(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د سپک دولت سپک دپلوماتان

[14.Oct.2017 - 10:44]

د سپک دولت سپک دپلوماتان او د سپکو دپلوماتانو سپکه وینا

ډاکتر رحمت ربی ځیرکیار

11-12 October 2017 / USA. [email protected]

خیر د پوزې غواړه نن خبره د نـتکۍ نه ده

خبره د هېـواد ده د پـښتو ده د کرسۍ نه ده

چاویل خـټکه هـغه دېـو بهـرام لـه راوسته

دا به څه بلا وي ګل اندامه شهزادګۍ نه ده

دا لکه چې د اجمل خــټــک وروســتنئ شـعـر و اوپه افــغانـستان باندې د امریکې د یرغل (اکتوبر ۲۰۰۱) په اړه یې لیکلی و. ماته د پوهاند جهانـزېب نیاز په لاس  رارسېدلی و.

په سویډن کې د افغانستان د سفارت د کوم بې نومه او غضبجن غړي سپکه وینا مې د منلي قاري صاحب عیسی محمدي په لاندې لینکونو کې واورېدله: «....پشتو کجا ملی فقط دری می چلد، پشتو زبان پاکستانیا ست. زور هیچکس نمی رسد که مرا برطرف کنه».

لعـنت په هغه چا چې د بهـرنیو چارو وزیـر او د دغه وزارت سیاسي معین یې ټاکلي دي. د خپلواک متفکر مغز جوهر  په دې کې نه دی پروت چې څه فکر کوي، بلکې په دې کې چې څـنـګه فکر کوي!

ما په افغان -جرمن آنلاین* کې د قاري صاحب عیسی محمدي وینا (سویډن کې د افغانستان د دپلوماتانو په اړه د قاري صاحب عیسی محمدی ویډیو) او د ډاکتر فاروق اعظم په ایمیل لینک کې لوستلې ده.

*) Afghan-German Online

zirhttps://www.facebook.com/ho.omarzoy/posts/[email protected]

 

https://www.facebook.com/ho.omarzoy/posts/522897881384047

زه د یـوې میاشـتې لپاره  لیکل نـشـم کولی، ځکه مې په لـڼـډ ډول د غـیرتمن قاري صاحب عیسی محمدي  د ملي احساس او معقول دریځ ملاتړ وکړ. خدایه ډېـر کړې دغسې قاریان!

-
بېرته شاته