(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ځیرک صدراعظم

[14.Oct.2017 - 10:20]

مدبر او ځیرک صدراعظم محمد هاشم میوندوال  .

 

یوه مشهوره وینا ده چې ژوندي ملتونه او ولسونه خپل اتلان او خادمان په ژوندونی ستایي خو دا په دي مانانه ده چې ګواکې د پخوانیو هغو کړي کارنامې او شهکارونه هیر او له یاده وویستل شې هغو چې د خپل ملت او وطن نیک نامۍ ،  ابادۍ او وقار له پاره زیار ایستی نو دا یې پر هر راتلونکي نسل حق دی چې د خدمتونو یاد یې ژوندي وساتي او تاریخ یې سینه پر سینه یو بل ته ولیږدوي

له نیکه مرغه چې په ګران افغانستان کې هم د داراز هستیو کمي نشته د دي خاوري په لمنه کې ډیر ستر او نومیالي هیوادپاله بچیان لوي شوي چې دا هیواد ورته تر هر څه ګران او آبادۍ او ازادۍ ته یې له سره تیر وو یو له دي زړورو بچیو څخه لوي ملې مبارز او سیاسې متفکر محمد هاشم میوندوال و

محمد هاشم میوندوال د ارواښاد ملا عبدالحلیم زوی په ۱۲۹۹ هجری لمریز کال د غزني ولایت مقر ولسوالۍ په بهاوالدین کلي کې وزیږید دي په قوم دینارخیل او د یوي نسبتاً ببوزلي خو روڼ اندي کورنۍ اړوند وو د ارواښاد کورودانه میرمن سلطانه نومیده که څه هم د میوندوال د کورنۍ اقتصادي وضعه ښه نه وه خو له شته ستونزو سره سره یې وکولاي شول چې د خپلو زده کړو بهیر نیمګړي پرینږدي هغه خپلي ابتدایې زده کړي په خپله سیمه کې وکړي بیا له خپل مور او پلار او دوو ورڼو سره کابل ته کډه او په عاشقانو عارفانو سیمه کې میشت شول لومړنۍ   منځنۍ  او د لیسی زده کړي یې په غازي  او حبیبیه لیسو کې پاي ته ورسولي د هاشم میوندوال  لومړی تخلص پردیس و خو د فاضل استاد اکاډمیسین پوهاند عبدالشکور رشاد په قول کله چې میوندوال له انس ورځپاڼي سره کار کاوه د هیواد د نومیالي لیکوار شاعر او ژور نالست عبدالهادي خان داوي په مشوره یې خپل تخلص له پردیس نه په میوندوال بدل کړ  .

نوموړي د دولسم ټولګي څخه تر فارغیدو وروسته په  ۱۳۲۱ لمریز کال له اتفاق اسلام اخبار سره د لیکوال په حیث کار پیل کړ له همدي وخته د ده په لیکنو کې د هیواد پالني روحیه له ورایه جوتیدله ځکه خو د ډیرو پام او لیوالتیا یې خپله کړه دی د ښه ذکاوت خاوند وو ډیر ژور او پوخ فکر یې درلود د هیواد د دي نومیالي او ویاړلي شخصیت خپل لمړنی کاري ژوند له ژورنالستیکي فعالیتونو څخه پیل کړ خو د خپل ځانګړي استعداد له برکته د صدراعظمۍ تر چوکۍ ورسید میوندوال د ژوند په هره لوړه او ژوره کې له وطن او ملت سره پاتي شو په ملي او نړیواله کچه هره موضوع او پیښه کې د ملي ګټو ساتونکی وو او ملي دریځ به یې نیوه .

میوندوال په  ۱۳۲۴  لمریز کال د دایره المعارف د عمومی مدیر په توګه دنده پیل کړه او وروسته بیا د ښي وظیفي اجرا کولو له امله په  ۱۳۲۸  کال د اطلاعات او کلتور د مستقیل رئس په حیث مقرر شو له مودي وروسته دی د ظاهر شاه مطبوعاتی سلاکار شو خو په ۱۳۲۹  کې په واشنګټن  DC    کې د افغاني سفارت د مستثار په حیث وظیفه اجرا کوله  .

ارواښاد هاشم میوندوال د لوړ خیال او ژور فکر خاوند وو نو ځکه په هره دنده او مسؤلیت کې به یې د هیواد او هیواد والو  ګټو ته په پام پاخه ګامونه اخستل .

کله چې د لومړي وزیر ډاکټر محمد یوسف حکومت ړنګ شو 

دا مهال پاچا محمد ظاهر شاه هاشم میوندوال د دي څوکۍ لپاره وړ او مناسب کس ولید او د نوي حکومت په جوړولو یې وګوماره  بلاخیره اروښاد میوندوال په ۱۳۵۲ کال کې چې داود خان کودتا وکړه نو د داودخان پرچمي ملګرو شهید میوندوال د بلي کودتا په تور زندان ته واچوه میوندوال د پرچمیانو په واسطه په زندان کې شهید شو او د افغانستان راډیو له لاري اعلان شو چې مرحوم میوندوال ځان وژنه کړيده دغه خبره له واقیعت څخه لري یو خبر و ځکه چې شهید میوندوال یو کلک مسلمان او یو لوي سیاست مدار شخصیت وو هغه هیڅکله داسې خام او بي ثمره کار نه کاوه ویل کیږي چې دی په وهلو او ټکولو وژل شوی وو .

ښاغلی میوندوال یو بی تعصبه انسان و  ،   انتقام جویې نه درلوده  ،  هره خبره یې په پوره متانت کوله او عواقب یې ورته سنجول  ،   له چا سره یې بي ځایه ژمني نه کولي  ،  څه چې به یې په وس کې و له چا یې نه سپمول  ،  پت ملګرتوب کې ولاړ سړی وو  ،   حیاناکه شخصیت یې درلود  ،  سپکي خبري یې نه کولي او نه یې غوښتل چې وایې وري اقتصادي ژوند یې ډیر کمزوری خو له روا او حلالي لاري څخه یې خپل ژوند تیرا وه  .

-
بېرته شاته