(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ستي

[08.Jan.2018 - 16:07]

ستي

لیک:ډاکټر لطیف یاد

دستي رسم اودود اود شاعرانو په شعرونو کې یې یادونه

په پخوا وختو نو کې په هندو ستان کې دهندوانو تر مينځ يو دود او رسم و چې کله به ديوې میر منې ميړه يا خاوند مړ شو نو دمړه شوي سړي میر منې به ځان دخپل خاوند سره يو ځای ژوندی په اور کې سو ځاوه چې دغه دود ته دستي دود ويل کيده٠

ويل کيږي چې دغه دود دهند دمغولي واکمن محيی الدين عالمګير اورنګزيب له خوا له مينځه ولاړ او ځينې وايې چې دادود په ١٨٢٩ زيږدېز کال کې هغه وخت چې انګريزانو پر هندو ستان باندې واکمني کوله هغوی له مينځه يووړ٠ دا دود ددې لپاره و چې دا ثابته کړي چې يوه هندوه څومره خپل خاوند ته وفاداره ده چې ان دهغه لپاره ځان ژوندی په او رکې ستي کوي ٠ پښتانه هم په خپلو ورځنيو خبرو اترو کې دستي کلمه کاروي او وايي چې خدای دې په اور کې ستي کړه٠ که څه هم د هندو ستان دقانون له مخې د دغه دود او رسم منع دی،خو هر کال په دغه هيوادکې دستي يوه يا دوې پيښې رامينځ ته کيږي چې ځوانې مير منې دخپل خاوند تر مړينې وروسته ځانونه له خپلوميړونو( خاوندانو)سره يو ځای په اور کې ستي کوي چې ښه بيلګه يې د ١٩٨٧ زيږديز کال کې دهند په راجستهان ايالت کې دهغې اتلس کلنې مير منې ر وپ کنوار ستي کول دي چې خپل٢٤ کلن ځوان ميړه يې مړ شوی واودې ورسره خپل ځان په اور کې ژوندی ستي کړ٠ خو په بي بي سي کې مې يو خبر ولوست چې دافغانستان په لویديز ولايت هرات کې يوې پنځلس کلنې ښځې چې د واده يې يوازې څو میاشتې تیرې شوې وي د کورني زورزیاتي له امله ځان سوځولی دی.٠ دهندوستان هغې هندوې دخپل ميړه يا خاوند په مينه کې ځان ستي کاوه ،خو دلته زموږ په ټو لنه کې د غې پنځلس کلنې دخپل خا وند او خواښې او خسر (سخر)دکورنۍ دظلمونو په وجه ځان ستي کړي دی٠

٠زموږ دپښتو ژبې نامتو شاعر خوشال باباد هندوانو د ستي دود او رسم په اړوند داسې ويلي دي:

چې په يار پسې روغ ځان سوځي په اور کې++ زه په دا رسم مين يم دهندوانو)

 

صوفي شاعرحضرت امير خسرو دهلوي بيا په پارسي ژبه دهمدې رسم په اړوند داسې وايې:

(خسروا در عشقبازي کم زهندوزن مباش++ کز برای مرده سوزد زنده جان خويش را)

اوبيا وايي:

سوختن بر شمع سوزان کار هر پر وانه نيست++ درمحبت چون زن هندو کسې ديوانه نيست)

او حمزه بابا بيا ه دې اړوند اسې ويلي دي:

صد رحمت شه که رواج د ډاره نه ویارتینه چی ځان د یار خوا کی ستی کا

دپښتو ژبې شاعر ملنګ جان هم په خپلو شعرونو کې دستی دکلمې یادونه کړې ده اووایی:

مینې دې ستي کړمه 

راغلې په ایرو

اوس مې په ایرو کې لاس وهه چې باد یې وړینه 

ستا دمخ پتنګ یم

-
بېرته شاته