(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

لېونتوب

[25.Oct.2017 - 16:16]

لېونتوب                                                                                                                      لیک: عظمت  اسلام عظمت

لېونتوب  يو داسې  ټکے  دے چې د نړۍ  هر انسان  ترې  ډډه  کوي  ددې  ټکي نه  ېريږى او هر مشر دا غواړې  چې د دوي کشر دې  په هر حال کښې د دې  نومه  بچ  پاتې  شي  او غواړي چې د دوي کشران  يا بچي  دې  روغ  او هوښيار وي .خو  ما  چې   په  دې  خپل  لږ  عمر کښې کومه خبره  زده  کړه هغه  دا ده  چې په  دې  دنيا  کښې  کۀ  هر  انسان  نوم  ګټلے  دے  ځان  له  يې مقام  پېدا  کړے  دے  او خلق  يې اوس  هم  نوم  په  درنو  ټکو  اخلي  نو  دا هاغه  خلق  دي  چې په  هر يوکار کښې  د لېونتوب  تر حده  تلي دي او په  دغه  لارکښې کۀ  ورله  هر څۀ  مخې  له راغلي دي  نو  نۀ  يې  د خپل  مال  پروا  کړې  ده  او نۀ  يې  د خپل  سر.. لکه  کۀ  مونږ  خبره  د خپل اولسي مشرانو اوکړو  لکه  باچا خان  چې  اوس يې هم  خلق  نوم ډېر په  درناوي  اخلى  هغوي چې  د خپل ژوند قيمتې  څلوردېرش  کاله  په  زندان  کښې  د خپل  قام دپاره تېرول نو دا قرباني د يوې جذبې  لاندې وه او دغه  جذبه يې د لېونتوب تر حده رسېدلې  وه. يا نور داسې  اولسى مشران  چې  نن هم  په  خپل  اولس کښې  ژوندي  دي  يا کۀ مونږ د مينې د مېدان  خبره اوکړو چې نن  وخت کښې څوک دمينې په مېدان کښې مثال ورکوي نو د فرهاد شيرينۍ،ادم خان درخانۍ ، يوسف خان شېر بانو او لېلا مجنون  ورکوي  او دا ځکه  چې  دوى  د مينې  په  مېدان کښې  د عقل  او  پوهې  نه  بلکه  د لېونتوب په  لاره  تللې دي  او نوم   يې ګټلے  دے  ځکه  خو  سائل  وائى  چې 

              

       روغ  د داسې  تماشو  کله  جوګه  وي          

محبت  د لېونو خلقو  روزګار دے

 

يا کۀ مونږ  د لوبو  په  مېدان  کښې  لوئې  لوئې  نومونه  اورو او د هر  لوئے او ماشوم  په  خلۀ د دغې  لوبغاړو نوم  وي  نو کۀ  د دغې  لوبغاړو په  تېر ژوند يو نظر  واچولے  شي  چې  په کومه طريقه  او  په  کومه  لار  يې  دې  مقام  ته  ځان رسولے  دے  نو عقل  ورته  حېران  پاتې  شي

د تېر وخت د جنګونو ذکر کۀ  مونږ  اوکړو  نو هغه  خلقو  برے  وړے  دے  چې د خپل  سر يې هېڅ  پروا نۀ  ده  کړے  او د  خپل  سر  پروا  به  انسان  هغه  وخت  نۀ کوي  کوم  وخت  چې  دے د عقل او شعور لار پرېږدى او د لېونتوب  د جذبې  ملګرے  شي  او چې د لېونتوب  د جذبې ملګرے  شي  نو ګټه  هم  اوکړي  او نوم  هم  اوګټى. لکه  څنګه  چې  يوه  ټپه  کښې  وائى

 

           ديدن  د سر  په بدله  دے          

چې سر ساتې  خاورې  به  اوکړې  ديدنونه

 

لنډه دا چې په عقل او هوښيارتوب کښې انسان  د خپل  ذات  د دائرې  نه  ګېر چاپېره چورلي او د خپل  ذات  پورې  محدود  پاتې  شي او په  لېونتوب  کښې  دے  دغه  دائرې  ماتې کړي  او په  ټوله  نړۍ  کښې خپل  نوم  خور کړېځکه  خو  اندېش  بابا  وائى کنه 

 

               د محبت  جهان  لا  نۀ  دے  آباد                

 دشت  خو  لا  ډک  د لېونو  نۀ  دے

-
بېرته شاته