(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

اخلاق اوسیاست

[03.Jan.2018 - 13:14]

اخلاق او سیاست

لیک: عبدالغفور لېوال

اخلاق وايي : څه چې ځانته غواړې، نورو ته یې هم وغواړه

سیاست وايي: هغه څه چې ځانته غواړې، دوښمن ته یې مه غواړه

ولسواکي، فردي ازادي، بشري حقونه او خدمتګار نظام هغه څه دي، چې ځانته یې غواړو، نو که د اخلاقو منئ، باید نورو ته یې هم وغواړئ، خو که د سیاست منئ، نو دا ښېګڼې مو خامخا پر دوښمن نه لوریږي

په ګاونډي ایران کې وروستي پاڅونونه د ولسواکۍ، ازادۍ او خدمتګار نظام لپاره دي، اخلاق وايي، ښه خبره ده، چې هلته هم انسانان خپلو حقونو ته ورسیږي، خو سیاست بیا بېل حکم لري. که په ایران کې یو ولسواک نظام رامنځ ته شو او نړۍ یې تر شا ودرېده، د یوه موډرن حکومت په رامنځ ته کېدو یې د لویدیځ باور ورخپل کړ، نو د افغانستان بېړۍ ډوبه ده، ځکه اوس په سیمه کې افغانستان د نړیوالو قدرتونو لپاره د پام مرکز دی، چې له دې ځایه په سیمه کې خپل سیالان وڅاري، خو که د پاملرنې دا ځای ایران ورخپل کړ،  د اینرژۍ له بډایو زېرمو، سترفرهنګي شهرت او بشري ظرفیت سره، نو بیا افغانستان څوک په لسمه درجه اهمیت کې هم نه شماري. سیاسي تجربې وايي، چې تر اخوندي پراختیا غوښتنې د ایران راسیستي ـ فاشیستي هژمون سل ځله خرووړی، ګواښمن او چیچونکی دی. د اخوندانو د نظام په راپرځېدو به د ایراني فاشیزم مړ ښامار یوځل بیا سر راپورته کړي، چې خامخا به د افغانستان په څېر هېوادونو نغاړلو او هضمولو ته ښه ډېره اشتها ولري. په ایران کې د لویدیځپلوي نظام رامنځته کېدل دوی زړور کوي، چې په افغانستان، عراق، سوریې، آذربایجان، تورکمنستان، تورکیې او ځینو نورو هېوادونو ورننوځي او د زړې پارسي ايمپراتورۍ د بیا راژوندي کولو خوبونه وویني، تېل لري او د کوروش و داریوش افسانې یې لا د سرونو په هوا کې ګرځي

سیاست وايي، چې په دې هېواد کې همداسې مغضوب، مقهور(رټل شوی)، منزوي او جبار نظام د سیمې په ګټه دی، خو اخلاق وايي، چې نههلته هم باید انسانان خپلو بشري حقونو ته ورسیږي

اوس مو نو خوښه چې د وروستیو پېښو په اړه د اخلاقو حــُکم منئ، که د سیاست؟

-
بېرته شاته