(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دډیموکراسي دلالان

[03.Nov.2017 - 10:53]

د ډیموکراسي د مارکېټ ناځوانه دلالان 

لیک: عصمت قانع

خدای عجیب سرنوشت را له غاړې کړی دی، زموږ وطن د تاریخ د عجایبو او غرایبو ټاټوبی دی، دلته هر څه په ډرامایي شکل عروج کوي، لوړېږي او پورته کېږي او په ډرامایي شکل مخ په ځوړ ځي، ټیټېږي او د تاریخ د موزیم برخه ګرځي.

دلته همېشه تورې لالا وهلې دي او مړۍ بیا عبدالله را نغاړلې دي.

ښکار زمریانو کړی دی او د ښکار مړزګه او لړسن د ګیدړانو په برخه شوي دي، ښامار مومن خان وژلی دی او باټې بیا د موزیګي له غرتو او ټرتو سره غاړه غړۍ شوې دي.

دلته د ښامار د وژلو جعلي افسانو د رښتینولۍ ماسک اغوستی دی او د قهرمانۍ جوهر د جاسوسو بادونو په دوړو کې د مکان او زمان له نظره پټ پاتې شوی دی.

دلته همېشه د ملت د نجات د تفکر ککرۍ د دار په سولۍ پورې ځړېدلې دي او بېفکره ماغزه د قدرت د لېونۍ نشې پر چوکۍ نڅېدلې او رقصېدلې دي.

دلته انقلابونو د خپلو بچو په ککرو خېټه ډکه کړې ده او غمیزو د ځوړندو سرونو بازاري ضمیرونو په رنډۍ خانو او چکله خانو کې د عیاشۍ لوبې ګرمې ساتلې دي.

دلته د وطنپرستي وجدان کافر شوی دی او د وطنپلورنې خیرن ضمیر د ثواب مستحق ګرځېدلی دی. دلته عیاشو او فحاشو جواسیسو همېشه بېداره افکارو ته د مرګونو تلکې او دامونه غوړولي دي او خپلو فجایعو او شیطانتونو ته یې د اسلام او افغانستان د دفاع نوم ورکړی دی.

دلته ړوند عقل پاچا دی او د وطنپرستي شعر د مرګي لومړۍ درجه استحقاق لري.

دلته د دې خاورې د نجات تفکر همېشه د ژوندانه د خیرات لهپاره کچکول را اخيستی دی او د فکر د نه وژلو د ګدایي کچکول یې در پر در ګرځولی دی.

که هر څه مې رانه وژنې خیال او فکر مې مه وژنه

په دې کې مې وطن ته لوی تاوان لیدلی دی

خو غبي او مغرورو واکمنو دغه کچکول ته د مرګونو زهر او زقوم ور اچولي دي او د چاپلوسانو او غوړه مالانو د غوړو ژبو په صفتونو کې ځان او جهان ترې ورک شوی دی.

دلته پردي قهرمانان د تاریخ پر جاده باندې بېګانه سندره وایي او د خاورې خپل قهرمانان د تاریخ پر ناورین لړلي واټ باندې د مرګونو په ساندو کې ګیر پاتې دي.

د ډیموکراسۍ لومړی شهید محمد هاشم میوندوال در یادوم. هاشم میوندوال اوس اوس یوازې د غم په هغه سانده کې یادېږي چې د دې خاورې د نجات او د ډیموکراسۍ د تفکر د هدیرې منجاوره سانده ده.

میوندوال په معاصر تاریخ کې هغه لومړنی مبارز و چې په نوي نړیوال ډګر کې یې د افغانستان د مقام د ګټلو لهپاره مبارزه پیل کړه.

مبارزه یې د ډیموکراسي د تفکر له رڼو چینو څخه خړوبه کړه او افغان انسان ته یې هغه اینده ور په ګوته کړه چې د عقلانیت د رڼاګانو زرینې پلوشې پرې خپرې وې.

میوندوال په نوي نړیوال جوړښت کې د افغانستان د ځای او ځایګي د استحقاق خوب لیدلی و او د خپل خوب د تعبیر لهپاره یې شپې روڼې کړې، د نجات لارې یې په نښه کړې او د خپلې سیاسي تقوی په ریاضت کې تر هغه ځایه پورې ورسېد چې د فکر او بیان د ازادي دوښمنانو یې لوړ ارمان ولید او د هغه لوړ مقام ته متوجه شول او بیا یې میوندوال د شپې په توره تیاره کې د خپل ارمان په وینو لت پت د کابل یوې ګمنامې هدیرې ته یووړ، تر ډېرو یې مزار ورک و او اوس یې هم د فکر او نظر شناخت په دوړو او خاورو کې پټ دی.

خو د کابل په ننني دوران کې د ډیموکراسي قلابي مدعیان د ډیموکراسي په دوکان کې میلیونران شول، د پلازو او بلډینګونو خاوندان شول، کمپرادوران او بانکداران شول، خو میوندوال ورک دی او د میوندوال نوم ورک دی.

د کابل واټونه، د کابل میدانونه، د کابل بازارونه، د کابل چوکونه، د کابل تعلیمي موسسات، د کابل مدني تاسیسات ټول د کابل د قاتلانو په نومونو نومول شوي دي.

چېرته چې قاتل دی، د کابل اتل دی، چېرته چې د وطن د ناموس سوداګر دی د کابل پر واټونو یې د انځورونو سیوري غوړېدلي دي.

چېرته چې د کنډوالو د تخلیق قهرمان دی، هغه د کابل د واټونو د شناخت نښان وي، خو د کابل له حافظې څخه میوندوال هېر شوی دی، ځکه د کابل هویت له جنجال سره لاس و ګرېوان دی.

د کابل حافظه د خپل پروني نجات اتل نه یادوي، هغه اتل چې پرون یې د کابل د نجات فکر وړاندې کړ او د خپل فکر په ګناه ووژل شو! خو نن د ده د ډیموکراټیک شعور دلالان یوازې کار و بار کوي.

یو بل عظمت، یو بل نه هېرېدونکی اتل درښیم راته تم شئ!

شهید شفیق، شهید محمد موسی شفیق در ښیم، هغه شفیق چې په معاصر تاریخ کې یې په لومړي ځل افغانستان ته یو ډیموکراټیک قرارداد ترتیب کړ، د افغانستان د لومړني اساسي قانون د تدوین د جرګې یو فعال غړی، د ډیموکراسي د لسیزې وروستی صدراعظم، د افغانستان د ستونزو د حل کولو لومړنی مجسم جسارت.

شهید شفیق هم د دې هېواد له هغو قهرمانانو و چې د خپل هېواد د نجات او فلاح تفکر یې وړاندې کړ.

د لومړني حل لهپاره یې په سیمه کې د یوه با اعتماده افغانستان د جوړښت او سمبالښت نسخه ترتیب کړه او د یوه حاذق طبیب په توګه یې د افغانستان په رګونو کې د ننوتې تبې د علاج لهپاره لېڅې را ونغښتې، نن شهید شفیق هم زموږ د ډیموکراټیک فرهنګ په پرانيستي کتاب کې د لوست لهپاره یو باب نه دی، ځکه چې شهید شفیق د افغانستان د ملت قهرمان و، فکر یې د افغانستان و او د فکر دنیا یې د دې وطن د غرونو، رغونو، رښتو او بیابانونو دنیا وه.

د نړۍ معاصر تاریخ اعتراف کوي چې شفیق تر بوټو، سوهارتو، مصدق او جمال ناصر زیات سیاسي فهم درلود، خو له پورته نومیالو سره د خپل وطن د مفاد شعور ملګری شو او شهید شفیق د خپل ملت د منجمد فکر په کنګال شوې ځمکه کې بېنامه او بېنښانه پروت دی.

د ننګرهار واټونه د شهیدانو په عکسونو ډک دي، خو هيڅوک نه دي خبر چې ننګرهار د شلمې پېړۍ د یوه ستر نابغه ټاټوبی دی، نه د سرګروپانو، قوماندانانو، پاټکیانو، پروتوکولیانو او کرایي جګړهمارانو د عکسونو او تابلوګانو نندارتون.

موږ به هيڅکله هم و نه بښل شو، تر څو چې ځان د بښنې مستحق ثابت نه کړو. راځئ چې د پرون د نجات تفکر د ننیو امکاناتو پر محور را وڅرخوو او سبا ته د عقلانیت له عینکو د نوې دنیا د لیدلو توان نور هم پیاوړی کړو.

ډیموکراسي د جاسوسۍ په مارکېټ کې د دلال کار و بار د غوړېدو په قیمت د تعمیم او عمومیت مرحلې ته نه رسېږي، د ډیموکراسۍ د مارکېټ دلالانو سر خلاص کړﺉ

-
بېرته شاته