(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دبشر دحقوقو اعلامیه

[11.Dec.2017 - 16:09]

د بشر د حقونو د اعلاميې اویایمه کلیزه او د اعلاميې عمده ټکي

ډاکټر حمیدالله زړور ساپی

د ملګرو ملتونو موءسسې ،د ۱۹۴۸ کال د ډیسمبرپه ۱۰مه د بشر(انسان) د حقونو  اعلاميه خپره کړې وه او دا ورځ ېې د بشر د حقوقو د اعلاميې ورځې په حیث منلې چې دا دی ڼن ېې ۷۰یمه کالیزه نمانځل کیږي.

د ملګرو ملتو(یو.اِن) د وېبپاڼې دیوې لیکنې نه ما یو څو ټکي ژباړلي +د اعلاميې اساسي حقونه!! ،او په پای کې به خپل نظر د افغانستان، او نړۍ کې د دې حقونو په تطبیق یا نه عملي کیدلو لڼډ نظر واچوو:

 

"دا اعلامیه مونږ ټولو ته قوت رابښي. هغه اساسات چې په ۱۹۴۸ کې ذکر شوي ول،ڼن هم د اعتبار وړ دي.مونږ باید د خپلو او نورو انسانانو د حقونو لاسته راوړلو لپاره پر پښو ودریږو،مونږ کولای شو په خپلو ورځنیو چارو کښې لا فعاله شو او د خپلو حقونو غوښتونکي سو چې دا اعلامیه ېې مونږ ته رابښي او د ټولو بشري موجوداتو تر مینځ مینه او دوستي قوي کوي."

د بشر د حقونو د اعلاميې غټ ټکي :

۱.ماده:ټول انسانان آزاد پیدا کیږي،په اصلیت او حقوقو کې برابر دي.یو د بل سره باید د ورورۍ په روحیه چلند وکړي.

۲.م.:هر انسان بې له نژادي،رنګ،ژبني،جنسي،ديني-مذهبي، سیاسي؛نظریوي،ملي،اجتماعي، ثروت لرل، یا بلې کومې منشاء توپیرڅخه د دې اعلاميې له حقوقو څخه برخمن کیدای شي.

۳.م.:هر څوک د ژوند،آزادئ او شخصي خوندیتوب حق لري.

۴.م.:هیڅوک په مرییتوب (غلامۍ یا بردهګۍ) کې نشي ساتل کیدی او تجارت پرې نشي کیدای.

۵.م.:هیڅوک باید شکنجه نه کړای شي او نه ظلم پرې وکړای شي.

۶.م.:هر څوک ،هر چیرته د قانون مخکې د شخصیت حق لري.

۷.م.:هر څوک د قانون په مخ کې مساوی دی.د تبعیض په لیدلو شخص کولای شي د  دې اعلاميې له موادو خپل حق وګټي.

۸.م.:هر څوک حق لري د خپلو حقونو(ملي اساسي قانون او دې اعلاميې ) لپاره محاکمو ته عارض شي.

۹.م.: هیڅوک بې له کوم دلیله توقیف یا تبعید کیدلای نشي.

۱۰.م.:که چا باندې جرمي اتهام وارد شي ،په محکمه کې د اوریدلو حق لري.

۱۱.م.-تر څو پر چا جرم ثابت سوی نه وي،بیګناه ګڼل کیږي.

       -جزا د جرم د اجرا په وخت کې نسي تطبیقیدای یعنې د انسان حرمت او شهرت محفوظ دي.

  ۱۲.م.: دچا پر شخصي حریم او کورنۍ مداخله نه شي کیدلای.

۱۳.م.: هر انسان د سفر، نقل مکان او اوسیدلو حق لري.

       -هر څوک خپل او یا بل وطن ته د تلو راتلو حق لري.

۱۴.م.:هر څوک د سیاسي تعقیب له کبله بل هیواد کې د پناه غوښتلو حق لري.

- دا حق د غیر-سیاسي جرمونو چې د ملګرو ملتوونود پرنسیبونو سره ضد وي د تطبیق وړ نه دی.

۱۵.م:هر څوک د تابعیت حق لري.

     -هیڅوک له تابیته منع کیدای نسی او یا په بدلولو مجبوریدای نسی.

۱۶.م:بالغ شځه او نارینه بی له نژادي،ملیتی،مذهبی محدودیتونو څخه د کورنۍ جوړولو او واده کولو حق لري.

-واده باید د زوجینو په آزاده او پوره خوښۍ تر سره سی،

-کورنۍ(فامیل) د ټولنې اساسي او طبیعي ګروپ دی چې له اجتماع او دولت له خوا حمایه کیدای سی.

۱۷.م:هرڅوک په یوازې یا مشترکه توګه د ملکیت حق لري.

--- هیڅوک باید جبراََ د ملکیته محروم نکړای سی.

۱۸.م.:هر څوک د تفکر، او دیندارۍ حق لري.

۱۹.م.:هر څوک د افادې او نظر ورکولو(بیان) آزادی لري، بی له دې چې تر تعقیب لاندې راشي.

۲۰.م.:هر انسان د سوله ییزو غوڼډو او سازمان جوړولو حق لري او باید محکوم نسی.

۲۱.م.: هر هیوادوال حق لري د خپل حکومت کې مستقیماََ یا د پارلماني انتخاب له لیارې برخه واخلي.

    -هر څوک کولای سی د اجتماعی خدماتو څخه ګټه پورته کړي.

   -- د حکومت د صلاهیتونو اساس د خلکو غوښتنه ده چې د ټولټاکنو په عمومی،آزادو او سِری رایو تر سره کیږي.

۲۲.م.:د ټولنی هر غړی ،اجتماعی امنیت حق لري...

۲۳.م.: هر څوک د کار کولو حق لري.

--د کار ښه شرایط،؛ مناسبه اجوره د کار په مقابل کې ، 

--- د بیکارۍ د شرایطو وخت کې د دولت مرسته

--په تجارتی اتهادیو کې د شمول حق 

۲۴.م.: د استراحت او رخصتیو حق ،همدا رنګه د کار د ساعتونو د محدودولو او با مُزده-رخصتیانو نه مستفید کیدل

۲۵.م.: په سټانډارډه کچه د خپل او کورنۍ د صحت حق ،غذا،لباس، کور ،طبي مرستو ته د لاسرسیو،

-د بیکارۍ، مریضۍ، معلولیت، کوڼډتون!، زړښت او داسې نور شرایط چې د انسان له کنتروله خارج وي..

-- د مورتوب او ماشومتوب له خاصو مرستو او څارنو څخه برخورداره کیدلو حقوق.

۲۶.م.: د معارف (ښوونې او روزنې ) حق: هر وګړی دا حق لري چې په وړیا ډول لږ تر لږه لومړني(ابتدایی) اجباري تعلیم وکړي.

-- تخنیکی او مسلکی هم باید عموماََ موجود وي او تحصیلات باید مساوي و.

- معارف باید مستقیماََ د انسان د شخصیت د لوړولو او د بشر حقونو ته په احترام سره تقویه سی.

-اساسي ازادۍ، صبر، پوهه، رفاقتونه او د ملیتونو او نژادونو تر مینځ د ملګرو ملتونو لوړ مرام (صلحې) ته د لاسرسۍ باعث وګرځي.

-والدین حق لري چې اولادونو ته د دوی په خوښه تعلیم ورکړي!

۲۷.م.: هرڅوک حق لري د ټولنې په کلتوري ژوند کې برخه واخلي.

-هر سړی کولای سی له خپلو علمي، ادبي،او هنري محصولاتو څخه معناََ او په مادي توګه ګټه پورته کړي.

۲۸.م.؛ د دې اعلاميې د حقونو او آزادیو باندې پیزاندل سوی انسان، کولای سی ټولنیز او یا بین-المللی عنوان وګټي.

۲۹.م.:هر څوک باید د ټولنې د قوانینو او محدودیتونو په چوکاټ کې د نورو آزادۍ او حقونو د نه متضړر کیدو سره، خپل حقونه او آزادۍ تمرین کړي (وغواړي)..

- د یو شخص د آزادی حقوق باید د U.N. د اهدافو او پرنسیبونو پر ضد نه وي.

۳۰.م.: د پورته اعلاميې هیڅ کومه ماده د کوم دولت ،ګروپ یا شخص په واسطه  د حقونو او آزادیو د تخریب سبب کیدای نه شي.

 

 

 د ژباړن لڼډ نظر

که څه هم م.م. =UN ډیر ښه مواد د انساڼانو د حقوقو په باب د کاغذ پر مخ کشلي دي ، مګر په عمل کې مونږ او تاسې ګورو چې غیر د یو څو پرمختللو اروپايي ، او یا نوي راویښ شوي سهیل-ختیځې آسیا هیوادونو نه حتی پخپله متحده ایالاتو د امریکا کې هم په ټوله مانا دا حقونه نه دي ورکول سوی ، د افغانستان غوندې بیرته پاتې کړل سوي هیوادو کې خو حتی د انسان لومړنی (دخدای تعالی له خوا ورکول سوی ژوندحق او حقونه ) د ژوند کولو، تعلیم، روغتیا ا.د.ن. لا تر اوسه هسې ایتوپیا(خیال او مهال )دي.

یادونه: پورتنئ ځینې مادې د م.م. په وبثایټ کې لا زیاتې تشریح سوي؛ ما د وخت د اقتصاد لپاره اختصار کړلې. په درناوئ.

دکتور حمیدالله زړور ساپی/بلجیم/ ۱۰.ډسمبر=۲۲.ربیع الاول=۱۹لیندۍ یا قوس.

 

www.un.org/universal-declaration-human-rightsاخیستنه له:

-
بېرته شاته