(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پښتون پرلت ملاتړ

[26.Mar.2018 - 10:19]

 

په جرمني کې د ډيورند د فرضي کرښې پورې غاړه د پښتون (افغان) پرلټ او لاريون څخه ملاتړ

د ډيورند د فرضي کرښې پورې غاړه په پښتون (افغان ) ولس د پاکستان د جوړيدو راپديخواډول ډول ظلمونه کيږې. دغه ستر ولس د خپلو حقوقو څخه برخمن نه دی، کوچنيان يې په خپله مورنۍ ژبه کې زده کړې نه شي کولايې ، حال دا چې د نړيوال قانون له مخې هر کوچنی دد ې حق لري چې په خپله مورنۍ ژبه کې ليک او لوست وکړي او ددی زمينه ورته برابره شي،  چې دا کار بايد حکومتونه وکړي ، حال داچې د ډيورند د فرضي کرښې پورې غاړه ۵۰ ميلونه افغان  وګړي په خپله مورنۍ ژبه کې د زده کړې حق نه لري.

په قبايلي سيمه کې که يو پښتون (افغان ) جرم وکړي نو سملاسي نيول کيږې او  بند خونې ته اچول کيږې  ، خو که د پرمختګ خبره شي نو پاکستانی رژيم وايې دا ازاده سيمه ده مونږ پکې  کار نه لرو.

په حواله رسنيو  لکه تلويزون، راډيو ، انځوري او چاپي رسنيوکې د پښتون ( افغان ) قوم ، او  همدارنګه ددوۍ کلتور ته په بده سترګه کتل کيږي ، او سپکاوی يې کوي ، پاکستانی رژيم چوپه خوله لا  څه چې هيڅ هم ورته نه وايې ، خو که پښتون د حق غوښتلو ږغ پورته کړ نو ترهګر او کافر دې.

ددې ټولو ناخوالو تر څنګ پاکستانی فوځ په دې بسنه ونه کړه   پښتانه   وژنې ، کورنه يې ړنګوي ،  او خپلې سيمې پريښودو ته يې مجبوروي ،او همدارنګه په افغانستان کې   افغان وژنه د ۴۰کالو راهيسې  د دغه ظالم او ترهګر رژيم لخوا روانه ده ، هر وخت ددې مظلوم ولس سره دوه مخې لوبه کوي، چې مړ هم پښتون(افغان )  او پړ هم پښتون( افغان )  شي.

   د ترهګرۍ د ځپولو په بهانه به یې  د نړيوالې ټولنې څخه مرستې   تر لاسه کولې ، چې په دغه  تر لاسه شوو مرستو   د پښتون ( افغان ) او بلوڅو نسل وژنه ، او د ترهګرو ملاتړ تر اوسه  کوي، چې دغه دومخي لوبه يې تر اوسه پورې د نړيوالو سره  وکړه ، چې اوس  نړيواله ټولنه هم ددغه ظالم رژيم په دوه مخې تګلاره  پوه شوه،  مرستې يې پرې  بندې کړې.

د جرمني د کولن ميشينيش ښار د افغانانو کلتوري ټولنه د پښتنون ( افغان ) هره مبارزه ، پرلټ او لاريون چې د بې کناه انسانانو د ظلم څخه د خلاصون، او  خپلو حقوقو لاس ته  راوړلو د پاره یې کوي ، ستايې او ملاتړ يې کوي،  د ترهګرۍ  او پښتون ( افغان ) وژنې غندنه کوي ، او په نړيواله ټولنه ږغ کوي چې دغه مظلوم ولس سره په دې پار مرسته وکړي

-
 بېرته شاته