(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

اوښکي اوسلګي

[18.Oct.2017 - 09:47]

لنډه کیسه  اوښکي اوسلګي 

لیک: محمدابراهیم (سپېڅلی)

د ماښام لمانځه وروستی تش رکعت د مولوي صاحب په سلام ګرځولو پای ته ورسید.

مقتدیان ترلنډي دعاء وروسته دوه رکعت سنت لمانځه ته د ولاړېدو په حال کي دي، چي د یوې میرمني رېږدېدلي ږغ په مسجد کي د لمونځ کوونکو پاملرنه جلب کړه«مسلمانانو وروڼو! کونډه یم اولادونه مي په غاړه کي لوېدلي دي، د سهار له چای څښلو مي بیا په یوه ګوله هم څکه … »

دې لا خبره نه وه پوره کړې، چي مولوي صاحب يې خبره په خوله کي ور وچه کړه « ځه دباندي ووزه ! ځوانه جهانه ښځه يې په مسجد کي دي اواز کښلی دی، د مسلمانانو لمونځونه ورخرابوې

بي بي حوره، چي یو کوچنی ي زوی يې په غېږ کي اوبل يې ترلاس نیولی دی، په چټکۍ له مسجد څخه ووتله او د مسجد له دروازې سره يې خپله چادري پرځان راوپېچله د لمونځ کوونکو راوتلو ته په انتظار ناسته ده. حاجي سعدالله خان اکا، چي تل د لمانځه په اول صف کي په مولوي صاحب پسي چسپ ولاړ وي،پایڅې يې یوڅه نوري هم ور پورته کړې، پر ږېره يې لاس راتېر کړ اوله ځان سره وغرږېدی « ځوانه ښځه ده فقرکوي توبه خدایه

د مسجد په بېلا بیلو برخو کي دوه درې نورکسان هم له ځان سره وغړومبېدل، خو پوه نه سوم، چي څه وايي؟ په مسجد کي چوپتیا خپره سوه، ټولو کسانو د دوه رکعت سنت لمانځه اداء کولو لپاره لاسونه غوږونو ته یوړل.

نن هوا هم تر نورو ورځو یخه ده تېز باد له انسانانو غوښي پرې کوي، خو بي بي حوره له دوو یتیمانو سره په دې نیت ناسته ده، چي که دماخستن لپاره د یوې ګولې ډوډۍ رانیولو توان پیداکړي.

 

ترلمانځه وروسته یو یو کس له مسجده راوځي، ویني چي دروازې ته نژدې په چادري کي پېچلې یوه میرمن له دوو کوچنیانو سره ناسته ده.

یخ باد د ښځي چادري رپوي، خو دايې نه پرېږدي چي کالي دي يې لاښکاره سي.

دواړه کوچنیان په مور پوري ټینګ نښتي دي، له مسجد څخه راوتونکو خلکو ته ګوري چي ځانونه يې کلک په پټوانو(څادرونو) کي نغښتي اود کورونو خواته چټک ګامونه اخلي. ګړی په ګړی هوا یخیږي، خو بي بي حوره له شرمه خولې خولې ده ، هیڅ نه وايي.

له مسجد څخه په راتونکو کسانو کي درېیم یا څلورم کس له جېبه یوه زړه افغانۍ راوکاږي اود مسجد دروازې ته د ناستي میرمني مخ ته د ور غورځولو پرمهال په لوړ ږغ وايي « دعاوي راته کوه

ځوانه کونډه حیرانه ده، چي دمسجدوالو ددې خبري په ځواب کي څه ووايي؟ ځکه دايې اول وار دی چي د اولادونو ژړا د مسجد راوتلو ته اړه کړې ده.

 

دې ته ځان خورا بد معلومیږي، د خیر غوښتلو لپاره دا څو ګړیه ناسته پردې سل کاله سول.

د شپې تیاره کرار، کرار پرکلي راخپریږي، یخ باد نن شپه نوره هم یخه کړې ده .

حاجي سعدالله خان اکا ترسنت لمانځه وروسته پرله پسې نفلونه وکړل بیا يې په پټو سترګو اوږدې دعاء ته لاسونه پورته کړل.

په دعاء کي د اخرت او دنیا ماڼۍ، حوري، غلمان، د شاتو او شرابو ویالې له خدایه وغوښتې، دواړه لاسونه يې پرمخ تېر کړل، لنګوټه يې پرسرسمه کړه او په پنډ پټو کي يې د ځان پېچلو پروخت د مسجد ملاصاحب ته مخ ور واړوی « ماخستن مېلمستیا مو حیره نه سي

حاجي صاحب(!) د مسجد پر دروازه پنډه پرده پورته کړه په انګړ کي تاریکه ده، د لاس څراغ يې ولګوی روان سو، د مسجد دروازې ته پرناسته ځواني کونډي يې د لاسي څراغ رڼا برابره سوه، ددې پرځای چي خیرات ورکړی ږغ يې ډډ کړواده وکړه ټول مشکلات به دې خدای حل کړي

دې خبري د بي بي حوري پر سر اوربل کړ راولاړه سوه، چادري يې پرځان سمه کړه، کوچنی زوی په غېږ او بل يې ترلاس ونیو تش لاس کورته روانه سوه.

یخ باد د مسجد مخ ته پرتې یو څو زړې کاغذي افغانۍ یوې اوبلي خواته یوړې .

 

د بي بي حوري د شرم په خولو لانده ویښتیان او توندې اوښکي د سړې شپي تېز باد ډيري سړې کړې ، د یخ احساس يې وکړ او ګامونه يې نورهم چابک کړل.

دیخ دغه اوږده شپه هم د نورو شپو په ډول پرځواني کونډي او دوو یتیمانو په شومي، ژړا او سلګیو تېره سوه، خو حاجي سعدالله خان اکا او مولوي صاحب په لويه مېلمستیا کي د کورني چرګ له تودې ښورا ډېر غوړپونه وکړل، چي له هرغوړپ سره مل به يې د لویو ټېغونو سره سم د (نوشي جان) ږغونه بې اختیاره له خولې وتل.

-
بېرته شاته