(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د پښتو ادب سپيڅلے

[18.Oct.2017 - 12:52]

د پښتو ادب سپيڅلے سړیتوب (شخصيت)

زه لا هلک وم،  دښوونځي [سکول] زده کوونکی  وم، چې د محمد اسلام آرماني نوم مې د یو شاعر په توګه پيژندو.د مطبوعاتو د وزارت په مياشتينیزو مجلو جمهور اسلام,آباسين,اولس کويټه او د پيښور پوهتون پښتو اکا‌‌‌‌‌‌ډيمۍ مجله " پښتو " کې به مو د محمد اسلام آرماني صيب د رومان نه ډکې غزلې لوستې او په ريډيو پېښور نه اوريدې او خوند به مو ترې اغستو او د خپلې ژبې سره تړون به مو غښتلی  کيدو.

محمد اسلام آرماني صيب دغه وخت د مطبوعاتو په وزارت کښې وظيفه لرله په کال 1981 مونږ څو ملګرو په مردان کښې د " پښتو نوې ادبي ټولنې " په نوم د يو ادبي تنظيم بسنټ کيښودهلکان به هر ورځ به را ټوليدل او د استاذانو شاعرانو په ژوند هلو ځلو خبرې کولے او يو بل ته به د هغوي شعرونه اورول دغه دوران کښې رامعلوم شوه چې ارماني صيب تغلق د ملاکنډ تحصيل سوات راڼيزي د کلي آلا ډهنډ سره دے ملاکنډ دوه تحصيله دے د ملاکنډ لاندې يعني درګۍ ته سمه راڼيزي تحصيل وايي په دې دواړو تحصيلونو کښې زما ماما ماسټر نغمت الله چې لالا ماسټر مشهور معروف وو ډيره موده د سکول استاد وو.او بيا هيډ ماسټر منشني شو په سخاکوټ کښې لالا ماسټر خور او زما تورور په صديق الله ماسټر چې ټيلر وو او د محترم رحمت شاه سايل صيب د ټيلرۍ استاد دے واده ده دغه رنګ د اماندرې هيډ ورکس خوا زما ماماګان وسيږي او په ميخ بند کلي کښې مې د تورور کور کښې ملاکنډ قدرتي حسن پر معموره علاقه ده زما د وړوکوالي نه ډيره خوښه ده خلق يي سپيځلي پښتانه دي مينه ناک ميلمه پال خلق دے.

ما  د  هر   زخم  نه   ګلونه   جوړ   کړل

تاله مې څومره    اميلونه   جوړ    کړل

مسکۍ  شه  وخانده  لږ  بيا    وخانده

زما په زړه کښې دې   کورونه جوړ کړل(ارماني)

ارماني صيب دغه وخت په ملاکنډ کښې د سکول استاد وو.محترم رحمت شاه سايل صيب په الفت مجله کښې چاپ خپل يو ليک کښې وايي " په کال 1965 کښې زمونږ د سخاکوټ په يو مشاعره کښې د ښاغلي محمد اسلام آرماني سره ليدل وشو او هغه مو د يو شاعر په حيث وپيژند " خو ارماني صيب وايي " چې په کال 1964 کښې د سخاکوټ سکول ته بدلي شوې وه.يو ورځ راپسې کلاس روم ته د سکول دفتري راغې ستا ميلمانه دي زه چې ورغلم نو يو رحمت شاه سايل وو او محبوب علي محبوب ( محبوب باچا )چې د يو مشاعرې بلنه يي راوړې وه د سخاکوټ په بازار کښې د يو قصاب په تخت زما د ادبي ژوند ړومبې مشاعره وه "

تل مو په نصيب کښې دي تراخۀ د زمانې

چرته  مو   ونۀ     ليدل   خواږۀ د زمانې

سوزو او   ورتيږو په اورونو د   وختونو

چا په مونږ   پيرزو    دا تاؤدۀ    د زمانې(ارماني)

محمد اسلام آرماني صيب د پلار نوم رحمت شاه دے د زيږون نيټه يي 8فروري 1945 ده په پښتو ادبياتو کې ماسټري کړې ده د درس و تدريس د څانګې د محکمه کالجز خيبر پښتونخوا نه د پروفيسر په حيث ريټاير دے خو د پښتو د خورونې روزنې کار له اوس هم د زړښت په دې منګ کې په میړانه اوږه ورکوي ادبي غم ښادي تر لرې پالي که چرته تلل ورته صحت اجازه نه ورکوي نو د تيليفون له لارې په هره غم ښادۍ کې ځان شريکوي دا يي لوې انساني

 وصف دے.

مونږه د ژوند په هره سخته لار مزلې  وکړې

خو پاسته نه شول د ميرو او دشتونو کاڼي

راشئ چې ورشو چې پښتنه د رڼا ترې وکړو

مونږه تر کومې به تړلي وي په زړونو   کاڼي(ارماني)

-
بېرته شاته