(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

منځنۍ آسیا څرنګه روسانو

[30.Oct.2017 - 21:02]

منځنۍ آسیا څرنګه روسانو لاندې کړه ؟ 

لیک: نورالحق ن. څلی

  کله چې په منځنۍ آسیا کې د روسي ښکېلاک یادونه کوو  نو هرو مرو زمونږ په فکر کې د خوقند ( قوقند ) ، خیوې او بخارا خانات راګرځي . د اتلسمې پېړۍ په نیمایي کې په منځنۍ آسیا کې یواځې دغه درې هېوادونه موجود وو

   هغه مهال دغه دولتونه په کوم حالت کې وو ؟ 

    هغه مهال د دغو درېواړو هېوادونو تر منځ سختې تربګنۍ او سیالۍ موجودې وې ؛ د هېوادونو د پولو ټاکل ناشونی کار و ؛ له دې چې د سیمې د اوسېدونکو یوه زیاته برخه کوچیان وو ، نو ځکه د هیڅ دولت تابع نه وو ؛ دولتونو خلکو ته هیڅ دول خدمتونه نه وړاندې کول ؛ دولتي مامورینو ته د دولت له خوا هیڅ معاش نه ورکول کېده نو ځکه دولتي مامور له خلکو پیسې اخیستلې ؛ دولتونو خپل ځواکونه لرل خو د شمېر ، روزنې او وسلو له پلوه ډېر کمزوري وو ؛ سیمه ییزو خلکو هیڅکله هم دا احساس نه کاوه چې په یوه ځانګړي ملت پورې تړاو لري ؛ سره له دې چې هغه مهال د دغې سیمې د اوسېدونکو شمېر ډېر لږ و او د هغه وخت تر ټولو ډېرې دیني مدرسې په همدغو درې هېوادونو کې وې خو د باسوادو کسانو شمېر له نشت سره برابر وو ؛ پر درې واړو خاناتو باندې مطلقې فیودالي  واکمنۍ حاکمې وې

    د بخارا او خیوې خاناتو پر ترکمني کوچیاني قبیلو باندې د کنترول لرلو ادعا لرله . دغه قبیلې ځکه مهمې وې چې له فارس او د روسیې له سرحدي سیمو څخه یې مریان د بخارا او خیوې بازارونو ته راوړل .

   د خوقند دولت د اوسني قرغستان پر ټولې سیمې ، د اوسني قزاقستان پر ختیځو او جنوبي برخو ، د اوسني تاجکستان پر یوې برخې او همدا شان د اوسني ازبکستان پر یوې برخې ( فرغانه ) باندې واکمني چلوله . د دغه هېواد په لور د روسانو پرمختګ په ۱۸۵۳ کې پیل شو . په ۱۸۶۶ کې روسان وتوانېدل چې د تاشکند په ګډون د خوقند ټول ښارونه ونیسي . د خوقند هېواد په ۱۸۷۶ کې په بشپړه توګه د روسي امپراتورۍ په خاوري پورې وتړل شو

    خیوه یو وخت د خوارزم د خاورې برخه وه . د خیوې دولت د اوسني قزاقستان پر لوېدیځو سیمو او د اوسني ترکمنستان د کسپین سمندرګي څنډې ته پرتو سیمو باندې واکمني چلوله .

    روسانو د خیوې هېواد په لور خپل پرمختګ په ۱۸۶۳ کې پیل کړ او په ۱۸۷۳ کې یې په بشپړه توګه لاندې کړ

   د بخارا خانات په ۱۷۸۵ کې د بخارا په امارت بدل شو ، او د ۱۸۶۸م کال په جګړه کې یې د روسانو له خوا ماته وخوړه ، د سمرقند په ګډون د خاورې ډېره برخه یې روسانو لاندې کړه . د بخارا د خاورې پاتې برخه په ۱۸۷۳ کې د روسیې تر رسمي قیمومیت لاندې راغله .

      بخارا د روسي تحت الحمایې په دوره کې چې کابو پنځوس کاله وو د خپلې اصلي خاورې ډېرې برخې یې له لاسه ورکړې چې روسي ترکستان پر ځان پسې وتړلې . دغه هېواد سره له دې چې د اسلامي نړۍ د علمي ځانګوګانو څخه یوه مهمه ځانګو وه ، خو له دې چې د استعمار په ناولو منګولو کې را ایسار وه ، خپله علمي تومنه او برم یې له لاسه ورکړی و . دغه هېواد آن له خپلو ګاونډیانو څخه ګوښه ساتل شوی و . د روسي تحت الحمایګي د بخارا د امیرانو لپاره د تل پاتې کېدو او د هغوی د  مخالفینو د له منځه وړلو وثیقه ګڼل کېدله .

     دلته دې ته اړتیا لیدل کېږي چې له ځینو هغو سیاسي پېښو ، جوړښتونو او څېرو څخه یادونه وشي چې د بخارا امارت له ړنګېدو دمخه مهمې ګڼل کېږي :  

 تر هر څه دمخه د یادولو وړ ده چې د نولسمې پېړۍ په پای او د شلمې پېړۍ په پیل کې ، آن تر ۱۹۱۸ کاله پورې په بخارا کې هیڅ ډول سیاسي سازمان شتوالی نه درلود ، هغه څه چې موجود وه د «جدید » په نوم یو غورځنګ و

  دغه غورځنګ چې د شلمې پېړۍ په پای کې د بېلا بېلو څېړونګو له خوا ، په مسلمانه منځنۍ آسیا کې د «جدیدیزم » تر نامه لاندې ورباندې څېړنې شوې دي ، راڅرګندیدل یې د شلمې پېړۍ په لمړیو کلونو کې ښیي . د «جدید » غور ځنګ په هیڅ ډول د روسي استعمار محصول نه و . جدیدیزم هیڅکله هم یو متحد او د ورتو نظرونو او ارمانو غورځنګ نه و ، او همدا شان یې یوه ثابته سازماني بڼه نه درلوده . جدیدیزم تر ډېره د اولس له منځه راټوکېدلی غور ځنګ و ، نه دا چې له پاس خوا نه کښتې خوا ته د اصلاحاتو لپاره یوه هڅه وګڼل شي . دغه غورځنګ آن یواځې په لوستو کسانو پورې اړه نه درلوده ، د ټولنې ډېر نالوستي کسان یې پلویان وو

    د جدید غورځنګ غړي ډېری ښاري خلک وو او سیاسي ایدیالوژي یې د اسلامیزم ، نشنلیزم او مدرنیزم پر بنیاد ولاړه وه

  د «جدید »غورځنګ هیڅکله هم سیاسي غوښتنې نه دي مطرح کړي او یواځې د ټولنیزو اصلاحاتو لکه د مدرسو او ښوونځیو په تعلیمي نصاب کې د طبعي علومو شاملول ، د پوهنې پراختیا ، د فساد پر ضد مبارزه ، مذهبي تربګنۍ او بنسټپالنې ته پای ورکول ، د ټولنې پر مختګ او عصري کونه او د داسې ورته موضوعاتو غوښتونکی و

   دغه غورځنګ د خپل شتون په ټوله موده کې دوه ډېر وتلي او ښه پېژندل شوي لوبغاړي درلودل چې یو یې عبدالروف فطرت او بل یو یې صدرالدین عیني نومېده . عبدالروف فطرت د غورځنګ ایدیالوګ ګڼل کېده او د بخارا په اړه یې ډېر آثار لیکلي دي . نوموړي ډېرو بهرنیو هېوادونو ته سفرونه کړي دي او د نړۍ د پر مختللو هېوادونو د لاس ته راوړنو په اړه یې پوره مالومات درلودل . عبدالروف فطرت خپلې اسلامي عقیدې او فرهنګي ارزښتونو ته د ژوند تر پایه ژمن پاتې شو ، د بخارا د پر مختګ او د اصلاحاتو په راوستلو کې یې د بخارا د امیر د واکمنۍ د دوام کلک پلوي و . فطرت د استعمار پر ضد چې هر څه لیکلي دي د هند او برتانیي په اړه دي . په پای کې فطرت له ډېرو نورو سره یو ځای د شوروي واکمنۍ د کورنیو چارو د کمېسار ( وزیر ) په امر د تاشکند په ښار کې وژل کېږي

   صدرالدین عیني سره له دې چې د تاجیکي ژبې ښه لیکوال او د نظر خاوند و او د شوروي واکمنۍ په کلونو کې یې د تاجیکي هویت د تثبیت لپاره ډېر ښه او د قدر وړ کارونه سرته رسولي دي ، خو نوموړي هیڅکله هم ثابت سیاسي دریځ نه درلود او تل د خپلو شخصي ګټو په لټه کې و . د عیني علمي راسپړونې ډېرې د شوروي عینکو د شیشو لاندې شوي دي . عیني د خپل ژوند تر پای ( ۱۹۵۴ ) پورې په لوړو دولتي او اکادمیکو چوکیو کې بوخت پاتې شوی دي نو ځکه په منځنۍ آسیا کې ډېر شهرت لري

     بله مهمه پېښه دا وه چې د روسي ترکستان ځایي خلک له عسکري خدمت څخه رسمأ معاف وو ، خو په کال ۱۹۱۶ کې د تزار له خوا داسې یو فرمان صادر شو چې د روسي ترکستان د وګړو لپاره یې د کار په کنډکونو کې خدمت کول حتمي وګرځول . د دغه فرمان په اړه د خلکو غبرګون له بغاوته ډک و .

      لکه څنګه چې پوهېږو چې روسیه په ۱۹۱۷ کال کې د څو انقلابونو شاهده وه ــ لمړۍ د فبرورۍ د میاشتې انقلاب بریالی شو چې پایله یې دا وه چې د تزار واکمني راوپرځېده او موقت دولت جوړ شو وروسته بیا دغه حکومت هم ړنګ شو او بلشویکان د واک ګدۍ ته ورسېدل چې د اکتوبر انقلاب په نوم یاد شو . په دغه وخت کې د روسیی ټول دولتي او ټولنېز جوړښتونه له منځه لاړل ، د لمړۍ نړیوالې جګړې په کلونو کې د روسیی اردو دومره ځپل شوی او وېشل شوی و چې آن له خپل ځان څخه یې دفاع نشوای کولای . هغه اولسونه چې د روسي استعمار له زغ لاندېې وو د خپلې آزادۍ د لاس ته راوړو لپاره یې هڅې ګړندۍ کړې .

       په کال ۱۹۱۸ کې د پخواني روسي ترکستان پر ځای د شوروي ترکستان خود مختاره سوسیالستي جمهوریت اعلان شو چې د څوارلس لوړ رتبه چارواکو څخه یې یو هم د سیمي د اصلي اوسېدونکو څخه نه و بلکې ټول روسان وو . د ترکستان د شوروي جمهوریت د چارواکو دغه شان ملیتي ترکیب مونږ ته دا واقعیت را برسېره کوي چې کمونستان ( بلشویکان ) یواځې د هغو روسي وګړو په منځ کې پیدا کېدل چې یا به یې په نظامي برخه کې خدمت کاوه ، یابه د اورګاډي د لیکو کارګران وو او یا هغه روسان چې د دایمي میشت لپاره منځنۍ آسیا ته راوستل شوي وو . د سیمې د اصلي اوسېدونکو په منځ کې یې نفوذ په یقین سره تقریبأ صفر و . د سیمه ییزو وګړو په تړاو د تزاري روسیی سیاست تر ډېره د لېرې ساتلو او یا لار نه ورکولو په اصل ولاړ و، نو ځکه د ګوندونو لپاره دا ناشونې وه چې د دغو خلکو په منځ کې پلویان پیدا کړي

     د ۱۹۱۸ کال د فبرورۍ په میاشت کې یوه ډېره تاریخي پېښه رامنځ ته شوه او هغه دا چې د ترکستان اسلامي شورا ( شورای اسلامیه ) او د علماوو شورا د خوقند په ښار کې ګډه غونډه درلوده چې له دواړو خواوو څخه دوه سوو استازو په کې ګډون کړی وو . د دغې غونډې ګډونوالو د ترکستان مستقل جمهوریت ( ترکستاني مختاریت ) د تاسیس اعلان کړ . دغه دولت په منځنۍ آسیا کې د جدید غورځنګ د سیاسي ایدیالوژۍ ښه بېلګه ده چې اسلامیزم ، نشنلیزم او مدرنیزم څنګه کولی شي یو له بل سره غوټه شي او ټوله ټولنه یو موټی کړي .   د دغه نوي دولت له اعلانېدو سره سم د تاشکند بلشویکان چې ټول روسان وو ، له ماسکو څخه مرسته غواړي او کله چې د ماسکو له خوا رالېږل شوې ځواکمنه قوا رارسېږي د خوقند نوي جوړ شوي دولت پر ضد عملیات کوي . دغه نظامي عملیات د سیمې د خلکو او بلشویکانو تر منځ لمړنۍ خونړۍ جګړه وه چې د لږ  

ورځو په ترڅ کې څوارلس زره ترکستانیان شهیدان شول او درانه مالي تاوانونه یې واړول . د خوقند دولت په له منځه تلو سره هممهاله د سیمې ګڼ شمیر استعماري ضد استعدادونه هم قصدأ له منځه یوړل شول چې تشه یې شاید هیڅکله هم ډکه نشي . د دغه کم عمره او نا پېژندل شوي دولت مشران محمد جان تېني پایف او مصطفی شوکای وو

    دا هم د یادولو وړ ده چې کله بلشویکان قدرت ته رسېږي حکومت یې د بخارا استقلال په رسمیت پېژني او د تحت الحمایي لاسلیک شوی تړون بې اعتباره اعلانوي ، خو په کال ۱۹۱۸ کې په دغه هېواد کې د بلشویکانو له خوا داسې پېښې رامخ ته کېږي چې دوه کاله وروسته د بخارا امارت د تل لپاره تاریخ ته سپاري

پورته مو په بخارا کې د جدید غورځنګ په اړه یوه لنډه یادونه درلوده ، په دغه غورځنګ کې یوه ډله چې د « ځوان بخارایان » په نوم یادېدله داسې پریکړه کوي تر څو د وسله وال پاڅون له لارې امیر د اصلاحاتو راوستلو ته اړ کړي . د دغې ډلې مشر فیض الله خواجه یف په تاشکند کې د شوروي ترکستان له مشر اف . کولیسو سره چې د ترکستان ټول ګوندي ، دولتي او نظامي واک په لاس کې لري ، اړیکه نیسي او داسې مالومات ورکوي چې د بخارا اولس د انقلاب لپاره تیار دی او د امیر د استبداد پای غواړي . د دې تر څنګ نوموړی د شوروي ترکستان څخه د وسلو او د اړتیا په صورت کې د نظامي ځواک غوښتنه کوي 

د شوروي ترکستان مشر کولیسو د بخارایي پلاوي پلان تاییدوي او د مرستي ژمنه کوي خو غوښتنه یې دا وي چې په خوقند کې د نوي جوړ شوي مستقل دولت تر ټکولو پورې د دوی د پلان عملي کېدل باید وځنډېږي

وروسته تر هغه چې په خوقند کې نوی اعلان شوی دولت له منځه ځي او د خوقند او سمرقند ښارونه د خپلو اوسېدونکو لپاره په هدیرو بدلېږي د شوروي ترکستان مشر د بخارا په کاګن کې ، چېرې چې د شوروي نظامي چوڼۍ وه ، را ښکاره کېږي او ځوان بخارایانو ته وایي چې د امیر پر ضد عملیات باید په پنځو ورځو کې پیل شي ، او د وسلو ، مهماتو او د نظامي ځواکونو د رارسېدو زېری هم ورکوي

    د « ځوانو بخارایانو » سازمان مشر یوه انقلابي کمیټه جوړوي او خپل دوه سوه پلویان مسلح کوي او نور د خپلو راغلو بلشویکي ملاتړ کوونکو د بري لپاره شېبې شماري . له تاشکند څخه راغلي نظامي ځواک پر خپل بري باندې پوره باور درلود او د امیر دپلویانو پر مقاومت باندې چا حساب نه کاوه . د بخارا د شوروي کولو عملیات په لمړیو شېبو کې له ماتې سره مخامخ کېږي او د تاشکند په لور تېښتې ته اړ کېږي . د بخارا امیر د خپل څورلس زریز اردو تر څنګ ټول اولس د دغه تېري پر ضد سمبالوي

 

     د بخارا امیر که له یوې خوا موقتي بری تر لاسه کړ خو له بلې خوا یې دښمن ته خپل کورني مخالفین هم په لاس کې ورکړل . له ماتې خوړلو بلشویکي ځواکونو سره یو ځای ځینې هغه بخارایان هم تاشکند ته وتښتېدل چې له امیر او پلویانو څخه یې ډار درلود . کابو اته زره بخارایان وتېښتېدل، چې د هغو په ډله کې صدرالدین عیني هم و . د توطئه کوونکې ډلې مشر فیض الله خواجه یف چې کله د بخارایي مقاماتو له خوا دده د اعدام د حکم د صادرولو په اړه اوري ، په تاشکند کې هم نه ځایږي او ماسکو ته تښتي .

    د فیض الله خواجه یف په اړه په زړه پورې مالومات : په کال ۱۸۹۶ کې زېږېدلی دی . په کال ۱۹۱۳ د جدید غورځنګ سره یو ځای کېږي ( ۱۷ کلن و ) . په ۱۹۱۶ ـــ ۱۹۲۰ کلونو کې د ځوانو بخارایانو د ډلې له مشرانو څخه یو تن و . د ۱۹۲۰ کال په سپتمبر کې د روسیی د کمونست ګوند غړی شو . د همدې کال په همدغه میاشت کې د بخارا د امارت له ړنګېدو وروسته د بخارا د شوروي جمهوریت مشر ګمارل کېږي ( ۲۴ کلن و) . 

 څه فکر کوئ چې دغه شان یو شخصیت باید په کوم نوم یاد شي ؟ انقلابي ؟ ایدیالست ( ارمان ګرا ) ؟ سیاسي توطئه ګر ؟   پردی جاسوس ؟ او یا دا چې زمانې په داسې لومو کې راګیر کړ چې ځان خلاصول یې له توانه وتلی کار و ؟

دا هم باید هېر نشي چې د بخارا امیر او متعصبو دیني علماوو خپل ډېر بې ګناه هېوادوال یواځې په دې تور ووژل چې لوستي کسان وو او یا یې د ورځپانو لوستلو ته لېوالتیا ښودلې وه .    روسي بلشویکانو په بخارا کې خپله ماته ومنله او هڅه یې وکړه چې د بخارا له امیر سره خپلې اړیکې عادي او په ظاهره دوستانه وښیي ، خو له دې چې بخارا د ټولې منځنۍ آسیا د زړه حیثیت درلود نو ځکه د شوروي له کنترول څخه دباندې او یا خپلواک پاتې کېدل دټول ترکستان لپاره سیاسي ، امنیتي ، نظامي او اقتصادي ګواښونه وو نو پایښت یې د ماسکو لپاره په هیڅ ډول د زغم وړ نه و . د بخارا د نیولو لپاره کابو دوه کاله تیاری ونیول شو او په پای کې عملیات په دې ډول پیل شول

                                                                  

        لمړی د شوروي روسیی رسمي هیئت د میخایل فرونز په مشرۍ د بخارا له امیر سید عالم خان سره د ۱۹۲۰کال د مارچ په میاشت کې ګوري او د لاندېنیو موضوعاتو په اړه ورته التیماتوم ورکوي : د بخارایي پیسو پر ځای د روسي روبل چلند منل ؛ د بخارا په خاوره کې د روسي قطعاتو ځای پر ځای کول ؛ د «جدید »غورځنګ ( دلته مطلب د بخارا له کمونست ګوند دی چې ادعا کېږي چې په کال ۱۹۱۸ کې جوړ شوی دی خو هیڅ داسې ثبوت نشته چې د بخارا د کمونیست ګوند شتوالی وښیي) په ګټه له واک څخه ګوښه کېدل او همدا شان له بخارا څخه د « ترمز » تر ښارګوټي پورې د اورګاډي د پتلۍ په غزولو کې مرسته کول

      د یاد هیئت د التماتوم په اړه د بخارا د امیر غبرګون د رد ځواب و . په منځنۍ آسیا کې روسي بلشویکان د نظامي ځواک په مټ د بخارا د امیر د واکمنۍ د ړنګولو پرېکړه کوي او د بلشویکانو د ګوند سیاسي بیورو د ۱۹۲۰ کال د اګست په پنځه ویشتمه د ترکستان نظامي شورا ته د بخارا د اشغال امر ورکوي او ددې تر څنګ ورته لارښونه کوي تر څو جګړیزعملیات داسې تنظیم کړي چې ته وا دا د بخارایانو خپل انقلاب دی او ماسکو په کې لاس نه لري

    د شوروي ځواکونو له خوا عملیات د اګست پر ۲۸ نېټه پیل کېږي او د سپتمبر پر دوهمه د امیر ارګ ړنګ او دشوروي بیرغ ورباندې هسک شو . په دې ډول په منځنۍ آسیا کې یو تر ټولو پخوانی دولت او ملي هویت تاریخ ته وسپارل شو . په دغو عملیاتو کې د شورو شوروي ځواکونو د بخارا ټول ښارونه د خونړیو جګړو په پای کې لاندې کړل نو ځکه د ښارونو ډېرې سیمې د ځمکې له مخ سره یو شوي ، او د بخارا په ښار کې یو داسې کتابتون وسوځول شو چې په سیمه کې یې ساری نه درلود . د بخارا وروستی امیر سید عالم خان له خپل حرم سره لمړی دوشنبې ته وتښتېده له هغه ځای څخه د کولاب له لارې کابل ته راغی او د خپل عمر تر پایه په کابل کې اوسېده او جنازه یې په شهداي صالحین کې خاوروته وسپارل شوه .

-
بېرته شاته