څه لپاره جنګېږي چې نه یې لري » . دغه خبره د روسي ترکستان خلکو ته پر ځای لګېږي او هغه داسې کله چې په کال ۱۸۹۷ کې تاشکند د روسیي له خاورې سره د اورګاډي د پتلۍ له لارې تړل کېږي او په لمړي ځل ډېر شمېر روسي وګړي د دایمي هستوګنې لپاره منځنې آسیا ته  راوستل کېږي هغوی ته د استعماري چارواکو له خوا تاندوبه ( ابي ځمکې ) ورکول کېږي، حالات بدلون مومي او نسبتأ ستر بغاوتونه راټوکېږي چې ښه بېلګه یې په کال ۱۸۹۸ کې د اندیجان پاڅون ده چې د ښکېلو خواوو څخه ګڼ شمېر خلک په کې وژل کېږي

په کال ۱۹۱۶ کې وروسته له هغه چې د روس تزار له خوا فرمان صادرېږي او د لمړي ځل لپاره د روسي ترکستان ځوانان عسکري خدمت ته رابلل کېږي نو په رښتیا پراخ اولسي پاڅون قوت نیسي او ټولو سیمو ته غځېږي . « روسي مقررات چندانې په ښه زړه ونه منل شول . که له ۱۹۰۱ څخه تر ۱۹۱۵ پورې پنځلس اولسي پاڅونونه و لېدل شول ، خو په کال ۱۹۱۶ کې [ . . . ] عسکري خدمت ته د ترکستانیانو د جلب او احضارول حتمي کېدل د یوه پراخ پاڅون سبب شول داسې چې د ۴۷۲۵ روسانو ، کم تر کمه د ( ۲۰۵۰۰۰ ) ترکستانیانو د وژل کېدو ، سایبریا ته د یوسلو اته شپیته زره ترکستانیانو د لېږلو ، د درې سوه زره کسانو کډوال کېدو او د سمرقند په حوزه کې لږترلږه د پنځوسو کلیو د سوځېدو په بیه تمام شو » .   ( ۱ )   

په کال ۱۹۱۸ کې د ترکستان د مستقل دولت د اعلانېدو سره سم په ټوله منځنۍ آسیا کې د آزادۍ غوښتنې روحیه پیاوړې کېږي او اولسونه د مبارزې او مقاومت ډګر ته مخه کوي . د روسانو له خوا د نوي ترکستاني دولت د ټکولو په عملیاتو کې د زرګونو ترکستانیانو قصدي وژنو حالات لا کړکیچن کړل . د مقاومت او مبارزې اولسي غورځنګ چې د بسمچیانو په نوم یادېده د لمړي ځل لپاره یې په ډېرو سیمو کې خپل وسله وال جوړښتونه پیدا کړل چې مبارزین یې نږدې ټول کلیوالي خلک وو

په کال ۱۹۲۰ کې د بخارا امارت په له منځه تلو سره د بسمچیانو غورځنګ ډېر غښتلی کېږي او آن د ښارونو خلک هم ورسره یو ځای کیږي او د لمړې ځل لپاره د ټول روسي ترکستان اولسونه د استقلال غوښتنه کوي . د روسي ترکستان د اولسونو د آزادۍ غورځنګ پر ضد د بلشویکانو غبرګون ډېر پرېکنده او سخت و . د شوروي روسیي د چارواکو اساسي موخه یواځې د اولسي پاڅون ځپل نه و ، بلکې سیمه ییزو خلکو ته داسې زور ورښودل وه چې بیا آن د آزادۍ په اړه خوب هم ونه ویني . په دغې جګړه کې د منځنۍ آسیا خلکو درانده انساني او مالي تلفات ولیدل ، ډېرې سیمې په بشپړه توګه له خلکو خالي شوې

اوس راځئ چې دا راوسپړو چې د منځنۍ آسیا کډوالو کوم لورې ته د وتلو لاره درلوده ؟ له ویلو پرته روښانه ده چې د دغې لویې سیمې شمال او لویدېز لورې ته د روسیي او په دغه هېواد پورې تړلې د قفقاز سیمې پرتې وې نو ځکه دغو لورو ته کډوال نه تللي دي او نه هم تللی شول . د یادې سیمې ختیز لورې ته چین او د جنوب لورې ته یې افغانستان او ایران پراته دې . له دې چې ګران لوستونکی د افغانستان د هغه وخت له سیاسي ، ټولنیز او نظامي وضعیت سره آشنا دی نو په اړه یې څه ویلو ته اړتیا نه وینم ، خو فکر کوم چې د چین او ایران د هغه وخت وضعیت باید په جلا جلا توګه وڅېړل شي تر څو مالومه کړو چې د منځنۍ آسیا کډوال هلته تللي دي او که نه ؟

چین ــ په دغه هېواد کې جمهوري نظام د لمړي ځل لپاره په کال ۱۹۱۲ کې منځ ته راځي ، خو ډېر وخت نه تېرېږي چې له کورنۍ ګډوډۍ سره مخامخ کېږي او هېواد عملأ د سیالو جنګسالارانو منګولو کې را ایسارېږي او دغه حالت آن تر کال ۱۹۲۸پورې دوام پیدا کوي . د دغه هېواد تاریخ هم دغه دوره د جنګسالارانو د دورې په نوم ثبتوي . د ۱۹۲۸ کال څخه وروسته بیا تر ۱۹۵۰ کاله پورې په چین کې د کورنۍ جګړې دوره ده چې د کومینتانګ ( د چین د خلکو ملي ګوند ) او د چین د کمونست ګوند تر منځ روانه وه او په پای کې د چین اولسي جمهوریت منځ ته راځی او کومینتاګ تایوان ته تښتي چې دغه ټاپو تر اوسه تر خپل کنترول لاندې لري

د روسي ترکستان د کډوالو په تړاو د روان بحث لپاره د ټول چین په پرتله یواځې د چین د خاورې هغه برخه چې چینیان یې سین کیانګ ، نور یې بیا چینایي ترکستان  خو د سیمې اصلي اوسېدونکي یې د ایغورستان او یا ختیځ ترکستان په نوم یادوي په زړه پورې ده . ختیځ ترکستان د ایغوریانو ، قزاقانو ، قرغزیانو ، پامیریانو اوځېنو نورو اولسونو ټاټوبی دی چې ایغوریان په کې ډېرکي دي . کله چې د روسي ترکستان اولسونه د بخارا د امارت له ړنګېدو سره سم د شوروي اتحاد د نسل وژنې سره مخامخ کېږي د سیمې یو شمېر خلک ختیځ ترکستان ته کډه کوي ، دا چې د کډوالو کره شمېره څومره وه دمګړې یې په اړه څه نشو ویلی . د دغو کډوالو په تړاو د پام وړ واقعیت دا دی چې په دغې سیمې کې د هغو موجودیت د نورو علتونو تر څنګ د دې سبب ګرځي تر څو شوروي اتحاد څو کاله وروسته دغه سیمه تر خپل پوځي اشغال لاندې راولي . د موضوع د روښانتیا لپاره اړینه ده تر څو د ختیځ ترکستان د یوې تاریخي پېښي څخه یادونه وکړو .

د ۱۹۳۳ کال د نومبر په دولسمه د ختیځ ترکستان اسلامي جمهوریت یا د ایغورستان جمهوریت په نوم د یوه خپلواک دولت د جوړېدو اعلان کېږي چې پلازمېنه یې د کاشغر ښار و . دغه دولت چې دوه رسمي نومونه یې لرل هغه وخت جوړ شو چې په چین کې د کورنۍ جګړې اور بل و . د دغه جمهوریت په جوړولو کې د ایغوریانو ملي او اسلامي هڅو پرېکړنده رول درلوده . د ختیځ ترکستان اسلامي جمهوریت آن د ترکیي په شمول چې ځان د نړۍ د ترکي ټبرونو مدافع بولي هیڅ هېواد هم په رسمیت و نه پېژانده . دلته باید دا هم زیاته کړو چې د یاد جمهوریت استازو په کابل کې له محمد ظاهر شاه او د وخت له صدراعظم محمد هاشم خان سره هم وکتل ، د په رسمیت پېژندلو تر څنګ یې د وسلو غوښتنه هم وکړه خو دواړې غوښتنې یې ونه منل شوې . د ایغورستان جمهوریت د خپلو دښمنانو لکه چین ، شوروي اتحاد او برتانوي هند له خوا کلا بند و ، نو ځکه یې د پایښت چانس نه درلود

د ایغوري ځوان جمهوریت په له منځه وړو کې د چینایانو تر څنګ د شوروي اتحاد ګټې هم نغښتې وي . له دې چې جاپان منچوریا له ځان سره وتړله نو شورویانو هم وغوښتل چې د چین له خاورې څخه یوه برخه خپله کړي . همدا شان شورویانو په سیمه کې خپلې تجارتي او اقتصادي ګټې درلودلې او لکه چې وروسته لیدل کېږي چې د دغې سیمې څو مهم کانونه د څو لسیزو په موده کې د شورویانو له خوا په وړیا توګه راوکېندل شول . په سیمه کې د روسي ترکستان د کډوالو موجودیت او د ختیځ ترکستان د خلکو زړور پاڅون شورویانو خپلې منځنۍ آسیا لپاره ګواښ وګاڼه نو ځکه یې د چینایي جنګسالار شنګ شیکاو چې کابو څه کم دوې لسېزې د روسانو خاص ګوډاګی و سره لاس یو کړ او د خپلو نظامي ځواکونو او هوایي ځواک په مټ یې د ایغورستان جمهوریت له منځه یوړ . ( د ۱۹۳۴ کال د فبرورۍ شپږمه ) . 

د ایغوریانو د کم عمره دولت د له منځه وړو په جګړه کې دسلو زرو په شاوخوا کې سیمه ییز خلک له منځه لاړل او ډېر نور یې کډوالۍ ته اړ ایستل شول . د دغه ځای کډوال یو څه برتانوي هند ته تللي او یو څه افغانستان ته راغلي دي چې د دقیق شمېر په اړه یې څه نشو ویلی . د افغانستان په اړه هیڅ احصائیه نشته خو اوسمهال په پاکستان کې د مېشتو ایغوریانو شمېر له درېوو څخه تر لس زرو پورې ښودل شوی دی چې له دې نه دا اټکل کېدای شي چې د ختیځ ترکستان د کډوالو شمیره ډېره لویه نه وه ، له بلې خوا که په ترکیي ، سعودي عربستان او د سیمې په ځېنو نورو هېوادونو کې د ایغوریانو شمېر ته پام وکړو چې هلته تګ یې یواځې د برتانوي هند او افغانستان له لارې شونی دی نو په شمېر کې ډېروالی راځي .‌ 

ایران ــ د شلمې پېړۍ په پیل کې د ایران په شمالي سېمو   کې د تهران د حکومت په پرتله روسانو ډېر نفوذ درلود . له دې چې ایران استقلال نه درلوده او د کورني او بهرني سیاست مهمې پرېکړې د انګلیسانو له خوا کېدې نو ځکه ایرانیان سره وېشل شوي وو . د بحث د لنډون په موخه باید وویل شي چې ایراني آذربایجانیان ، کردان او د ګیلان جنګلي غورځنګ په بشپړه توګه د روسانو تر کنترول لاندې وو . د سرو لښکرو په مټ د ایران په خاوره کې د ګیلان شوروي جمهوریت جوړېدل په خپله په سیمه کې د روسانو برلاسی ښیي . د شلمې پېړۍ په لمړیو لسېزو کې په ایران کې د شورویانو د نفوذ په اړه باریس بژانوف چې د ستالین او د شوروي اتحاد د کمونست ګوند د سیاسي بیورو سکرتر و او د ۱۹۲۸ کال د جنورۍ په لمړۍ نېټه د شوروي ترکمنستان له لارې ایران ته تښتي او وروسته بیا اروپا ته رسېږي په خپل کتاب کې چې « د ستالین د پخواني سکرتر خاطرات . کرملن ، شلم کلونه » نومېږي ډېر ښه انځور ورکړی دی . نوموړی لیکې کله چې دی د خپل ملګري مکسیموف سره یو ځای د ایران خاورې ته ننوځي له دې چې د مشهد ښار ته د موټرو لار د چکستانو ( د شوروي څارګرو ) تر بشپړ کنترول لاندې وه نو دوی مجبورېږي چې د غرونو له لارې خپل سفر ته دوام ورکړي او وروسته له پنځو ورځو مشهد ته رسېږي . کله چې د خراسان ولایت والي ته ځان ورپېژني هغه یې په سیمه کې تر ټولو ډاډمن ځای ته چې د پولیسو د قوماندان دفتر و لیږي . باریس بژانوف زیاتوي چې د پولیسو د چوڼۍ مخې ته ټوله ورځ د شوروي استخباراتو له خوا ګمارل شوو کردانو د دوی انتظار ایسته . د ستالین سکرتر او ملګری یې د انګلیسي استخباراتو په مرسته له مشهد څخه بلوچستان او له هغه ځای څخه د بمبیي ښار او ورسته بیا د کشتۍ له لارې اروپا ته لېږل کېږي

لکه څرنګه چې پورته مو ولیدل د روسي ترکستان د کډوالو لپاره پرته د افغانستان څخه نورې ټولې لارې تړل شوې وې نو ځکه ټول زمونږ خاورې ته راواوښتل

انګلیسي جاسوسي شبکې په منځنۍ آسیا کې ښکېل وي  خو د بسمچیانو لپاره یې هیڅ ډول  سیاسي  ، نظامي  او یا دیپلوماتیکي مرستې  نه دي کړي  او د دغې سیمې پېښې یې د شورویانو کورنۍ مسئلې ګڼلي دي د بخارا امیر سید عالم خان  په کابل کې  څو ځله د برتانوي هند څخه وغوښتل چې اجازه ورکړي تر څو دهلي ته سفر وکړي خو هر ځل یې منفي ځواب تر لاسه کړ  په دهلي کې د بخارایانو یوه ټولنه فعاله وه  خو دغه بخارایان یا د بخارا د امارت له ړنګېدو دمخه هلته وو او یا په انفرادي ډول هلته تللي وو .

 

   د روسیي ارشیفي آسناد د منځنۍ آسیا په اړه داسې وایي : [ وروسته له هغې چې په منځنۍ آسیا کې د شوروي واکمني ټېنګه شوه ، د شوروي او افغانستان د پولو په اوږدو کې په اصطلاح د « بسمچیانو د ملا وستنی (کمر بند ) » منځ ته راغی ، چې   په کې د منځنۍ آسیا څو سوو زرو کډوالو ژوند کاوه ، . . . پر شوروي اتحاد باندې د نازي المان د تېري په وخت کې یواځې د شوروي او افغانستان پولو ته نږدې لس ګونو زرو وسله والو بسمچیانو ژوند کاوه . د هرات ښار د لویدېزې خوا کلیو کې د جوناید خان پلویان مېشت کړل شول ؛ د کرم قل (قرم قل ) ، التي بولک ، دولت آباد ، اندخوی ، کورګان (قورګان ) مېشت ځایونه د ترکمنو کډوالو په مرکزونو واوښتل ؛ د فیض آباد ، شغنان ، بغلان او بدخشان په سیمو کې د تاجک ، ازبک ، قرغز او قزاق کډوال مېشت کړل شول ] . ( ۲

     د یادولو وړ ده سره له دې چې افغانستان په خپله د څو لسیزو راهیسې د برتانوي استعمار سره په جګړه کې و او هیڅ ډول سیاسي ، اقتصادي او امنیتي ثبات یې نه درلوده خو د روسي ترکستان کډوال یې د خپلو په شان ومنل او خپل ټول امکانات یې د هغوی د بیا هستوګنې په موخه په کار واچول . د افغانستان دولت سره له دې چې په سلګونو زرو خپل اتباعو یې ځمکې نه درلودلې خو له منځنۍ آسیا څخه راغلو ډېرو کډوالو ته یې په وړیا توګه ځمکې ورکړې او آن د نغدو پیسو مرستې یې ورسره کړي دي . که چېري د ټولې سیمې د وروستیو څو پېړیو د تاریخ پاڼې را ولټول شي هیڅ چېرې د افغانانو د دغه شان لوی زړه ، مېلمه پالنې ، بشردوستۍ او خواخوږۍ بېلګه نشي پیدا کېدای . شاید کوم څوک دبرتانوي استعمار په لاس د هند د نیمې وچې د ویشلو په پایله کې د میلونو وګړو کډوالۍ ته ګوته ونيسي . باید وویل شي چې د هند د وېش موضوع له منځنۍ آسیا سره له ریښې توپېر لري خو بیا هم همدا اوس چې اویا کاله تېر شوي دي په پاکستان ، هند او بنګله دېش کې لسګونه ملیونه انسانان د قانوني تابعیت ستونزې لري چې څېړل یې د دې لیکنې موضوع نده .   

افغانستان ته له منځنۍ آسیا څخه راغلي کډوال که په دوو ډلو ووېشو نو مطلق اکثریت یې عادي خلک وو چې هر څه یې له لاسه ورکړي وو او د ظلم له لاسه را تښتېدلې وو ، خو دویمه ډله یې بیا د بسمچیانو مشران ګڼل کېدل او د شیخانو ، بیګ کانو او قورباشیانو په کتګوریو کې راتلل . د دویمې ډلې تر ټولو ځواکمن کسان دا وو : قزل ایاک د ترکمن د بسمچیانو وتلی مشر و . قورشیرمت او محمود بیک د ازبیک بسمچیانو مشران وو

دا پورته یاد شوي درېواړه کسان ډېر ماهر جاسوسان وو او ټولو په پیل کې د انګلیسي او وروسته بیا د ترکیي ، الماني او جاپاني څار ګرو شبکو سره اړیکې ساتلې او له دې لارې یې بې حسابه پیسې پیدا کړې .

د دویمې نړیوالې جګړې په کلونو کې د برتانیي او شوروي اتحاد سفیرانو په ګډه د افغانستان حکومت ته داسې اسناد وړندې کوي چې د افغانستان په خاوره کې د الماني او ایتالیوي څارګرو تر څنګ د جاپان د څارګرې ادارې د مامورانو چې په کابل کې یې د جاپاني دپلوماتانو په توګه کار کاوه د بسمچیانو په منځ کې د شوروي ضد هڅونې یې ثبوتولې. پایله دا کېږي چې د افغانستان حکومت ، جاپاني جاسوسان له هېواده شړي او همدا شان پرېکړه کوي تر څو محمود بیک له کابل څخه وباسي ، خو د ترکیي سفیر د افغانستان صدراعظم هاشم خان ته ګواښ کوي چې که محمود بیک سره غرض وکړي نو په کابل کې به د ترکیي د سفارت بیرغ راکښته کړي . د لانجې پایله دا کېږي چې محمود بیک په کابل کې پاتې کېږي او د هېواد صدراعظم له خپلې کړې پرېکړې لاس اخلي

د روسيي د څارګرو ادارو ارشییفي آسناد د بسمچیانو د مشرانو په تړاو داسې څرګندونې لري : « له دې چې د شوروي استخباراتو د افغانستان په شمال کې خپله پراخه شبکه درلودله نو ځکه د الماني او جاپاني څارګرو سازمانونو هغه هڅې چې موخې یې د شوروي اتحاد پر خاوره باندې د بسمچیانو د حملو هڅول وو کوم پټ راز نه و . همدا وجه وه چې په ماسکو کې پرېکړه وشوه تر څو محمود بیک چې د پیسو په مقابل کې د هر چا لپاره جاسوسۍ ته تیار و خپل خدمت ته وګماري . د بهرنۍ جاسوسۍ ادارې هغه اسناد چې تر اوسه غیر محرم شوي دي دا نه جوته وي چې محمود بیک په څه ډول استخدام شو . خو ډېر امکان لري چې شوروي استخباراتو هغه ته د سرو زرو دومره ډېرو پیسو وړاندېز کړی وي چې حریص ازبیک ، دې ته حاضر شو تر څو د «یونیون »( دلته موخه د منځنۍ آسیا د کډوالو هغه سیاسي سازمان څخه ده چې « فعال » نومېده خو الماني استخباراتو د « یونیون » کود ورکړی و ــ ژباړن ) په اړه هر ډول مالومات چې د ان کې وې دې ( د بلشویکانو لمړۍ څارګره اداره ــ ژباړن ) په کار وو خرڅ کړي . د ۱۹۴۲ کال په پیل کې شوروي استخباراتو د افغانستان په شمال کې د الماني استخباراتو او د کډوالو د شوروي ضد سازمانونو کړنې تر خپل کنترول لاندې راوستلې  » .  ( ۳ )    

 

مورات چلیسکن چې د بسمچیانو د غورځنګ تر سر لیک لاندې د خپلې څېړنیزې لیکنې په اولسم مخ کې د اروپایي وتلې کار پوه مېرمن ماریا بروکسپ په حواله ، کومه چې په پاریس کې زېږېدلې او د قفقاز او منځنۍ آسیا د مسلمانو اولسونو په اړه یې ژورې څېړنې کړي دي ،  افغانستان ته له منځنۍ آسیا څخه د راغلو کډوالو د شمېر په اړه داسې لیکي : « د ترکستان جګړې ډېره درنه بیه درلوده ، د پخواني امیر په ګډون نهه سوو زره ترکستانیان افغانستان ته وتښتېدل » . ( ۴

 

اخیست ځایونه :

لمړی ـ الماني متن

de.wikipedia.org /wiki/ Genralgouverment_Turkestan

 

 

دویم ــ روسي متن         د ستالین د افغانستان جګړه       د منځنۍ آسیا تر شا محاذ

             لیکوال : یوري تیخانوف         ۲۰۹ ، ۲۱۰ مخونه

 

دریم ـــ روسي متن     د ستالین د افغانستان جګړه         د منځنۍ آسیا تر شا محاذ

           لیکوال : یوري تیخانوف       ۴۲۲ مخ

 

څلورم ــ انګلیسي متن

www.academia.edu/492602/Basmachi _Movement

-
بېرته شاته