(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

رښتونې سړې

[30.Oct.2017 - 21:28]

ساده غړپ 

لیک: اعجازخټک د لاچئ

ځان کتنه: یوداسې مسلمان چې د مسلمان په کورکښې پیدا شوې خو دوخت تیریدو سره  د عامو مسلمانانو غوندې نه ځان سني ګڼی ، نه شیعه، نه دیوبندي اؤ نه بریلوی بلکی دا فروعی اختلافات د نن مسلمان د زوال لوئې سبب بولی، هم دغه وجه ده چې ټول مسلمانان د یوبل وینو ته تږی ناست دی اؤ دا لوئې جهاد ګڼی ، الله اؤ رسول ئې هیرکړی بس جنت ته د تلو لنډه لارخوښوی، جنت خو د یومسلمان بیخي د ژوند مقصد نه دې ترڅوچې د الله اؤ رسول په احکاماتو عمل نه وې کړې، د لوئې لوئې ږیرو والا اؤ په تبلیغ کښې څلور څلور میاشتو لګونکو باندې خو بیخې اعتبار نه کوی ځکه چې دوی ګوری چې کچهرئ، عدالتونه دوی نه ډک دي، وکیلانوسره غورپوړ به دوی لګولې وی، په تندیو به ئې د سجدو تور نشانونه ښکاری خو زړونو نه ئې یو یو الله خبر دې، په بازارکښې ټولو نه ګرانفروش دوی یادیږی، ټګئ ټورئ کښې دوی سارې نه لري، د لورخور په سر جهیزآخستلو کښې دوئ هیڅ باک نه ګڼی، بس یوه ږیره خرئیل ورته ناجائزښکاری،چې ددوی اعمالو ته اوګورې نو دکمزوري ایمان سړې به په هغه دم کافرشی،  

دا داسې سړې دې چې نه ځان معاف کوی اؤ نه بل خو طریقه واردات ئې ‌ډیرخواږه دی ،نن خپل ځان نه څرمن ویستل غواړی،  هغه سړې ئې ډیر بدي شی چې ځان ډیرهوښیار ګڼي خو تش هیرینږی ، د تالابو ماماخربه ترینه ډیرښه وي چې د بازار نه به ئې دوه منیزه بورئ ورباندې کیښودله نوهغه به په ړندو سترګو د سړي کور ته نیغه رسوله اؤ په لاره کښې به چرته د اوبونالئ راغله نو خره به ئې ترینه ټوپ اوکړو ، تالابو ماما به ورپسې روان وو اؤ دوئ به ورته په شا لاس آچولې وو لکه خربه ئې رهبر وو اؤ دا به متکلم وو، 

انسان چې خره سره هم مینه اوکړی نو هغه تابعدارشی ، 

د ده سړې یو بل زوړ عادت دې چې کله په ښو بدو پوهې شوې دې نو د غنمو د دانې ډیر شوق لری خو د مار د سوړې نه ئې سخته کرکه ده ګنې عمر ئې شپیتو لکه ویشتو ته رسیدلې خو خدائې عادت مه کړه هیڅوک په بدو چارو، 

خلق ورته ښه اؤ لوئې شاعر هم وائی خو ځان اوس هم شاعر نه ګڼي. شعروادب کښې ئې نیمه سنچری وهلی ، اوس هم ریټائر نه دې ، اوس د ون ډې په ځائې ټیسټ میچونه کوی ،نه ئې ون ډې ګټلی اؤ نه ټیسټ میچونه شپږ ویشت کاله ئې، درې څلویښت کاله ئې  عرب امارات کښې ډینجولي ، دوحه قطرکښې ئې ګوهرشناش ، حسین احمد صادق ، وزیربادشاه جانان ، امت حسین بنګش ، شاهنواز لاله  په کوششونوپاک پښتوادبی ټولنه، ویسا(اټک) کښې کښې مشتاق احمد اؤ سجاد احمد په کوششونو چهچ پښتو ادبی ټولنه ، لاچئ کښې ئې انورالفت، نثارګل نثار، اقبال فنا، الطاف خټک، اسلام بادشاه خټک، سلیم خټک، انورحسین مسافراؤ اقبال عارف په کوششونوپښتو ادبی ټولنه اؤکراچئ کښې ئې صابراحمدصابر دسوات اؤ د هغوی نوروملګرو په منډوترړو اتفاق پښتوادبی ټولنه جوړې کړي ، پنځوس کاله ئې ډیرمشاعرې دپښتونخواه په ګوډ ګوډ کښې ډینجولی نو ځکه ئې خلق یو ښه شاعر په نوم یادوی ، خپل عمر پینځه دیرش کالو نه زیات نه شماری خو خلق ئې پینځه شپیته کالو مشر ګڼي ، د کال ۱۹۷۹.ء نه کال ۲۰۱۳.ء پورې د اماراتوپښتوادبی ټولنې مرکزدوبئ عمومي سیکرترپاتې شوې . الیاس ټلوال اؤ ایوب سلطان بندیوان سره د دې ټولنې بانی پاتې شوې،د هغې نه پس په اماراتو، قطر، سعودی عرب کښې بلها ادبی ټولنې اؤ سماجې اؤ سیاسی ګوندونه جوړ شوی،نو په دې لحاظ د اماراتوپښتو ادبی ټولنه مرکزدوبئ د ټولو ټولنو مور اؤ دا سړې ئې نیکه آبا شو.

د مرزاعبد الودود بیګ غوندې هر بې خوند شعر باندې د اسې داد ورکوی چې بیا شاعرد خپل ځان نه بل څوک ښه اؤ لوئې شاعر نه مني، یو ځل خو داسې هم اوشو چې يوې مشاعرې کښې یو نوی شاعرته ډیر داد ورکړو نو په په بلې مشاعر هغه شاعر د شاعرئ قسمونه بیانول شروع کړل ، ځان نه ئې قلندر مومند جوړ کړوخو په دې هیله داد ورکوی چې کیدې شی ، چرته خو به پوهې شی اؤ د سړې ځوئې به شی ،

عدنان بخاری د ټولو نه ښه مسلمان ګڼي ځکه چې د یو ښه مسلمان ټول صفتونه  په دوې کښې موجود دی ، یو وخت کښې بخاری نمونځونه کول خو اوس نه کوی ، ولې چې یوملا ورته وې چې هلکه! ټوپئ په سر کړه، ده ورته وې چې د دې نه بغیر هم مونځ کیږی، دا څه فرض نه ده خو ملا په ضد وو، آخردوی ورته جمات پريښودو، اوس ددې ذمه دار څوک دي ؟ 

بخاری به  د نمانځه  شوق نه لري خو په غریبانو ډیر خیال ساتی ،سودا به د یو غریب ریړې والا نه آخلی ځکه چې د ئې دا عقیده ده  چې د غریبانو خیال ساتل اؤ د سترخيټو نه نفرت ، نو یو شعر ئې اولیکلو چې

تاسو ته به دا سړې بیخي مسلمان نه ښکاری

راشه لږ ایمان د مسلمان ورسره اوتله

د ده سړي هم دا ایمان دې چې هر هغه دوکاندار ئې ډیر بدې شی چې څیزونه به دو نمبر خرڅوی خو په دوکان به ئې والله خیرالرازقین لیکلي وې ، اؤ دا به ئې هم لیکلی وي چې دلته صفا اؤ اصلی ګبین ملاویږی ،د دې لیکلو ضرورت ورته ولې پیښ شو ځکه چې خلق پرې اعتبار نه کوی ،دا ئې د منافقت غټه نشانی وی، 

شاعران ئې ډیر خوښ دي ځکه چې داخلق یوازې مینه خوروی ، دا نور خلق خو بس د بل په غیتونو ټوله ورځ لګیاوی،  تیروی اؤ دا ئې مشغوله وي چې هغه فلانی فلانې اوویشتو، چې ماښام کور ته راشی نو چې پوښتنه ترې اوکړې چې هلکه ! ورځ دې څنګه تیره شوه نو دا به وائی چې بس یو پاؤ وړه مې ګټلو، نو سړې حیران پاتې شی چې الله پاک ته یوازې یو ټوک ډوډئ د پاره پیدا کړې ئې، دا پنځوس کاله عمر دې بس هم دغه کار کوې، د چا په ښې به هم راغلې ئې کنه ؟ - بس هم داسې نهر نهور به  قبر ته لاړ شې اؤ په ژوند کښې به دا وائی چې الله غفور و رحیم دې، افسوس په دې ورځي چې هم دې ټوله ورځ دې خلقو سره دوکې شوکې کړی، د بل په حق دې هیڅ سرپه نه ده کړی ، په جائیدادکښې دې خپلې خور، لور ته خپله حصه نه ده ورکړي اؤ ځان ټولو نه غټ مسلمان ګڼې ، نو تا به څنګه الله اوبخښي ؟  نمونځ به هم کوی خو تشه زمکه به بوئیوي، هغه خلق ئې هم ډیر بدی شی چې په جمات کښې به پنځه وخته بانګونه وائي ، ملاصیب پسې به مخکښې صف کښې اودریدلې وي خو چې بهر راووځی نو بیا به ګوری چې زه د بل ورور څنګه اوټګم، 

آمین بنګش خپل استاد ګڼې خو چې کله دوبئ کښې وو نو د شعروشاعرئ الف، ب ورته دوی ښودلي ، هاضمه ئې بیخي کار نه کوی خو آمین بنګش هغوی اؤ الیاس ټلوال دواړته دا وائی چې الله مو په چا میلمانه مه کړه، 

د عبدالستارعاجز د لاس پخ کړی پائې ئې ډیرې خوښې وې خو اوس د زړه مریض دې نو ډاکټرانو ورباندې بند کړی دي، 

وریژې ئې ډیرې خوښې دي خو د دیګ چې هغه هم د لرګو په اور پخې شوی وي، 

په سبزیو کښې بنډئ، کدو اؤ د شړسمو سابه ئې ډیر خوښ دی ، د چڼو دالو دریابي خوروه په ډیرمینه خوری ، د ماسور دال ئې هله خوښ وی چې کله ژمې راشی نو ورباندې تور اؤ شنه مرچکی واچوی اؤ زکام د پاره ئې اکیسرګڼی ، دا د ده مجربه نسخه ده. 

د شورشورخاموشئ په نوم ئې د یو کتاب چاپ کولو جرم کړې  خو د دیوانئ مقدمې غوندې ئې هغه کیس په عوامی عدالت کښې اوچلیدو، ډیرلوئې لوئې ادبی وکیلانو ته ئې کتاب واستلو خو چائې هم د ده په حق کښې ګواهی ورنکړه نو هغه کیس د اتلسم تریم په برکت پخپله ختم شو نو اوس یوبل د پانامه غوندې بل کیس دا همه غزل غزل شی په نوم وړاندې کوی نو ګورو چې کوم ادبی شیخ رشید یا عمران خان غوندې کسان به ورباندې په سپریم کورټ کښې کیس جوړوی ، 

په ژوندکښې ئې دا اصول ټاکلی چې خپل نیت صفا ساته ، پنځوس فیصده مسئلې اؤ د ژوند کشالې به پخپله ختم شی اؤ بله دا چې ته اوغواړه د بل خیر، الله به درکړی درته خپل خیر، تش د نوم مسلمان نه د غیرمسلم هم که هغه هندو، سردارجی وی ، دوی ئې ډیر قدر کوی ځکه چې هغسې ټګی ټوری نه کوی لکه څنګه چې دمسلمان انتخابی نشان جوړ شوې،په اوسنې جمهوریت هیڅ یقین نه لری، دا په دواړه لاسه د خزانې لوټلو د پاره یوه آزمائیلی لار ګڼی، په انتخابو کښې د ووټ آچلو نه ډډه کوی ځکه چې دا ووټ داسې ګڼي لکه دا صوبائې اؤ قومی ممبران پخپله لکه سړې پنځو کالو د پاره په کورونو کښې نظربند کړي ،د انتخاباتو نه پس خو بیا دا ممبران شمیران بیا په دوربین کښې هم نه ښکاری، ملکی سیاست سره ئې بیخي نه لګي ځکه چې دا ټول سیاسی تاجران ګڼې ،نن سبا نظریاتی سیاست یا د عوامو د خیر ښیګرې د پاره نه کیږی، ځکه چې داټول ځانی ګټې د پاره کیږی، د زنده باد، مرده باده نعره د اولس د بیوقوتوب غټه نشانی ګڼي، 

د ټولو نه ښه سړې یوازې قائداعظم بولی ځکه چې  د مرګ نه پس هم هغه دخلقو کارونه کوي، بلکه د ولی الله درجه ورکوی،  د پښتانو ټولنه د ژوندیو هدیره ګڼي ، ژوندی مړی ګرځی راګرځی،

دا ئې وصیت دې چې زما په قبر به دا شعر لیکئ چې

خاورې په ما باندې ډیر واړوئ

په ماګمان چا ماړو کړې دې

نیټه : ۲۴ ، اکتوبر ۲۰۱۷.ء

.........................

رښتونې سړې

لیک: اعجازخټک د لاچئ

هغه دومره رښتیا وائی چې څوک ئې په رښتیاؤ هډو باور نه کوی ، یا خو رښتیاوائی نه اؤ که وائی هم خو رښتیا ئې هم دروغ ښکاری — چې دا ولې ؟ یو عجیب الخلقت  انسان دې، د خلقو نه جدا صفتونه لری چې درسره خبرې کوی نو وروځې به داسې خوزوی لکه د ګاډی وائپرې چې ښکته پورته کیږی.چې درته ګوری نو  سترګې  به داسې ځمبوی لکه دګاډی فل ډیم لائټونه . سر اؤ ورمیږ خوزول ئې لکه انتخابی نښه وی . په خبرو کښې ورمیږ  داسې۹۰ ډګرئ زاوې باندې تاؤ ی راتاؤی لکه بی پائيلوټه الوتکې چې ډرون حمله کوی.دنګ لوړ ، واړه کپرئ،نرئ پوزه لکه قائداعظم دویم جنم کښې رازیږدلې وی، پخوا به ئې سګریټ داسې څکل لکه د اور ګاډې روان وی خو نن سبا ئې  هرڅه ته پوخ طلاق ورکړې. ږیره ئې هم یو ځل دومره لویه کړی وه، تا به وې لکه زمونږ د برخې ږیره ئې هم پریښی وی. په ګاډی کښې چې درسره کینی نو ته به اسټرینګ ته ناست وې خو دا به درسره ګاډې چلوی، قدم په قدم به وائي،خیال کوه ، مخکښې درینجک دې ، ښی آړخ ته واؤړه، مخکښې ګوره، په ټوله لار به درسره دغه وظیفه کوی، عقل ورته خدائې دومره پریمانه ورکړې چې په دومره واړې کپرئ کښې ئې نه ځائیږی نو پوندو کښې ئې خوندی کړې دې، د کوپړئ اؤ پوندو ترمینځ ئې اووه نیم فټه فاصله ده،دا چې سر اونه خوزوی نو مازغه ئې بیخی کار نه کوی، بیا ئې چې څه ګډې وډې اووئیلې ، ګیله به ترې نه کوې،  ډیرې کمې موقعې داسې راغلی چې دوی خپل عقل استعمال کړې وی ، همیشه ئې خالی کوپړئ نه ډزې کړې.  یو ځل زه، الیاس ټلوال یوې مشاعرې ته په خپل ګاډی کښې روان وو، ما ترینه په لاره پوښتنه وکړه چې صاحبه!  کوم کوم ځائې کښې دې نوکری کړی ،  په ځواب کښې ئې یو لوئې داستان ئې شروع کړو، وئیل ئې د کلی ټاؤن کمیټئ کښې مې اتلس کاله مالیتوب کړې، بیا پولیس کښې نوکر شوم، یوویشت کاله مې هلته تیر کړی ، بیا عربستان ته راغلم،  شپږویشت کاله کې عربستان کښې خواری مزدوری اوکړه ،بیا مې ویزه کینسل کړه اؤ په کلی وطن کښې ۱۸ کاله تیر کړل خو بیا عربستان ته راغلم، انډیا ته هم یو څوځله تلې خو داسې نه ښکاری چې په دومره لنډ تنګ عمر کښې به هغه دومره سفرې اؤ نوکرئ کړی وی، ما ترې پوښتنه وکړه چه بیا عمر دې څومره دې نو سمدستی ئې راته اووې چې اوس ایله د پنځوسو کالو شوم، ماسره په ګاډی کښې بل ملګری داهرڅه آوریدو چې ورته رو غوندې مخ ئې ورته راواړلو اؤ ورته ئې اووې چې هلکه ! نوکری خو دې اتیاؤ نه واؤړیده اؤ عمر دې هغسې پنځوس کاله، نو زمونږ دا رښتونې ملګرې حق بک پاتې شو چې دا ئې راباندې کوم ډز اوکړو خو ده هم وارخطا نکړو اؤ  په ډير غصې کښې ئې ورته اووې چې مړه! تاسو ته به څوک د نوکرئ حال اووائی چې بیا ورپسې حسابونه کوئ.یو ځل ئې چا کلی ته یو پاټو راوړې وو، ملګرو یوبل نه پوښتنې کولې چې دا د چا تصویردې ؟  یو ملګری ورته اووې چې دا کلاشنکوف ماما دې کنه. هغه بل ورته وې چې دا بیا سر ولې نه خوزوی؟ زه ئې نه منم ،دا خو د هغه ټریډمارک دې. یو ځل داسې وشوچې دا هردو درومیاشتوکښې به په چټئ راتلو ، ملګرې ئې پریشان وو چې دادومره زر زر ولې راځی، نو هغوی ترینه پوښتنه وکړه چه هلکه ! خیر خودې کنه ؟چې دومره زر زر راځې، میاشت نیمه مخکښې لاړ وې اؤ بیا راغې. ده ورته اووې چې تاسو نه ئې خبر که څه ؟ چې زماښځه سخته ناجوړه ده، نودوی ترینه پوښتنه اوکړه   چې دڅه بیماری ئې ده ؟، هغه ورته  اووې چې د هغې مازغو کار پريښې دې، ټولو ورته حیران شول چه مړه ! دا خبره د منلو ده ځکه چې مونږ خو درسره یوه ورځ تیره کړو نو درې ورځې مو مازغه کار نه کوی ، نو دا څنګه دا کیدې شی چې ستاکورودانې تاسره پنځه دیرش کاله تیر کړو اؤ د هغې غریبې اوس مازغه خراب شو. عجیبه سړې ئې ، واقعی چې کلاشنکوف ماما ئې، یو ځل د دیرې ټول ملګری په سیل وتلی وو اؤ چې واپس راتلو نو د دیرې ټول ملګری خفه دلګیر ناست وو خوچې کله دا کلاشنکوف ماما راننوتو نو د خلې نه ئې يو ډز اوکړو، ټولو یو بل ته وکتل چې دلته مړې شوې اؤ دې ډزې کوی، خو دا د خپل عادت نه مجبور وو، چې کله خبر شو نو دا ئې اووې چې ماوې ټول غلی ناست دی، ماوې چې دا ټول  وخاندوم، شاعرهم دې بس دومره چې  اووه آته غزلې ئې لیکلی ، یوه بل خاصیت ئې دا دې چې آخلی پخلی کښې ډيرتکړه دې خو چې کله ښه څیزپوخ کړی نو ملګری ورته وائی چې ټول چل درته اعجازخټک ښودلې نو بیا ډیرتاؤ راتاؤ شی اؤ وائې چې ما نایانو سره څلور کاله دیګونه وینځلی دی اؤ د هغو نه مې دا چل زده کړې ، داخبره هغه ډیرځل کړی ده نو یو ځل ترې یو ملګری پوښتنه وکړه چې هلکه ! تا رښتیا نایانوسره څلورکاله دیګونه وینځلی، نوهغه ورته اووې چې که رښتیا راباندې وائې ، دا مې هسې دروغ وئیل ، ملګری ترې پوښتنه وکړه چې ولې ؟ دا ځکه چې هرڅه به ما ډیر ترسکون پاخه کړل اؤ بیا تاسو به وئیل چې دا چل درته اعجازخټک ښودلې ، عمر ئې اوویاؤ نه آوړیدلې خوپه دا دومره عمر کښې به داسې بیماری نه وی چې هغه ده ته نه وی راغلی خو حقیقت کښې هیڅ داسې بیماری ورته تراوسه نه ده لګیدلی چې لکه د نورو کسانو دا هم فانی دنیا نه لاړ وی ، بس دا د بیماریانو مشهورتیا کوی ، داسې ښکاری چې ترهومره به دا د بلې دنیا سفر نه کوی ترڅو چې دوی هغه ټولې بیماریانې خلقو ته نه وی ښودلی، وماعلینا الاالبلاغ – دروغ برګردن راوی.

-
بېرته شاته