(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

شیطاني مثلثونه

[15.Jan.2018 - 06:41]

شیطاني مثلثونه

لیک: ډاکټر حمیدالله زړور ساپی         

هم هاغسې چې انګریزانو په نړۍ کې سرطاني دولتونه(اسراییل؛پوکستاین او...) زیږولي 

او د لومړۍ سقاوۍ په وسیله ېې امان الله خاني غورځنګ په صفر ضرب کړ؛

 په اوسني وخت کې ېې د افغانستان لپاره دوه داخلي او دریم ېې خارجي شیطاني کړئ (مثلثونه ) تیار کړي دي چې له دوی نه د دوهمې او دریمې سقاوۍ کار اخلي .

د هیواد د بد امنۍ،بې ثباتۍ، ډول ډول ترهګرو ته لارې اوارولو؛ دسیسې جوړولو، د هیوادوالو د فقر، وژنو، ناروغیو،بیسواده ساتلو، د ملي او عامه شته منیو د غصب،غلا او داسې نورو بد بختیو کښې اخته کولو عاملین  او سرکردګان ېې په همدې شیطاني مثلثونو کې راغوڼډ کړي دي .

له دې ۳ مثلثونو ۲ ېې په داخل کې دي (البته لکئ یا ريښې ېې په ګاوڼډۍ منطقه کې دي) چې اول ېې په داخل د پوزیسیون کې اپوزیسیون (لکه پنځم ستون) چې مثال ېې تش په نامه خارجه چارووزیر ده! او ورسره ایجړا يي ستمي او د دوهمې سقاوۍ بقایا...

دوهم ېې هم د انقرې نا مانوسه تش په نامه ایتلاف (شیطاني مثلث ) چې له فاطمیون محقق!؛+ پخوانی تش په نامه والي (د آصف مهمند د غوږ داړونکی!)-+ غلام راشد دو ستم !! ( چې ښاغلي اردوغان ته حیران یو چې دا ېې چیشته ساتلی؟؟؟>>ایشچي ته!!).

 

دا شیطاني مثلثونه چې د خدای،رسول، شهیدانو او ولس له خوا ملعون سوي دي ،په دوهمه سقاوي کې ېې د افغان مسلمانو د جهاد له سپیڅلي نوم څخه په ناوړه استفادې سره د جبل-سراج په شرمه ډکې کودتا سره د افغان ولس د وروڼو ملیتونو تر مینځ د ژبني، سمتي، مذهبي، قومي  تفرقې واچولې او په ملیونونو ېې ووژل او کډوال کړل ؛ 

بیا ېې د ب-۵۲ او ۵۰ ممالکو په مرسته تش په نامه د مقاومت او یګان ناره ې-تګ بیر! د دولتي او غیر دولتی مقاماتو،داراي ګانو او پیسو په چور او چپاول دریمه سقاوي رامینځ ته کړه چې آن د بچه-ې سقاوء خاورې ایرې ېې هم په زور د نادر خان تپه کې غرقې کړې !!!.او ځانونه ېې په حرامو داسې وپړسول چې اوس ېې استفراقول هم خوند نه ورکوي.

 

 زه فکر کوم دوی د محمد زایانو د پادشاهۍ د غلام بچه ګانو اولاده ده چې د هغې دورې د رجالو اکټوونه کوي او ګواکې د ۲۰۰-۳۰۰ کالونو قصور خواني کوي؟. حال داچې ارواشاد(بابایملت)دهمدوی پلرونوته څوکۍ،رتبېاوهرڅه ورکړي و 

 

دریم شیطاني مثلث چې له هیواده باهر دی، لکه د <برمودا> د شیطان مثلث ،ډیری انسانان پرې نه پوهیږي چې له چا نه جوړ او چیرته دی او څه کوي اوڅه نه کوي؟ په عامه اصطلاح '' مافیا ؟" ده  او یا 'ما فیها ' ؛چې البته لکه په سر کې چې مې اشاره وکړه د <<<سرطاني دولتونو مینځ ته راوستونکي>>> د (شیطاني مثلثونو تمیلوونکي، په شا ډبوونکي او په نا مانوسه کړنو ېې اغماض کوونکي ) دي.

د دې مثلثونو پر وړاندې ،افغان ولس (مسلمان وروڼه ملیتونه)،متقي تکنوکراتان، پاک نفسي روشنفکران په ځانګړې توګه ځوانان ،حقیقي عالمان ا.د.ن. د عنعنوي ښو پښتونولۍ دودونو، ملي او بې-پرې ټولنیزو رسنیو ، مدني ټولنو، ملي ګوندونویوموټي کېدو  او د لوی خدای په توکل مبارزه وکړي او بیا لکه مرحوم غازي م. نادر شاه خان چې د لومړي سقاو جړرې وایستلې ، د دوهمې او دریمې سقاوۍ راسونه او قاعدې د تاریخ کندې ته واستوي او افغان قهرمان ولس بیا د آسیا خوځنده او ښیرازه زړه وګرځوي

د همداسې ورځو په هیله..

والسلام علَی من اِتبع الهُدی

-
بېرته شاته