(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پښتون، پختون

[18.Oct.2017 - 14:06]

پښتون، پختون

لیک: علي خان ساپی

   پښتون. پختون : په پاړسي وترکي ږبوکې ورته افغان وایې،په اوردواو هندې ږب څانکوکې ورته پټان وایې،نړیوالوتاریخ لیکونکوته هم دې افغان وپټان نومونه دې پښتون مانا ورکوي.

   پښتانه په اصل کې دې ختیځ اریایې قامونوڅخه لکه هندوان، پنجاپیان وپاړسیوان..یولوی اریایې قام دی.

   دپښتون وپختون نومونه په ماناکې کوم بیلوالی نه سره لري،یوازې هریونوم په یوه یوه تورکي(ښ،خ)کې انځوري ځانګړتیاوې سره لري،خوپه بنست کې سره یودي،دې دواړووییې(لفظونه) په یوه تول(وزن) سره ټولېږي یا(جمع)کېږي لکه :پښتانه وپختانه ،داجوړښتلارپه نورو پښتوته راګډ شویونومونوکې لکه: هندو، ترک..کې نه لیدل کېږي ،دادېدې جوته ده چې دادواړه نومونه خوراډیرپخواني اریایې نومونه دي، یوازې دِ پښتنوپه ږبه کې دپښتنولپاره په کارکېږي.

که له دې څخه کوم دېباندې نومونه په پښتوږبه کې راکډ کېږي ،هغه بیا دپښتوپه جوړښتلارکې په (ان) سره ټولېږي لکه : تاجک - تاجکان ، ترکترکان ، اوزبکاوزبکان..  

   پښتانه پخپله ږبه، خپلودودونو وخپله پښتونوالي(مثاق الشرف) سره چې دېدوئ ځانګړې نښې ونښاني دي، دې نوروقامونوپه منځ کې پرې پیږندل کیږي، ځکه ږبه وکلچرپه نړۍ کې دهرقام څانښت وپېږند(شخصیت وهویت) دي،په سا تلوباندې یې قامونه لوړوسا تلي پاتې کېږي، په بایللوباندې یې قامونه ورکېږي.

   پښتانه پخپلوسیموکې ازادکوچیان ،کډوال ومال لرونکي خلک وو، تراوسه پورې دي، چې په ښوڅړځایونوپوسې به له یوه ځای څخه بل ځای ته لیږدېدل، ترښووښو واوبوځایوپورې به یې ځانونه وررسول، دا دود ترننه پورې په دویئ کې لیدل کیږي.

   پښتنوهم لکه نوروقاموغوندې دیني کتابونه ولارښو دونکې درلودلو،خوبېلونه داوه چې ځینوقاموبه لکه یویهویا نوخپلې دیني لارښودنې په اسمان کې په الله(ج) باندې وورتړلې، اولارښود به یې له الله(ج)څخه دوئ ته رالېږل شوي ګاڼه،الاهي پرې راکشته شوې غوښتني به یې ورته رسولې..ځینیونورولکه : رومانیانو،قبطیانو ، هندووانو..به خپلې دیني لارښودنې په ځمکه کې پخپلوټولنیزولویولېډرانولکه: جوپيتېر په روما کې، فرعون په مصرکې وبودا په هندکې..ورټړلې، په  دې اند باندې چې دېدوئ په لاسووقدرت کې دخیروشرواکداري ده، دوئ دځمکي ،لمروسپوږمۍ .. څښتنان (آلهة) دي،ځينونوروبه بیا دطبعیت له پیدایښت ومظاهروڅخه خپلي معنـوي غوښتنې کولې،که الاهي پیدایشتنې وې لکه :اور(زردشت) ، لمر وغوا.. یا لاسي جوړښتنې به وې لکه : بوتان چې له ډبرویا لرګیوڅخه به یې جوړول..په دې اند چې داشیان په پټه نړۍ کې دېدوئ دِ غوښتنوپوره کونکي دي.. 

   داچې پښتانه له اریایانوڅخه دي نودېدوئ لمړني دیني کتاب به (اریک) وي چې دې ډېرو اریایې قامونوپه ګډه پخوانۍ اریایې ږبه باندې په څرمنوباندې لیکل شوي وو، داکتاب دېدوئ دې انساني نیکاریوښه لارښودشمیرل کیده، دې دیني غږونو، غوښتنو،لما نځنوومناجاتوخوندي سرچین یې وو.

   دې پښتنوپخوانۍ ږبې ته (اریا ویجه) ویل کیده، چې دې مهال په تیریدو په اوسنۍ پښتوباندې بدله شوله ، چې نن دې پښتنودې هیواد رسمي ږبه بلل کیږي.

   دې پښتنواوسنۍ سیمې دېدوئ دِ پخوانیوسیمواوږدواله ده پرله پوسې غرنی ځنځير ي کړی یوپه بل سره تړلې شوي دي، ډیرې نږدېوالی لري، ډیرکم بدلون پکښې لیدل کیږي، یوازې بیلول دادي چې پخوایې سیمي ډیرې اره تې وې، دې مهال په تیریدو باندې یرغملودي دوئ سیمې له پریکیدووبیلیدو تنګیدوسره لاس په ګریوان کړي دي،په شویل وسویل، ختیځ ولویدیځ (شمالاوجنوبا،شرقا وغربا) یې بیاتي کړي دي، ترننه پورې دا ناوړی چالچلند روان دی.

لیکوال / أعلي خان صافي.

-
بېرته شاته