(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پښتو، پښتو تشریحي قاموس

[14.Oct.2017 - 10:27]

پښتو، پښتو تشریحي قاموس ته كره كتنه

لیک: ډاكټر اكرم ملكزى

وتلي ليكوال او ژورناليست، قدرمن اسدلله غضنفر څو ورځې دمخه د پښتو ـ پښتو قاموس په برخه كې  يوه ډېره ګټوره او عالمانه كره كتنه كړې وه او له نورو لوستنكو نه يې هيله كړې وه، چې د نوي پښتوـ پښتو قاموس په برخه كې خپل نظر وړاندې كړي. په دې چې د پښتوـ پښتو قاموس نه زه پخپله ډېره استفاده كوم، نو لازمه مې وګڼله چې په دې برخه كې خپل نظر لوستونكو ته وړاندې كړم.

لومړى: هر لغت چې په پښتو ـ پښتو قاموس كې تشريح كيږي، لوستكونكى پرې نپوهيږي چې دا د كومې ژبې لغت دى. زما وړانديز دا دى چې د هر پردى لغت تر څنګ يوه نښه راشي چې دا د كومې ژبې لغت دى. د بېلګې په توګه د (قسطنطنيه) تر څنګ (ع) ليكل كېدى شو چې (ع) به د (عربي) لنډول وي. همدا شان د (فوټوسينتیز) په څنګ كې (لا) ليكل كېدى شو چې دا به د (لاتيني) لنډون وي. له بده مرغه (فوټوسين ټېس) په پښتوـ پښتو قاموس كې ناسم د (فوټو سين تسيس) په توګه ليكل شوى. لاپسې ښه به دا واى چې د لاتيني لغاتو ترڅنګ اورجينل يا اصل لاتيني لغت وليكل شي، د (فوټوسين ټېس) لغت لپاره په دې ډول (photosynthesis) .

د (شترمرغ ) تر څنګ ليكل كېدى شول چې (ف) يعنې (فارسي).

دوهم: د ځينو لغاتو د پوهېدلو لپاره د هغوى هممانيز يا مترادف لغات ليكل شويدي. له بده مرغه سړى نشي پوهېدى چې دا هممانيز لغت هم پښتو دى او كه د كومې بلې ژبي لغت دى. د بېلګې په توګه د (ټپوس) يا (ټپس) د لغت لپاره يو هممانيز (غليواز) ليكل شويدى. لوستونكى په دې نپوهيږي چې (غليواز) د كومې ژبي لغت دى. ځينې لوستونكي به فكر كوي چې پښتو څومره ډېره غني ژبه ده چې د يو لغت لپاره ډېر هممانيزونه لري، حال دا چې (غليواز) يو ايرانى لغت دى.

بل دا چې د (ټپس) د لغت لپاره بل هممانيز (كمڅټ) ليكل شوېدى. خو بيا په پښتوـ پښتو قاموس كې د (كمڅټ) لغت په هېڅ ځاى كې تصديق شوى ندى  چې داسې لغت په پښتو كې شته او كه نه. د (كمڅټ) لغت له بده مرغه په هېڅ قاموس كې ما ونه موند، نه په (پښتو قاموس) كې، او نه په (درياب) كې.

د (شاهين) لغت لپاره د هممانيز لپاره (باتور) ليكل شوېدى. كله چې بيا د (باتور) لغت وليدل شي، نو بيا د تشريح لپاره يې راغلي دي چې د (باز له كورنۍ يو مرغه).

د (ګربت) د لغت لپاره د هممانيز لپاره ليكل شويدي (باز، شاهين). حال دا چې (باز) ، (شاهين) او (ګربت) هممانيز لغات نه بلكې ځانګړي مرغان دي. د (كربت) د لغت لپاره ماته داسې ښكاري چې په افغانستان كې ډېرو كسانو ته به دا لغت نا اشنا وي. د بېلګې په توګه څه موده دمخه د كريكټ په شپږيزې سيالۍ كې په يوې لوبډلې باندې (د كابل بازان) نوم ايښودل شوى و. په انګليسي كې ورته ليكل شوي وو (Kabul Eagles). حال دا چې (Eagle) په پښتو كې (ګربت) ته وايي او نه (باز) ته. باز ته په انګليسي كې (falcon) وايي. (ګربت) په هوا كې هغه مقام لري څنګه چې په مځكه كې (زمرى) يې لري، نو كه څوك (ګربت) ته (باز) وايي، د دې مانا به دا وي چې (زمري) ته څوك (پړانګ) ووايي.

دريم: ځينې لغات دومره په تفصيلاتو تشريح شويدي چې د يوې ډكشنرۍ له چوكاټه وتلي دي، د بېلګې په توګه د (كمونيزم) لغت دومره په تفصيلاتو ليكل شوېدى چې له لوستونكي نه اصلي مانا يې وركه شي، لكه (شډل كمونيزم)(اصلي كمونيزم) او داسې نور. د ډېرو تفصيلاتو لپاره خو يو دايرت المعارف په كار دى چې له يوې ډكشنرۍ نه دا توقع نشي كېدلى.سل په سلو كې د كمونيزم د پوهېدلو لپاره خو يو وړوكى كتاب هم ناكافي دى.

څلورم: د ونو او بوټو لپاره هم داسې تېروتنه شوې چې د يو لغت لپاره نور هممانيزونه ليكل شوي چې بيا دا هممانيز په دې قاموس كې يا تصديق شوى ندى او يا بالكل په بله مانا تشريح شويدى.

پنځم: په پښتو كې ګڼ شمېر لغتونه شته چې په ځانګړي ډول يوه مانا لري، خو كله چې يو بل لغت ورسره يوځاى شي، نو بيا د دې لغت مانا بالكل بدله شي. د بېلګې په توګه: (وتل) په پښتو كې (له يو ځايه راوتل) ته وايي، خو كله چې (خوله) د (وتل) سره يوځاى شي، يعنې (خوله راوتل)، نو له دې نه مطلب دا دى، چې (د يو چا د شونډو لاندې دانې شنې كېدل) چې په فارسي كې ورته (تبخال) وايي.

بل مثال: (خوله) دومره تشريح شوې چې (…هغه غړى چې ژبه او غاښونه پكې دي). خو كه چېرته د (خوله) سره مختلف فعلونه يوځاى شي، نو له دې نه بالكل بله مانا اخيستل كيږي. د بېلګې په توګه: (خوله وچېدل)(مړل يا مړكېدل) ته وايي. (خوله ګرزول) : له دې مطلب دا چې (حقيقت نه ويل، له هغې خبرې كولو نه ډډه كول چې نور خلك اورېدو ته يې په تمه دي).

(خوله بويول): له دې مطلب دا چې يو څوك په خبرو راوستل چې يو پټ راز ووايي.

ښه به دا واى داسې ډېرې بېلګې په پښتوـ پښتو قاموس كې ليكل شوې واى. دا ټكى البته په پښتو قاموس چې په (۱۳۳۰) كال كې ليكل شويدى، مراعات شوېدى.

شپږم: د (قسطنطنيه) لغت به د لرغونپوهنې او د جغرافيې له نظره يو اړين لغت وي، خو د ژبپوهنې له اړخه ډېر ارزښت نلري. خو په پښتوـ پښتو قاموس كې ورته ځاى وركړل شوېدى، په داسې حال كې چې په پښتو كې يو ډېر معمول لغت لكه (دمګړۍ) په پښتوـ پښتو قاموس كې نشته. همدا شان يو لغت چې د غني خان په شعرونو كې ډېر ياديږي (خېشت) په پښتوـ پښتو قاموس كې نشته. كه چېرته زما معلومات سم وي، نو(خېشت) د پښتونخوا د (هشنغر) په سيمه كې (ښايست) ته وايي. غني خان په يو شعر كې وايي:

زړه مې واچوه په تال كې        د جمات كوڅې له ولاړم

د ملا په پښو مې كېښود           ما وى دا مې صدقه ده

ما مرګي ته شروع كړې د ژوندون د خېشت قصه ده

د ژوندون او د جانان دا څه عجبه فلسفه ده

اوم: په جرمني ـ جرمني قاموسونو كې د يو لغت د ماناګانو د ښودلو نه وروسته بيا په دې لغت كې خاص اصطلاحات او متلونه بيانيږي. د بېلګې په توګه په پښتوـ پښتو قاموس كې د (ناوه) لغت تشريح شوى چې (ناوه) څې شى دى، خو په جرمني ـ جرمني ډكشنرۍ كې بيا ځينې متلونه ورسره ليكل شويدي، لكه: (له بارانه تښتېدل او د ناوې لاندې كېناستل). كه چېرته داسې متلونه په پښتوـ پښتو قاموس كې ورزيات شي، نو نړيوال منل شوو ستندرد قاموسونو ته به يو قدم نور هم ورنږدې شي.

اتم: د (سركولپي) لغت له تشريحاتو نه وروسته انګليسي لغت (good will) ليكل شويدى. دا ټكى زه ډېر ګټور ګڼم، ځكه چې د انګليسي لغت په موندلو بيا د دې لغت ژباړه د نورو ژبو نه پښتو ته قاموس ليكونكو ته ډېره ستره مرسته وي. دا ټكى قلندر مومند د (درياب) په قاموس كې تر يوه حده پورې مراعات كړيدى، په تېره بيا د نايابو بوټو لاتيني بڼه يې ليكلې ده.  د بېلګې په توګه د (هېمش ګل) لپاره لاتيني كلمه ليكل شوېده (Hibiscus phoeniceus). همدا شان د (ارغنجو) لپاره ليكل شويدي (Prunus Armeniaca).

نهم: ماته د پښتو ـ پښتو قاموس دا ټكى ګټور ښكاري چې د ځينو عربي لغتونو ليكدود يې په پښتنو بڼه كړيدى، د بېلګې په توګه: د (كميس) لپاره (قميص) د (تابيا) لپاره (تعبيه)، د (بدرګه) لپاره (بدرقه) او د (مانا) لپاره (معني) ندي ليكل شوي. د پښتنو ماشومانو لپاره به د (كميس) يا (مانا) لوستل، ليكل او پرې پوهېدل ډېر اسان وي، نسبت (قميص) او يا (معنى) ته.

د ليكدود ريفورم د پښتو په شان په جرمني ژبه كې هم راغلى دى. د بېلګې په توګه د (ټېلفون) لپاره په جرمني ژبه كې هېڅ څوك نه ليكي چې (Telephon). سم ليكدود اوس د (Ph) په ځاى په (F) دى. يعنې ټېلفون په دې ډول ليكل كيږي: (Telefon) .

وروستى ټكى: سره له دومره نيوكو زه پخپله له پښتو اكاډمۍ نه ډېر مننونكى يم چې له ډېرو ستونځو سره سره بيا هم دومره كار يې كړى دى. كه دا قاموس نه واى، نو زما په شان د ډېرو نورو كسانو چې د لسيزو راهيسې له خپل هېواده ليرې دي، ژبنۍ ستونځي به ډېرې واى.

كه چېرته نوى پښتو ـ پښتو قاموس په كمپيوټر وليكل شي او په اينټرنېټ كې پرليكه شي او هم د (CD) په توګه ترلاسه كړى وشي، نو دا به د هغو لپاره ډېره ستره اسانتيا وي، چې ورځينې ډېر كار اخلي.

ډاكټر اكرم ملكزى، جرمني

-
بېرته شاته