(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پوهاند رسول امين اتم تلين

[30.Oct.2017 - 21:00]

د اکتوبر د يوديرشمې د ارواښاد پوهاند رسول امين د اتم تلين د رارسيدو په پار!

لیک: عبدالهادي هادي

يادښت:(دا ليک مې پروسږ ليکلی او خپور کړی وو خو سږکال او راتلونکو کلونو کې يې په دې خاطر بيا بيا خپروم چې تر اوسه لا موږ د دولت له خوا ارواښاد پوهاند رسول امين ته د لازم او وړ درناوي او نمانځنې تدابير نه دي ليدلي او تر هغو چې د افغانستان دولت په دې اړه  عملي ګامونه وانخلي او موږ ډاډه نه شو نو تر هغو به موږ د کنړ د اولسونو، روڼ اندو او د پوهاند امين د زرګونو ارادتمندانو دا ناره اوچته ساتو، نه به يې له تکراره لاس واخلو او نه به د دې 

غوښتنو په بيا بيا کولو ستړي شو.) 

 

د افغانستان د اسلامي جمهوريت جلالتمآب جمهور ريس،

د افغانستان د اسلامي جمهوريت جلالتمآب اجرائيه ريس،

دمعارف جلالتماب وزير،

د اطلاعاتو او فرهنګ جلالتمآب سرپرست وزير،

په فرهنګي چارو کې د جمهور ريس محترم سلاکار،

تر سلامونو او درناويو وروسته.

 

که د ارګ او سپيدار ماڼيو تر لوړو ديوالونو او له سمټي موانعو اخوا زما کمزوری غږ در رسيږي ، نو اجازه راکړئ چې د افغانستان د يوه هير شوي مشر، يوه لوی قلموال، يوه ياد سياستوال او سيال قامي مشر د اتم تلين د نمانځنې په پار دا څو کرښې ستاسو مخې ته کيږدم او خپله غاړه خلاصه کړم:

تاسو جلالتمآبانو ته ښه مالومه ده چې

د افغانستان د اوږدې غميزې په کلونو کې چې له هرې خوا د افغاني ملي ارزښتونو ، شخصيتونو او ملي مشترکاتو د ورکاوي، کمرنګه کولو او پيکه کولو توفان را الوتی وو، فقط يو څو فقير مشربه، له سره تيرو او پر وطن مينو افغان شخصيتونو د ملي پرتم، ملي وفاق او ګډ وطن او ملي ارزښتونو د ساتنې، پالنې او دفاع توغ پر خپلو اوږو وړلو. په دې ټولو کلونو کې د وطن د مينې د دغو مجنونانو سترګې نه زور ونيوې او نه زر، ان چې په دې لاره کې له خپلو سرونو هم تير شول ، د مجروح، الفت، کټوازي او څو نورو پر وطن مينو بلهاريانو

شهادت په همدې لړ کې وو او پوهاند رسول امين د دې لړۍ وروستی ژوندی پاتې شوی کړۍ وه.

تمه دا وه چې کله وطن کې سم سمکی راځي نو د وطن دغه اصيل بچي به ياديږي او نمانځل کيږي خو له بده مرغه داسې ونه شول او د حالاتو ترينګلتيا، د واک پر سر ستاسو واکمنو تر منځ بنګړي ماته او پر هر څه د يوې مشخصې فاشيستي/جهادي ډلې قبضې ته چې ګورو نو د دا ډول هيلو پوره کيدل د مرغه پۍ راته ښکاري.

خو د دې ليک له ليکلو مې موخه دا ده چې ځه که له نورو سره دا کيږي چې له کوڅې يې تير کړه، رنګ يې هير کړه نو حداقل په تاسو کې خو به دومره تومنه وي چې خپل د بدو ورځو يار، خپل د سنګر ملګری، خپل ارماني دوست او د طالبانو تر سقوط وروسته په کابينه کې خپل خولور، زړه ور او کارپوه همکار سره به نو دا ډول ناځواني نه کوئ!!!

هو پوهاند رسول امين دريادوم، هغه چې ستاسو پښه به تر پيښوره نه وه رسيدلې بيا به يې دفتر او موټر ستاسو په واک کې وو، هغه پوهاند امين چې د ترهګرو له ويرې ستاسو د ويښو شپو يار او سختو شيبو ملګری وو، هغه رسول امين چې ښايي ستاسو له اوسنيو نړيوالو ملاتړو سره ستاسو د ډيرو معرفي کوونکی او ضامن!!! وو.

دا اتم کال دی چې د وطن د دې ماڼيجن خدمتګار او د افغاني وفاق د ارمانجن پوهاند رسول امين سترګې پټې شويدي، دا اتم کال دی چې هغه ستاسو له ډلې بيل شويدی او دا اتم کال دی چې هغه له تاسو هير شوی او نه دی ياد شوی!!!

نن چې تاسو په واک کې يئ او هره ورځ د پايتخت يوه غونډۍ يوه مړه ټوپکسالار او قاتل ته ورپه نوم کوئ، نن چې تاسو د ملت د بدبختيو اصلي عاملينو ته د اعزازونو او لقبونو په ورکړه کې له يوبل سره په سيالۍ اخته يئ اجازه راکړئ چې د کتاب او قلم د قبيلې دغه سالار درپه ياد کړو، هغه چې ټول عمر يې د کتاب او قلم په خورولو تير کړ، هغه مشر سياستوال او قامي مشر درياد کړو چې تاسو به د اعزاز له پاره پر لاره مخکې کاوه او د پرګنو په ژبه پوه مو باله!!!

هو ارواښاد پوهاند رسول امين يادوم.

موږ دا ګڼو چې پروفيسور رسول امين په دې هير پاته دی چې د زور او زر له خاوندې مافيا سره يې غاړه يونوړه او د پردو استخباراتو ډول ته يې څڼې وانه چولې، که نه د امين صيب خدمتونه نه د جهاد په کلونو کې د هيرولو دي، او نه په راوروسته کلونو کې.

زه نه غواړم ډير په تفصيل ولاړ شم خو هغومره آثار چې د امين صيب تر مشرۍ لاندې د وفا ادارې د جهاد او وروسته کلونو کې خپاره کړيدي، په دا تيرو پنځلس کلونو کې ټول دولت نه دي خپاره کړي او هغومره اثر چې د افغانانو پر ذهنونو او ژوندلوري د وفا نشراتو درلوده هغه د اوسني دولت ټوله تبليغاتي دستګاه نه لري.

له دې کرښو مې مطلب دا دی چې موږ د کتاب او قلم د قبيلې خلک او د ارواښاد پوهاند رسول امين ارادتمندان ، د کنړ ولايت له مخورو سره يوځای ستاسو له درانه حضور نه د امين صيب له شان سره د مناسب يادولو، د هغه د تلين د شانداره نمانځلو او په کنړ يا لوی ننګرهار کې د پوهاند رسول امين په نوم د يوې ليسې او يوه اکاډيميک مرکز د نومولو هيله کوو.

په درناوي

عبدالهادي هادي او د پوهاند رسول امين ګڼ نور ارادتمندان

 
-
بېرته شاته