(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

نه هېريدونکي خاطره

[24.Feb.2018 - 12:17]

نه هېريدونکي خاطره

بازمحمدعابد

په جلال اباد ښار مخابراتو څلور لارې کې په کابل بانک باندې د وروستۍ پېښې دردونکي او له زغمه وتلي کومه صحنه چې ما ليدلې، نه غواړم چې هغه له تاسو سره شریکه کړم، خو د دې پېښې تر شاه چې کومه عاطفي صحنه ما او زما ملګرو لیدلې، هغه درسره ضرور شريکوم.

په دې پېښه کې څلوېښت تنه ځوانان شهيدان شوي وو چې د خېوې ولسوالۍ د ګريک کلي هم څو تنه ځوانان په کې وو. هسې خو د هرې کورنۍ تر شاه دردونکي کيسې پرتې دي، خو زه د هغې کورنۍ خبره درسره شريکوم چې دوه ورونو يو ځای واده کړی و، يوه اوونۍ يې د ودونو تېره شوې وه چې دواړه يو ځای په خپل معاش پسې کابل بانک ته تللي وو او شهيدان شوي وو.

له پېښې درې ورځې وروسته زه او شاه محمود شینواری د ډاکټر بشیر پرهر له کشر ورور مجیب جان سره د هغه په موټر کې سپاره شوو او نېغه مو د ګريک لاره ونيوله. د کامې د پله له کوز سره تر ګريک پورې چې څومره کلي مخته پراته دي، په طبعي ښکلا باندې به یې کوم بل وخت لیکل وکړم، خو موږ د يوه درانه غم د تعقیبي ريپوټ لپاره روان شوي وو او ټول پام مو دې غمځپلې کورنۍ ته اوښتی و.

کله چې د غم په تغر کيناستو، خپله خواخوږي مو څرګنده کړه، شينواري صاحب ويډيو کلپونه او ما د راډيو لپاره غږونه راواخیستل

د پېښې د شهيدانو له کورنيو سره د ولایت د مقام پر مرستو سربېره، سرې مياشتې او يو شمېر خیریه ټولنو مرستې هم وکړې. وې په همدې دوران کې ما ته د باز خيريه بنسټ رضاکارو مشوره راکړه چې د موږ دې هم باید دې غمځپلو کورنيو ته له خلکو مرستې راجلب کړو

کله چې موږ د مرستو د جلبولو اعلان وکړ، نو په څو ورځو کې تر پينځو لکو روپو پورې مرسته راجلب شوې وه.

دلته يوه ضمني خاطره هم درسره شريکوم. له اروپا څخه د خواخوږو افغانانو مرستې راغلې وې او هغوی هلته د بانک له لارې ما ته په افغانیو اړولې وې چې نېږدې یو لک او څلوېښت زره افغاني جوړېدې. د بانکي اصولو له مخې باید ما تر څلوېښت زرو پورې سلګون او پنځوسګون اخیستي وو، خو دا چې په سيکړه کې يې تاوان کولو، نو ما د وړو نوټونو له اخيستو انکار وکړ. کېشر د بانک منیجر ته ولېږلم، هلته چې ولاړم، خپله مدعا مې بیانوله چې د منیجر په دفتر کې درې سره خویندې چې په اسلامې حجاب کې راغلې وې، هم ناستې وې. منیجر چې په دې پوه شو چې د خیر په کهاته کې ورغلی یم، کېشر ته يې هدایت وکړو چې ټول زرګون راکړي. زه د کېشر مخې ته ولاړم چې په نازکو ګوتو مې اوږه راوټکېده، چې مخ مې ورواړاوه، يوه خور مې شاه ته ولاړه وه، لفافه يې راکړه او راته يې وويل:

 عابد صاحب، په هغې مرسته کې دا هم واچوه.

دې مرستې سخت خوند راکړ. مننه مې ترې وکړه او هغه په خپله مخه روانه شوه. کله چې مې پاکټ خلاص کړو، نو پوره پينځه زره افغانۍ وې. د زړه له تله مې ورته دعا ووتله.

کله چې پينځه لکه روپۍ راټولې شوې، نو دا داسې وخت و چې بېلابېلو ادارو دې څلوېښتو کورنيو سره نغدي او د خوراکي توکو مرستې کړې وې، فکر مې کولو چې د مرستو وېش څنګه تنظیم کړو. يو دم راته د خېوې ولسوالۍ د دوه غبرګو شهېدانو ورونو کونډې ناوې مخې ته ودرېدې، له ځانه مې وپوښتل چې له کورنيو سره د خوراکي توکو مرسته به دې خویندو ته څومره  تسکين ورکړي؟ بېرته مې ځان ته ځواب ووایه چې هيڅ، که د دوه وختو ډوډۍ خبره وي، هغه خو الله تعالی وعده کړې چې په هر حال به يې ورکوي. د بنسټ رضاکار سره سلا شوو چې له دې پيسو څخه به پنځوس پنځوس زره روپۍ هغو دوه خویندو ته رسوو چې لا يې د ناوېتوب لاسونه په نکريزو سره وو، خو د خاوندانو په سرو وينو ليت پيت جسدونه يې په کور وننه ایستل.

 

څلور لکه روپۍ مې د ژوند خیريه ټولنې يو تن مسوول اکرام الله اکرام ته ورکړې، هغه پرې د خوراکي توکو څلوېښت بستې جوړې کړې چې هره بسته يې د لسو زرو روپو وه

مخکې له دې چې د دې څلوېښتو کورنيو وارثان د مرستو د ورسپارلو لپاره راوغواړو، يوه ورځ د مخه زه، اکرام الله اکرام او امین الله زهير د شريف الله ناصري  سره په موټر کې سپاره شوو او ګريک ته مو ځانونه ورسول. د نغدي مرستې په ورکولو کې د شهيدانو پلار، د کلي ملک، د يوې کونډې خور پلار او څو تنه نور هم موجود وو

مخکې له دې چې موږ دې غمځپلې کورنۍ ته پيسې ورکړو، نو خپله مدعا مو څرګنده کړه، و مې ویل چې سبا ته د ټولو غمځپلو کورنۍ استازي جلال اباد ته غواړو او خوراکي توکي ورکوو، خو اوس موږ نغده مرسته راوړې چې په دې پیسو کې نور هيڅوک باید حقدار نه وي، بغیر د دغو دوه کونډو خویندو څخه. موږ هیله لرو چې پنځوس زره يوې خور ته پنځوس زره بلې خور ته ورسېږي.

خلکو اطمنان راکړ چې بلکل همداسې به کېږي، خو زما د خبرې پر مهال دوه تنه ماشومان چې عمرونه تر دولسو کلونو پورته نه وو، په پياليو کې یې چای اچولې، کله چې يې زموږ مخته پيالې کېښودې، دواړه له بالاخانې توده منډه واخیسته. دا حجره د سرک په سر په دویم منزل کې تازه جوړه شوې وه او کټونه پکې پراته وو، زه په داسې ځای کې ناست وم چې له حجرې دباندې میدان راته ښکارېدو، دې وړکو په يوه منډه کورته ځانونه ورساول. په همغه شېبه زه پوه شوم چې دې ماشومانو غمځپلو خویندو ته زیري  وروړ. او دا یقین مې هله پوخ شو چې کله موږ په میدانۍ  کې موټر ته پورته کېدلو، د غمځپلي کور په بلۍ باندې لس دولس تنه خویندې میندي راختلې او ټولو پلونه اسمان ته نيولي وو.

ما ته چې کله هم دا صحنه مخې ته ودرېږي، اول وبوږنېږم او بیا مې زړه ته سخت سکون راشي.

-
بېرته شاته