(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پشتونخوا كلتوري حًانگه

[30.Oct.2017 - 22:43]

د پشتونخوا كلتوري حًانگه

لیک: نورالبشر نويد

هر قام په ژبه او کلتور پېژندل کېږي. په مرکزي او صوبايي کچه د کلتور وزارت فعالې ادارې لري. هغه هېوادونه چې له يو بل سره ادبي او کلتوري اړیکې لري نو دغه ادارې په کې کار کوي، دا بېله خبره ده چې حکومتي ادارې د دې لپاره خپل خپل مهربان نومونه لري!

بهرنیو هېوادونو ته هغه اشخاص د دې ادارو له خوا ځي چې حکومت ته نږدې وي، د يو بل لپار مهربان او ممنون وي. دا ځان له اوږد بحث دی خو لنډه دا چې حکومتي ادارو ته هغه اشخاص د منلو وړ وي چې په سينه کې یې د اوس وخت چارواکي درزېږي او په مغزو کې یې د هغوى سياسي اړیکې وي.

موږ چې د خپل هېواد خبره کوو نو دلته سياستونه په رياستي ادارو او فنونو يو ډول حاوي وي. خو چې له دغه اوږد بحث نه راوګرځو او د خپلې پښتونخوا کلتوري څانګې ته راشو نو د تېرو چارواکو هغه ګناهونه به هم وبښو چې د شاعرانو، اديبانو، هنرمندانو په مرسته کې یې هم کمېشن اخیستو.

اوس خلک هغوى پسې ارمان کوي. هر څه چې و، دوکان یې ګرم و، دوکانداري روانه وه، حال دا چې شاعرانو او هنرمندانو د داسې دوکاندارۍ په تړاو دا شعري ښېرې کولې!

خدايه دا بازار تالا کړې په مغلو

د مفلس حسن په يو موټى چڼو ځي

خو!!

اوس نه هغه بازار شته، نه هغه دوکان شته او نه د دې نوي بازار دوکانداران پوهېږي. يو بنسټ پاله قوت وایي چې په کجوره کې ثواب دی. پېښور کې یې کجورې وکرلې، ټول کلتور په کجوره کې راغونډ شو.

د پښتونخوا د چارواکو بل قوت د پنجاب کلتور ته عصریتوب وایي. د پښتونخوا د پښتو سندره لا له وړاندې د پنجاب په خوله اوړېده راوړېده! او په بهرنیو هېوادونو کې خلک وايي پښتو کلتور دومره لوڅ او بې شرمه وي؟؟ خو هغوى ته دې دا معلومه وي چې نه دا سندرې زموږ د کلتور دي او نه دا سندرغاړي زموږ دي.

یوازې د پښتو په نوم پنجاب خپله بې شرمي خرڅوي. موږ خو د پښتونخوا کلتوري څانګه کې اوس نه ګل لرو نه بلبل! ګل یې په کجوره کې ځوړند شو او بلبل يې له څانګې والوت. موږ تل د خپلو بلبلانو انتظار کړی دی او بيا یې په راتلو دا لنډۍ وايو!

اوړی دې کوز پنجاب کې تېر کړو

په ژمي راغلې سلامت غواړې خالونه

د پښتونخوا څه عجيبه وېش دی. کله کله یې په بخت داسې داسې خلک راشي چې هغوى پښتو ته د سياست په نظر ګوري او د تاريخي قام ژبې ته د دوزخ ژبه وايي. دلته پښتونخوا کې چې څوک پښتو او پښتون کلتور ته دوزخي او فحاشي وايي نو هغوى ته ځان جنتيان ښکاري او په کورس کې عربي حتمي ګڼي چې دا د جنت ژبه ده.

خو د الله تعالٰى دا فرمان ترې هېر دی چې تاسو ما په مختلفو قبيلو او قامونو کې ځکه پېدا کړي یې چې يو بل وپېژنئ. خو زموږ د مذهب استازان د قام معنا بل شان کوي. هغوى قام، ژبه او کلتور له یو بله بېلوي. هغوى د عربو کلتور ته هم ثواب وایي او د نورو ملکونو مذهبي مسلمان پوهان چې ورته په کورتۍ پتلون کې مخامخ شي نو هغوى ته د اروپا په نظر ګوري. د کلتور او قام څه عجيبه معنا کوي!!

 

دا ټول حالات او واقعات په پښتونخوا تېر شوي دي او اوس د دغه مرحلو څخه تېرېږي. په تعليمى نظام د مذهب ګوزار کوي، پښتو وهي، د پښتو تاريخ وهي، محمد بن قاسم ته اتل وايي، احمد شاه ابدالي ته ډاکو وايي. اوس چې د کلتور څانګې ته ګورو نو په کې د پښتو شاعرانو، اديبانو، قلمکارانو، او هنرمندانو برخه خواره ده.

نوى غږ راغلی چې د پښتونخوا د کلتور څانګه به له بې وزلو هنرمندانو سره د پنځوس زره روپیو مرسته کوي. د مرستې لپاره غوښتنلیکونه غواړي. هنرمندان د پښتونخوا د کلتور څانګې په خدمت کې عرض کوي چې موږ له امداد راکړئ. که څوک د دې امداد له غوښتلو پاتې شول نو هغوى پاتې واخله.

پوښتنه پیدا کېږي چې دلته به هر څيز په درخواست او غوښتنه وي؟ کلتوري څانګه به ځواب ورکوي!

هو! دا حکومتي اداب دي، ''طور طريقه'' ده!

خو که موږ د کلتوري څانګې مسولیت هغوى ته ورکړو نو دا به وایو:

بايد د پښتونخوا کلتوري څانګې سره د خپلو ټولو شاعرانو، اديبانو او هنرمندانو نوملړ پروت وي. د هغوى بیوګرافي ورسره وي، د مړي ژوندي نه یې خبر وي.

باید له دې هم خبر وي چې څوک څومره مستحق او حق دار دي، څوک درملنې ته اړتیا لري، څوک ډوډۍ ته ضرورت لري، چا څه خدمتونه کړي!؟ او د خدمتونو د ستاینې لپاره یې څه په کار دي؟؟

خو دلته هره څانګه په دفترونو کې دننه وي، بهر ته په راوتلو د هغوی شان خرابېږي. کلتوري څانګه یوازې د دې لپاره نه وي چې څو زرګونه روپۍ ورکړي او خپله غاړه خلاصه کړي. کلتوري څانګه د یو قام د ژبې، تاریخ، تهذیب، تمدن، هنر او کړو وړو د خوندي کولو مسولیت لري.

خو دلته د مغلو کلاګانې، څلي، جوماتونه او ټول هنر د (لرغوني اثرونو) په توګه خوندي ساتل کېږي او د پښتو کلتور ته فحاشي او ژبې ته یې دوزخي وايي!!

د ژبې او کلتور دښمنان موږ پسې د يو څو کلونو د نشتراۤباد سي ډي فلمونه په ثبوت راوړي خو د پښتو پنځه زره کلن تاريخ ته نه ګوري.

-
بېرته شاته