(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دهندي فلمونو پښتون ستوری

[18.Oct.2017 - 09:41]

دهندي فلمونو پښتون ستوری قادر خان دخبرو نه پریوتی 

ليک: ميا فاروق فراق 

دهندي فلمونو وتلی ستوری قادر خان چې په خټه دکندهار پښتون دی اؤ دبلوچستان ایالت په پښین سیمه کې زیږیدلی دا مهال سخت ناروغه شوی اؤ کورنۍ یې وایي چې دخبرو اترو څخه پریوتی دی.

 قادر خان 79 کاله عمر لري او تر ۳۰۰ زیاتو فلمونو کې کار کړی اؤ داسې په لسګونو کامیاب فلمونه یې جوړ کړي چې د زیاتو زمانو تیریدو باوجود د خلکو په یاد دي.

هغه دا مهال په کاناډا کې دخپل زوئ سرفراز اؤ انږور سره ژوند تیروي .

اوس اوس په سوشل میډیا د قادر خان ځینې انځورونه مخې ته راغلي چې هغه پکې په ویل چئیر ناست اؤ بیخي کمزوری لیدل شي.

دقادر خان انږور وایياوس هغه ډیر په ګرانه خپله خبره سمولی شي، په خبرو یې یوازې زه اؤ زما میړه پوهیږو چې هغه څه ویل غواړي؟

خو دقادر خان د انږور په حواله د میډیا راپورونه وایي چې هرڅو که قادرخان د ګرځید، ګپاڅیدو اؤ خبرو څخه پریوتی خو بیا هم ښه خوشحاله دی اؤزیاتره وخت دخپلو نمسو سره په مشغولتیا تیروي.

دقادر خان زوئ سرفراز وایي پلار یې د پښې د ګیټۍ اپریشن کړی ؤ خو ډاکټر چې ورته ددغه اپریشن نه وروستو کوم پرهیز ښودلی ؤ په هغې یې عمل ونکړو اؤ له وخته مخکې وګرځیدو چې اوس یې په پښه کې درد وي اؤ له ګرځیدو وتلی دی.

قادر خان پخپله دبلوچستان دخپلې مور اقبال بیګم په پلرنۍ سیمه پښین کې په ۱۱ دسمبر کال ۱۹۳۷ کې زیږیدلی ؤ خو دهغه پلار عبدالرحمان خان دقندهار پښتون ؤ..

هغه دخپل ژوند زیاته برخه په هند کې تیره کړې ده خو خپله مورنۍ ژبه پښتو ترې هیره نه ده اؤ اوس هم په قندهارۍ لهجه کې په پښتو خبرې کولی شي.

په زیاترو فلمونو کې به یې د ټوقمار رول ترسره کولو .

خواوشا څلور کاله د مخه یې پخپله یوه مرکه کې د خپل پلرني ټاټوبي افغانستان د لیدلو خواهش څرګند کړی ؤ.

هغه فلمي دنیا ته د پيښور یو بل پښتون فلمي ستوري یوسف خان(دلیپ کمار) بوتلی ؤ اؤ په اول ځل یې په کال ۱۹۷۳ کې د داغ نومې یو هندي فلم نه دخپل فلمي سفر اغاز کړی ؤ.

نصیب، انکهین، ،ډولي راجه، هیرو نمبر۱، ، قرض چکانه هی، سپوت،قلي نمبر۱،، هم هین کمال کی اؤ داسې په لسګونو نور دي

 
-
بېرته شاته