(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

تېروختونه، تېر یادونه

[18.Oct.2017 - 13:09]

تېروختونه، تېر یادونه

لیک: پیروزخان اپریدی

نن په لمانځه کښې راته د هلکتوب د وختونو دوه زڑې څیری مخې ته شوې.ژڑغونې غوندې شوم ډيره پښيمانه شم ارمان ارمان راغلو

 چې کاش  په هغه  وخت مې ترې معافي غوښتې وې خو تېر وخت په بېرته نه رادرومي .

 

تېر ساعت په مثال مړې  د لحد دے

مـڑي چــا دي ژوندي کـڑي په ژڑا

 

د هغوئی ناساپه  رایادیدل می غونی زیګ  زیګ کڑو .

 ما ته نن راپیښ حالات هم د هغی واقعې تکرار  کیدلائی شی.

 

  دا هم کیدلائې شي چې  زه هم نن د هغه وخت سره مخ ووم یا راتلونکې وخت په ما هم داسې راتللې شي .

بائید انسان د هرې واقعې نه سبق واخلي.

انسان چی ژوندې وي د هر قسم حالاتو سره مخ کیږی.

یا د مخامخ کیدو امکان لري

ما په اتم یا اووم جماعت  کی سبق وائیلو.

غالبا ًَ د 1974 خواشاه واقعه  ده .

دغه ورځو کی پلار راله د یو خپلوان نه په شل روپئ بائیسکل اخیستې وو.

په بائیسکل مې سوارلي زده کڑه .

چکرې به مې پرې وهلې .خو سائیکل زوړ وو نو اکثر به خراب وو.

کله به ئې پیډل خراب وو کله توله،  کله به ئی ځنځیر شلیدلې وو .

پخپله به مې جوړولو او پخپله به مې خرابولو.

په دغه سیمه د مرمت دوکانونه خو څه کڑې چې عام د سود سودا دوکانونه هم نه وو.

 د  باړې بازار  په کوز سر  کښې د سائیکلونو د د مرمت ایکی یو دوکان د انور ماما  وو.خدائی خبر چې  هغه عاجز به اوس ژوندې وي خو خامخا به مړ وی ځکه چې هغه وخت  چې  مونږ هلکان وو هغه د دیرشو پینځو دیرشو کلونو اوڑیدلې وو.

 

د څه وخت زړه چاودون نه پس مې هغه بائیسکل

په شاپور په  شل روپئ  په قرض خرص کړو 

 

شاپور په زمونږ کلي ته راتلو .کلې څه وو یو کور به وو خو زمونږ خلق نن هم کور ته کلې وائي .

 

ما د شاپور کور نه وو لیدلې نه مې د هغه  کورنئ  پیژندله درې سلور کلو میٹره ئې لرې کور وو.

 

د پیسو نیټه چې راغله په شاپور پسې لاڑم په پوښتنه پوښتنه مې د هغه کور پیدا کړو د خټو او کاڼو یوه کوټڼئ ئې وه .د کور انگڼ ئې نه وو د غنو شپول ئې د کوټې نه راتاٶ کړې وو.

 

هغه وخت باړه کجهورئ ډیره اباده نه وه .

د ډیرو  خلقو هم داسې یوه یوه کوټڼئ  وه

 په خپلو خپلو زمکو او برخو به لرې لرې خلق اوسیدل.

ڈیرو کمو خلقو د تیراه نه کڈې راوڑلې وې.

 

زمونګ پخپله يوه اټارۍ وه په 1968 _1969  خوا شاه کښې د خټو  کاڼو جوړه  وه.

د دې اټارئ هم نیم انگڼ وو نیم ئی بیا وروستو مونږ په خپله د خټو پسخې او بلاکونو جوړ کړو .

 

د شاپور کور ته چې نزدې  شوم نو اول مقابله می د سپي سره راغله .د سپو نه ډاریدم هم ځکه چی څه موده وړاندې یو زورور سپي چیچلې ووم اوس ئی هم داغونه زما په چپ خنگري شته.

 

په زوره مې غږ وکړو چی شاپور شته.؟

 

یوه زاڑه أبئ د سپي په غاپه یا زما په اواز له کوره رابهر شوہ ماته ئې وکتل بيا يې  پوښتنه وکړه چی  سوک ئې؟

ما ورته اوئیل چې شاپور شته ؟

شاپور خو بچے نشته.

په ابئ پسې کونٹئ په لاس یو بابا هم راووتو د دواړو عمرونه دغه شپته اویا کاله وو

ما ورته اویئیل چی زه د فلاني زوئې یم میاشت مخکښې مې په شاپور سائیکل خرص کڑې دے

 

وعده نیټه ئې سر ته رسیدلې ده خو بیا مې نه شاپور لیدلې دے نه ئی پیسې راکڑي دي.

 

دواړو بوډئ او بوډا یو بل ته وکتل بیا دغه  بابا  ماته گویانه شو.

د انصافه خاونده ،

 شاپور خو لوفر دې تا ولې په شاپور بائیسیکل خرصولو.؟

 دا څو ورځې  وشوې چی نشته په پته ئی نه پوهیږم  چی باړې قلعې ته تلې  د ى  که چرته ورک دے.

د بابا په خبرو زما زڑه ڈوب غوندی شو.ما وئیل لاڑی پیسی د ڈوبی شوی .

ما ورته اوئیل چی نو زما پیسی؟

هغه راته اوئیل چی انصافداره  مو په زان پوری حیران یو.ته لا پیسی غواڑی.

 

د کوم زائی نه ئی مونگ درکڑو.

بیا ئی پو ختنه وکڑه.

په سو دی پری خرص کڑی وو؟

په شل روپئ.

 

پوهو  شل روپئ چرته دی.

نو زه سه وکڑم ماما ...ما خو خپل بائیسکل پری خرص کڑی دے هسی خو ئی نه غواڑم.

زما لہجہ هم ترخه غوندی شوی.

 دغه وخت په کجهورئ کی د خلقو یوه یوه کوٹنڑئ وه.

 باقاعده حجری له نه وی جوڑی شوی چی د هر وڑوکی هلک تربیت پکی کیگی .

زه د مشرانو په قدر پوهیدم زکه چی سبق می په علم گدر سکول کی وئیلو  خو  لا داسی تربیت می نه وو اخیستی چی د مشرانو په مخکی خبره 

تیزه یا په اوچت اواز نه وی کول پکار.

زما په خبره بوڈئ ابئ وریگدیده

نانا ...

بچئ پیسی به درکوو خامخا .ولی به ئی نه درکوو ته لگ صبر وکه .زڑه می ڈاڈه شو.لگہ شیبه پس بوڈئ راغله  دسمال غوٹه ئی پرانستله او د ماتو پیسو سیکئ ئی راته په تلی کی کیخودی چی  و می شمیرلی نو دوه  نیمی روپئ تری جوڑی شوی.

ما وئیل چی نوری؟.

بچیه هم دغه وی راسره نورو له بیا راشه .

زه هم خفه شوم ما سره بله لاره نه وه  ما ورته خه اوئیل چی خه بیا کله راشم.؟

بل زیارت له راشه.

زه تری راروان شوم.

بل زیارت او داسی ڈیرو ورزی وخت په وخت ورتلم .

کله یوه نیمه کله دوه  کله دری روپئ  به ئی راله راکڑی .ٹولی پیسی به د سکو په شکل کی وی .د دوڈئ چائیو ست به ئی هم کولو .

زه به حیران شوم چی دوئی ماله پیسی د اته نیز سلور انیز  شپگ یاپینزه پیسیز او ٹیڈی پیسیزی سکی  په شکل کی  ولی راکوی ولی روغه د کاغذ  روپئ  نه راکوی؟

پینزه شپگ کرته تلو راتلو نه پس دغه دوه ضغیفو  بوڈاگانوخزے خاوند  ما له غاڑه  می خلاصه  نهه نهنیمی روپئ راپوره کڑی .دا هم چرته دوه میاشتو کی دا روپئ ما تری په انیز انیز کی جمع

کڑی ما په دا دومره وخت کی بیا شاپور ونه لیدو.

ما وئیل چی خدایه پاکه دا هلک چرته ورک شو چی د پلار مور نه به می ئی پوختنه وکڑه چی شاپور چرته دے هغوئی به وئیل چی نه یو تری خبر چی چرته ورک دے خدائی دی د زمکی مخ تری خالی کڑی

چی نور خو نه شرمیگو.

یا مونگ  خدائی واخله چی اڑخونه مو ساڑه شی 

ته گوره بچے دا عمر د مور پلار د راحت او ارام وی او مونگ د ده د لاسه کڑیگو.

زما زڑه به هم خفه شو بار بار په ورتلو می زڑه وٹکیدو په دی ضغیفو بوڈاگانو به هم خفه کیدم.پیسی می ورته  معاف نه کڑی  خو نور می د قرض د غوختلو زڑه موڑ شو.بیا  ورپسی نه لاڑم.

 

یوه ورز  باڑے بازار ته تلی ووم 

د دوائی دوکان  واله سره ناست وم یو بوڈا کونٹئ په  لاسی د داکٹر مخی ته ودیریدو .

هغہ ته ئی د خیر خیرات د پاره لاس وروغزوه چی سنگه ئی د خلی نه اواز اووتو .اواز راباندی اشنا غوندی ولگیدو.

چی ورته می وکتل د شاپور پلار وو.

ڈاکٹر ورله شپگ پیسیز په تلی کیخود او بوڈا ورته د نیک عمله اولاد دعاگانی په خله مخکی بل دوکان ته ورتیر شو.

زڑه می یو درد وکڑو چی دا دومره غریبانان  دی چی خیرات غواڑی ؟او ماته دا پته نه وه.

زان راته ڈیر ملامته خکاره شو .ایلا می سر پری خلاص شو چی دا ماتی پیسی او سیکی دوئی ماله راکولی دا ئی د دی  خیراتی پیسو نه راکولی.

 

.پیروز خان اپریدی

-
بېرته شاته