(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دماشومانو

[05.Dec.2017 - 15:39]

يو وخت يو شرمښ ؤ چي هميشه به وږی ؤ. هغه به هميشه د دې چرتونه وهل، چي څنګه به ښه وای که يې د خوړلو له پاره دومره امکانات درلودای چي زړه يې غواړي. همدا ؤ چي يوه ورځ دغه شرمښ يو شپون او د هغه رمه وليدله. دغه يوه لويه د پسو رمه وه چي ورباندي د شپون ځانګړو سپيانو هم پام کاوه.

شرمښ تر زيات وخت پوري دغه رمه وڅارله. کله چي شپون د آرام کولو له پاره په ډوب خوب بيده سو، نو سپيان او ټول پسونه چي د اوږدو مزلونو څخه ستړي سوي ول، هغوی هم بيده سول. شرمښ د ځان سره فکر وکړ چي که له دغو پسونو څخه يو پسه غلا کړي، نو به يې څو ورځي نس په موړ وي. بيا يې فکر وکړ چي کاشکي دا ټول پسونه د ده سي او په دې توګه د هميشه له پاره د لوږي غم وخوري.

همدا ؤ چي شرمښ د ځان سره يو پلان جوړ کړ او څو ورځي يې پرله پسې شپون وڅاری چي هغه کوم ځای ته خپله رمه د پېيلو له پاره بيايي. شرمښ په دې هم ښه ځان پوه کړ چي شپون څه ډول جامې اغوندي او څه ډول د شپونکيانو لکړه ورسره ګرځوي. شرمښ دې ته هم غوږ نيولی ؤ چي شپون د خپلې رمې د پېولو پر وخت څه دول نعرې وهي او پر پسونو څه ډول ږغونه کوي. شرمښ وليدل چي شپون پر ملا يوه پلنډه هم تړلې چي پکښي اوبه او د خوړلو بعضي شيان غوټه سوي ول.

 

شرمښ يوه ورځ پټ پټ و کلي ته ولاړ چيري چي د کلي مېرمنو د خپلې کورنۍ د غړو جامې مينځلي وې او هغه يې د وچېدو له پاره پر تناوونو هواري کړي وې. شرمښ ولاړ او هغسي جامې چي د شپون پر بدن يې ليدلي وې، غلا کړې او د ځان سره يې ځنګل ته يوسي.

په دا بله ورځ شرمښ هغه جامې واغوستلې چي له کلي څخه يې راوړي وې. هغه ځان بالکل د شپون په څېر جوړ کړ او حتی د شپون په څېر يوه اوږده لکړه يې هم د ځان سره راواخيسته. هغه پر ملا باندي د شپون د پلنډي په شان يوه غوټه هم وتړله او په هغه کي يې ډبري واچولې.

وروسته شرمښ پټ پټ هغه ځای ته ولاړ چيري چي به شپون خپله رمه پووله. هغه انتظار وکړ چي شپون او د شپون سپيان په ډوب خوب بيده سي. کله چي هغوی بيده سول نو شرمښ په رمه ورګډ سو. هغه غوښتل چي پر پسونو هغه شان ږغ وکړي چي شپون به د هغوی د رهنمايي له پاره کاوه. شرمښ غوښتل په دې توګه پسونه خطا باسي چي هغوی فکر وکړي چي دی شپون دی. په دې توګه شرمښ غوښتل چي ټول پسونه د ځان سره بوزي. دا په داسي حال کي چي شپون او د رمې ساتونکي سپيان لا په ډوب خوب بيده وي.

کله چي شرمښ د رمې منځ ته ورسېد نو يې وغوښتل چي د شپون په څېر پر پسونو ږغ وکړي. خو دا چي شرمښ يو شرمښ ؤ نو يې له خولي د شرمښ د انګولا ږغ وخوت. دا ږغ دومره جګ ؤ چي شپون او د رمې ساتونکي ټول سپي له خوب څخه راکښېنستل. دا چي شرمښ د انسانانو جامې اغوستي وې نو يې هيڅ نه سوای کولای چي په چټکۍ له دغه ځای څخه وتښتي. همدا ؤ چي شپون او سپيانو د شرمښ په وهلو پېل وکړ.

 

شرمښ په دغه ورځ له شپون او د رمې له ساتونکو سپيانو څخه دومره زيات وهل وخوړل، چي د ژوند تر پای پوري يې ياد ول.

له دغه نکل څخه دا زده کړه کېدلای سي چي غلا کول، چل بازي کول او د خلکو تېرايستل يو وخت نه يو وخت رسوا کيږي. دويمه زدکړه دا کولای سو چي له شرمښ څخه هيڅکله شپون نه سي جوړېدلای.

اصلي کتاب: Fables of  La Fontaine

ژباړه او زياتونې: احمدولي اڅکزی، د ۲۰۱۷ کال د نوامبر ۲۶مه نېټه، بون

کې د ماشومانو نور نکلونه هم لوستلای سئ. www.kochnai.com

-
 بېرته شاته