(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

تېروتنې

[27.Feb.2018 - 11:14]

هغه تېروتنې چې په دنده کې مو د پرمختګ مخه نیسي

ژباړه: حمیدالله حمیدي

که تاسو هم د هغو کسانو له ډلې یاست چې په اونۍ کې شپږ ورځې کار کوي، نو هرو مرو به د دې تمه لری چې په دنده کې پرمختګ وکړی. تاسو کېدای شي ښه کار کوی، په خپله دنده کې رښتیني وی، له وخت یو ساعت مخکې دفتر ته ځی او په ټوله کې د یوه ښه کارکوونکي صفتونه لری. خو دا ټول په دې مانا نه دي چې مدیر به مو تنخا لوړه کړي او یا به هم په دنده کې پرمختګ وکړی. پر دې سربېره ځینې نور مسایل هم شته چې باید په پام کې ونیول شي؛ څو په دنده کې پرمختګ وکړی. د بدني ژبې نه درلودل، لاس په تشو نیول او په څوکۍ کې پرېوتل هغه څه دي، چې په دنده کې ستاسو د پرمختګ مخه نیولی شي. سمه ده چې دغه څه په کور کې د اوسېدو پر مهال کومه تېروتنه نه ده، خو په دفتر کې بيا د کارکوونکي بې کفایتۍ ګڼل کېدای شي.

دلته د هغو تېروتنو يادونه کوو چې په دنده کې مو د پرمختګ مخنيوی کوي:

۱په څوکۍ کې غځېدل يا پرېوتل

ټولو ته جوته ده چې په څوکۍ کې غځېدل او پرېوتل نه یوازې دا چې ملا ته زیان رسوي؛ بلکې د يو کس د بې پروایۍ او بې مسووليتۍ څرګندونه هم کوي. که تاسو د کار پر مهال دا کار وکړی، کېدای شي مدیر او همکاران مو فکر وکړي چې دنده درته اهمیت نه لري او یا هم په خپله دنده کې تر کچې ډېر ارام او اسوده ياست. حللار څه ده؟ په څوکۍ کې نېغ کښېنئ. نېغ کېناستل نه يوازې دا چې ملا ته ګټه لري، بلکې ستاسو د مسووليت پذيرۍ څرګندونه هم کوي.

۲- خبرو ته ارزښت نه ورکول

د دې ناوړه چلند کول اصلاً ښه کار نه دی، خو پرېښودل يې خورا اسانه دي. که د نورو خبرو ته په لېوالتيا غوږ نه نيول کېږي، مانا يې دا ده چې د ويناوال خبرو ته ارزښت نه ورکول کېږي او يا د هغه خبرې تکراري دي.

۳- پښه پر پښه اړول يا د لاسونو غوټه کول

سمه ده چې پښه پر پښه اړول او د لاسونو غوټه کول د ستومانۍ د ختمېدو سبب کېږي، خو که دا کار د خپل رييس پر وړاندې وکړی نو پرمختګ به مو د تل لپاره خوب پاتې شي. دا کار له رييس پرته د نورو پر وړاندې هم ښه نه دی، کېدای شي ستاسو مخاطبين فکر وکړي چې تاسو غرور لری او يا هغوی په نظر هېڅ درځي. داسې به ملګري او ملاتړي هم له لاسه ورکړئ.

خو هو! که په خپل دفتر کې وی او د کومې مهمې مسئلې په اړه فکر کوی، بیا کولی شی پښه پر پښه واړوی او ارام فکر وکړی. ويل کېږي چې که پښه پر پښه واړول او لاسونه سره غوټه شي نو پر موضوعاتو د تمرکز ځواک ۳۰ سلنه لوړېږي. که يوازې ياست نو دا تجربه ضرور وکړئ.

۴- پر شخصي حریم تېری

کېدای شي له همکارانو سره مو ډېر صمیمي وی او یا هم نه، خو په کاري محیط کې پر شخصي حریم له تېري ځان وساتئ. که د کاري مېزونو تر منځ واټن ونه لری، ښايي مقابل لوری درته د يو ګواښ په سترګه وګوري. تر ټولو ښه قانون چې په دې برخه کې یې پلی کولای شی دا دی چې خپل کاري مېز د بل همکار له کاري مېز څخه له يوه تر دوو مترونو پورې لرې کېږدئ او هېڅکله یې د کمپيوټر ښيښې ته په ځير مه ګورئ.

۵- د سترګو اړیکه نه ټینګول

په دې خو ټول پوهېږو چې د کاري مرکو پر مهال د سترګو اړيکه څومره مهمه ده. همدا ډول باید له خپل مدیر او همکارانو سره د خبرو پر مهال د سترګو اړیکې ته پام وشي. د سترګو اړيکه هغه مهال پرې کېږي چې یو څوک په خپله خبره باور ونه لري او یا هم کاري ناسته ورته په زړه پورې نه وي. خو که غواړی چې په دنده کې پرمختګ وکړی، د مدیر پام ځان ته در واړوئ، نو ښه ده چې د خبرو تر پایه پورې د سترګو قوي اړیکه وساتئ، ځکه دغه کار د دواړو خواوو تر منځ د قوي اړیکې د ټينګېدو لامل ګرځي.

۶- بې خونده لاس ورکول

کېدای شي تاسو هم له داسې کسانو سره مخ شوي وی چې لاسونه یې د کب غوندې ښوی وي او داسې روغبړ کوي چې نه لېوالتيا پکې په اسانۍ سره حس کېدای شي. په کاري مسایلو کې لاس ورکول ډېر اهمیت لري. یو څه ته مو پام وي چې د ستړي مشي پر وخت مو د همکار لاس د ځان خواته مه کشوی او دومره فشار هم مه ورکوئ چې د مقابل کس هډوکي په درد شي. ښه ده چې د ستړي مشي پر وخت د سترګو اړیکه جوړه کړی او لاس ته دومره فشار ورکړی چې مقابل کس ته مثبته انرژي ورکړي.

۷- کوټې ته ناڅاپي ننوتل

لومړی چلند ډېر مهم دی. کله هم که دفتر او یا د ناستې کوټې ته ننوځی، سلام واچوئ. که هر څومره ناوخته تللي هم وی، دغه څه تکرار کړئ، مسکي شئ او سر ته مو ټکان ورکړئ.

۸ستړي ښکارېدل

ساعت ته مړه مړه کتل، د کاغذ پر مخ بې موخې رسامي کول او... ټول هغه څه دي چې مدیر مو فکر کوي، کاري فضا درته ستړې کوونکې ده. کېدای شي تاسو په دې اند وی چې د مقابل کس به درته پام نه وي، خو داسې نه ده. مدیر مو هر څه له نږدې څاري. که ستړي وی، قدم ووهئ. تاسو چې څومره په کاري محیط کې فعال وی؛ په هماغه کچه مو حس پیاوړی کېږي.

۹- عصبي حرکتونه

د قلنجو ماتول، له وېښتانو سره لوبې کول، د شونډو او نوکانو ژوول، ټول په عصبي حرکتونو کې راځي. کېدای شي د دې ډول کړنو ترسره کول په کور کې کوم ستر عیب نه وي، خو د ريیس او نورو همکارانو پر وړاندې بیا بې پروایي ګڼل کېږي.

۱۰- دېوال ته تکیه کول

نېغ ودرېږئ. نېغ درېدل په دې مانا دي چې تاسو هوښیار ياست او پر ځان پوره باور لرئ. د پښو واټن مو باید د اوږو په اندازه وي. هڅه وکړئ چې استوار ودرېږی.

۱۱- مسکا نه کول

مسکا پر ځان د باور تر ټولو اسانه لاره ده. دغه چاره دا په ګوته کوي چې تاسو خپلې دندې ته څومره وفادار یاست.

۱۲- ساعت ته کتل

ساعت ته مو ډېر مه ګورئ، په ځانګړې توګه هغه وخت چې له ريیس او یا هم همکار سره مو په خبرو بوخت یاست. پر داسې مهال ساعت ته ډېر کتل د بې حوصلې توب په مانا دي، کېدای شي ان په بې احترامۍ کې هم وشمېرل شي. ډېر کله خلک دغه کړنه هغه وخت تر سره کوي چې د لارې پر سر له چا سره مخ کېږي، خبرې اوږدېږي او مقابل کس ته د دې اشاره ورکوي چې ګواکې بېړه لري.

۱۳- په ټليفون کې ډېره بوختيا

ښه ده چې په کاري چاپېریال کې موبایل ډېر ونه کاروی. د کاري چاپېریال او کاري جلسې پر مهال په موبایل کې بوختېدل په دې مانا دي چې تاسو ته د مقابل کس خبرې ارزښت نه لري او بې احترامي ورته کوی. او یا دا چې خپل کار مو خوشي کړی او په خپل موبایل کې بوخت یاست. هڅه وکړئ چې په دفتر کې د موبایل کارول بېخي کم کړی، که یې کاروی هم مخکې له دې چې سر مو پر موبایل ښکته کړی، له خپل همکار څخه بښنه وغواړئ.

۱۴- د خبرو اورېدو پر مهال سر نه ښورول

مسکي کېدل او د خبرو اورېدو پر مهال د هو په مانا د سر ښورول غیر کلامي قدرت بلل کېږي. دغه کړنه مو د فعاليت څرګندونه کوي او ښه حس درکوي؛ تجربه یې کړئ.

۱۵- له همکارانو ګوښه کېدل

دا سمه ده چې کله تاسو نوې یوه دنده پیلوی، هرو مرو به یو څه بې زړه وی او له همکارانو به ګوښه کېږی، خو هڅه وکړئ چې دغه واټن ژر تر ژره له منځه یوسی. ځکه کېدای شي همکاران مو فکر وکړي چې نه غواړی د هغوی له ډلې و اوسی. څېړنو ثابته کړې، کله چې تاسو له یو چا څخه واټن نیسی، مقابل کس په تاسو باور له لاسه ورکوي او علاقه یې درسره کمېږي. نو له همکارانو سره مو صمیمي اوسئ.

-
بېرته شاته