(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پښتون صوفي شاعر

[18.Oct.2017 - 18:25]

پښتون صوفي شاعرملا  ارزاني خیشکی

لیک: ‌‌‌‌‌‌ډاکتر لطیف یاد

دروښاني غورځنګ بنسټ ایښودنکي بایزید روښان(پیر روښان ) دی چې دپښتنو دښمنانو او دمغولو پلویانو  او له هغو نه اخوند درویزه او نورو مغولو ورته پیر تاریک وایه . دده په په مریدانو کې یو هم ملاارزانی خیشکی دی  چې په هند کې په  شاه ارزاني خیشکي سره هم شهرت لري چې  خویشکي (خیشکي )پښتون و او دخیشکي قبیلې  دعزیززي څانګې ته منسوب و .دخیشکي دقبیلې خلک دافغانستان دغوربند په درې او کندهار کې ، دسهیلي پښتونخوا په پشین کې او دپښتونخوا په چارسده ، اشنغر، نوښار،هزاره ، دخیبرپه تاریخي دره او دمومندوپه غرنیو سیمو کې استوګنه لري .سربیره پردې یو شمیر خیشکی دپاکستان لاهورته نږدې په قصور(کسور) کې هم استوګنه لري چې دقصوریه پټانانو په نامه سره یادیږي .دقصور نه پرته یو شمیر خیشکي دپاکستان په ملتان ،تانده او میرووال کې هم استوګنه لري .په هندوستان کې خیشکي دهند داتهرپردیش دایالت په خورجه او دبیهار ایالت په مرکز پټنه کې میشته دي .

ملاارزاني په اصل کې دپاکستاني پنجاب دقصور (کسور) نه داکبر پاچا په وخت کې  هند ته تللی دی .ویل کیږي چې ملا ارزاني دخپل پیر  بایزید روښان په شان دوحدة الوجوددفلسفې  لاروی او مبلغ و.

ملاارزاني داسلام ددین دخپریدو لپاره دهند بیلا بیلوځایونو او له هغو نه  اجمیر ، ډهلي ، بنارس ، عظیم آباد او بیهار ته لاړ. ده په بیهار کې ده د( مدرسة الا سلام ) په نامه یوه مدرسه هم جوړه کړه چې پکې دقران ، حدیثو او فقهې تدریس کیده

ملاارزاني ددیوان خاوند و او دهندوستان په پښتو شاعرۍ کې قصیده دیوه شعري ژانر په توګه لومړي ځل دارزاني په دیوان کې ښکاره شوه. آغلې صفیه حلیم په خپل کتاب ( دهندوستان پښتانه دبیهار دپښتنو)په برخه کې لیکي چې :

ارزانی لومړنی شاعر دی چې چې په پښتو کې  یې  الفنامې لیکلي دي

یوالف دی  کلیات کې 

محیط شوی لورپه لور دی

کل زرې الف پیداکړي 

دی په کل زرې کې نور 

ویل کیږي چې دهند مغولي واکمن شاه جهان چې داکبر پاچا لمسی و ملاارزاني ته ډیر ارادت درلود او یوځل دارزاني په حضور مشرف شو اوارزاني ورته وویل چې ته به یو وخت دهندوستان بادشاه وي .کله چې شاه جهان پاچاشو نو ملاارزاني لا په ۱۶۴۹ زیږیدیز کال مړشو ی و، خو هغه امر وکړ چې دده مزار دې جوړشي او ځمکې یې ورته وقف کړې چې دمزار تر څنګ دې یوه مدرسه هم ورته جوړه شي . دده دمزار تر څنګ دده دنورو مریدانو قبرونه هم شته . په نولسمې زیږدیزې پیړۍ کې دده مزار ته څیرمه یوه عیدګاه هم جوړه شوه .دده دمزار منجور یا متولي ( سجاده نشین) په موروثي بڼه نه ،بلکې دخلکو په خوښه ټاکل کیږي اوزیاتره متولیان یا منجوران یې دپټڼې دپوهنتون استادان وي .

هر کال دملا ارزاني پر مزار درې ورځنی عرس ( کالیزه ) جو ړیږي او دده ارادتمندان دلیرې ځایونو نه ددغه عرس لپاره راخي چې دعرس یوه ورځ دښځو لپاره ځانګړې شوي وي . دده جامې ، لونګۍ ( دستار) تسبیح ، کجکول او مسند ( جای نماز)اوس هم  شته چې دده دعرس په ورځو کې راایستل کیږي .

باید ووایم چې دملا ارزاني خیشکي دپښتو دیوان ډيرې قلمي نسخې دهند ، په پاکستان ، پښتونخوا او افغانستان په کتابتونو نو کې شته دي

 

په لاندیني انځورونو کې دملا ارزاني مزار دهند دبیهار ایالت په مرکز پټنه کې لیدلای شئ !

 

 

 

 

 

-
بېرته شاته