(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د فضل زمان شلمان

[03.May.2018 - 08:00]

په باجاخان مرکز کښې د فضل زمان شلمان د کتاب مخ کتنه

راپور: اقبال حسین افګار

د ډاکټر وقار علي شاه کاکاخيل څوک چې د قايد اعظم پوهنتون د تاريخ د څانګې مشر او ډين دے - نه روستو د خارجه امورو پوهاند قامي مشر بشير احمد خان مټه وويل نن چې مونږ دلته ناست يو مکالمه کوو دا هم د مولوي فضل محمود مخفي باچاخان د جدوجهد برکت دے که زمونږ دې مشرانو دا سختې او تکليفونه نه وو ګاللي امکان لري چې مونږ به په دې پوزيشن کښې نه وه - د نن زلميان چې د مشرانو په بابله خبرې کوي نو بايد  چې د هغوي مبارزه په نظر کښې ولري - زه د فضل زمان شلمان مننه کوم کور وداني ورته وايم چې په يوازې ځان خپلو وسيلو يي دومره مهم کار کړې دے او د مولوي فضل محمود مخفي صيب په بابله يي خپله وسيع لوسته  ددې کتاب په شکل کښې مونږ سره شريکه کړې ده - دده کار د هغه روايتي ډاکټرانو ډير زيات دقيق دے  څوک چې د ډګرۍ د حصول دپاره تحقيق کوي - د شلمان دا کتاب ما لوستې دے ډير زيات خوند مې ترې اغستې دے زه ورته په دې مهم کار مبارکي وايم - د مولوي فضل محمود مخفي صيب نمسي ډاکټر اصغر علي شاه د ښاغلي فضل زمان شلمان مننه وکړه چې دومره ستړي يي کړي دا کتاب يي چاپ کړه - او مخفي صيب او د هغه کاراو زيار يي دنيا ته ښکاره کړه - زه د باچا خان مرکز د مشرانو ددې دستورې د منتظيمونو مننه هم کوم چې دومره درنه دستوره يي راجوړه کړه او ماته يي هم درناوې راوبخښه ډاکټر اصغر علي شاه وويل زه اديب محقق نه يم ډاکټر يم سپيشلايزيشن مې کړې دے - په دې پو هيږم چې تحقيق ګران او زړه ستړې کار دے - خو د فضل زمان شلمان حوصلے هغه ته دا ګران کار اسان کړے دے - ما دا کتاب لوستې هم دے او د هغه محنت نه هم خبر يم - هغه زياته کړه چې ځنې خلق وايي چې مخي صيب د زوي د مرګ په وجه ذهني توګه مفلوج شوې وه - يقيننا د زوي په وفات هغه ته صدمه رسيدلے وه - خو هغه نور ټيک ټاک وه - د امريکې د صدارتي انتخاباتو له مخه ډولن ټرمپ ډاکټرانو ذهني مريض ګرځولې وه - خو اوس هغه د امريکې صدر دے - دغه رنګ د صدر کرنل قذافي هم وه - ددې مطلب دانه دے چې يو سړے ذهني مريض وي نو بس د کار نه وي - د کتاب مصنف او دستورې مشر ميلمه ښاغلي فضل زمان شلمان هم د باچاخان مرکز د مشرانو د قامي مشر لطيف لالا د عوامي نيشنل پارټۍ مرکزي د کلتور  سکتر ښاغلي شمس بونيري مننه وکړه چې زما د کتاب د مخ کتنې په حواله  يي دومره علمي دستوره راجوړه کړه - زه د ډاکټر وقار علي شاه کاکاخيل او د ډاکټر سهيل منندويه يم چې زما د کتاب په حواله يي ډيرې د کار خبرې وکړې ما ترې ډير څه زده کړل - شلمان وويل ما کالج يونيورسټي په پيښور کښې ويلي ده - مونږ هلکان وه د 1969 خبره ده مونږ به داجمل خټک صيب فارغ بخاري صيب او د محترم لطيف لالا خواله  ورتلو خوزيات وخت به مو د لطيف لالا سره تيره وه - د هغه مو ډير څه زده کړي دي نن که زه څه يم دې کښې د لطيف لالا ډير لاس دے ـ نو چرته چې زما روحاني مشر او استاد ناست وي نو هلته به زه څه اووايم ? ما چې دا کتاب چاپ کړو او محترم لطيف لالا ته اورسيد نو څو ورځې پس په 8 مارچ 2017 هغه زنګ راکړه چې زه ستا خوا له درځم کله چې لالا راغې نو ماله يي زما کتاب راکړو چې هغه پرې خپله دوه صفحې رايه ليکلي وه - چې زما دپاره لوې اعزاز دے ـ د هغه د رايي د لوستو سره ما محترم لطيف لالا ته داشعر اووې ـ

ما ويل چې  نابينا  به پرې  بينا شي

دې تعليم خوسترګور راته ړانده کړل

په 13 مارچ 2017 په ولي خان پوهنتون کښې دمشال پيښه وشوه داهغه تعليم دےچې سترګه وريي راته ړانده کړل - ښاغلي شلمان وويل خبرې ډيرې دي خو هغه به لطيف لالا او ميا افتخار حسين وکړي زه سرپ دومره وايم چې دا دباچاخان کتاب پروت دے اکبر سيال دې راپاسي مونږ ته دې وښايي چې باچا خان دې کښې کوم ځاې ليکلي دي چې زه لسم فيل يم - د ښاغلي شلمان ددې خبرې سره تر ډيره وخته چړچکې وې - د ښاغلي فضل زمان شلمان نه روستو محترم ميا افتخارحسين وويل د هر وخت خپلې غوښتونکي وي د پيرنګي پر ضد قامي مترقي مبارزه د هغه وخت لويو علماؤ کړې ده هغه که اسير مالټا مولانا محمود الحسن وه - مولانا عبيدالله سندهي وه - که مولوي فضل محمود مخي وه او که حاجي صيب ترنګزو وه که باچاخان ,مولانا تاج محمد ,مولانا عبړالعزيز او مولانا ترخوي نور جيد علماؤ وه - نن چې زما په کور کښې ماته خبرې کيږي نو دا جرآت خلقو له هم دې علماؤ ورکړې دے - دا زمونږ اتلان دي دوي ته سپک مه ګورئ ددوي قدر وکړئ - مولوي فضل محمود مخفي تر اتمه پورې سبق په دير کښې ويلے وم لسم يي د پيښور اوسني نمبر 3 سکول نه پاس کړې وه او بيا په ايډورډ کالج کښې داخل شو د دولسم امتحان پرچې چې ورکړې نو بيا تره هندوستان ته بوتلو او هلته يي مدرسه دارلعلوم ديوبند داخل کړه او د علم آخيري سند يي تر لاسه کړو دغلته ته د هغه د لويو لويو عالمانو سره پيژند ګلو پيدا شوه - زه ډير افسوس کوم چې د نن هغه خلق په دې ملي قامي اتلانو پسې پچ موزې کوي - کومو چې به واوره په سايبيره کښې وشوه کوټونه به هغوي دلته اچول -ماته ياد شي په يونيورسټي کښې به يو سړي خلقو ته ويل باچاخان په سياست څه پوهيدو - په دې خيبر پښتونخوا به څومره پوهنتونه وي چې هغه تعليم يافته  خلقو جوړ کړي وي - باچاخان او د هغه ملګرو د پيرنګي خلاف د آزادۍ جدوجهد کړې وه ملک آزاد شو پيرنګې لاړو مونږ ددې ملک برخه يو مشکلات به وي د هغې دپاره مونږ پارليماني سياست کوو او د باچاخان د عدم تشدد په فلسفه روان يو - مونږ  به چې پاليمان کښې  ويل  د پاکستان امن د افغانستان د امن سره مشروط دے نو خلقو راته غدار ويل نن ټول پارليمان هم هغه زمونږ خبره کوي ګټه د چاده په افغانستان کښې انقلاب راغې باچاخان هم هغه انقلابيانو مشرانو ته وويل چې د پښتو د مزي بهر مه وځئ خو هغوي ويل چې باچاخان ستا وخت تلے دے اوس زمونږ وخت دے مونږ سره حکومت دے طاقت دے - ومو ليده سره د حکومت او طاقت يي څه حال شو بيا به د ډاکټر نجيب الله دعا له هم په پټه تلل - نن په افغانستان کښې حکمرانان هغه جهادي مشران نه دي - د نقيب الله مسود شهادت پرلت ته زه کراچۍ ته لاړم اسفنديار خان اسلام اباد ته لاړو مونږ د پي ټي ايم د غوښتنو حمايت وکړه خو کله چې پارټي شوه نو مونږ غلي شو مونږ خو د هغوي مخلافت نه دې کړې هغوي مونږ پسې لګيا دي چې د سلو کالو تحريک مونږ پسې وتړئ داسې چرته کيدې شي د محمود خان او مونږ کښې به فرق نه وي خو د هغه خپله پارټي خپل اصول دي زمونږ خپله - پاتې شوه د جلسو خبره داسې خو د عمران خان جلسو له په لکونو پښتانه ځي مونږ خو څوک نه دي منع کړي ځي دے نه مو څوک د حقانيې منه کړي دي -په پارټۍ کښې اختلاف رايي د هر چا حق دے خو پريکړه به د اکثريت په رايه کيږي د اکثريت رايه ده چې د پارټۍ د ذيلي تنظيمونو مشران او غړي به د بلې پارټۍ جلسو له نه ځي نور خلق آزاد دي که عمران خان له ځي او که حقانې ته ځي - ميا افتخار زياته کړه چې د قبايلو په صوبه کښې د انضمام نه خلق ولے په چا شو زمونږ خو اوس هم دغه غوښتنه ده چې قبايل دې سره د پيکج په صوبه خيبر پښتونخوا کښې ضم کړې شي او په اپريشنونو کښې چې د چا ځاني مالي نقصان شوې د هغې ازاله دې وشي -ميا افتخار حسين ما  نن  سياسي خبره نه غوښتل په ړومبي ځل مې دا کتاب لوستې وه او څه مې پرې ليکلي هم وه خو دلته داسې خبرې وشوې او زه متوجه کړې شوم نو ځکه مې خپل فرض ادا کړو که زما په خبرو چاته تکليف رسيدلے وي زه ترې د زړه نه بخښنه غواړم -د ميا افتخار حسين د وينا روستو د محترم لطيف لالا ,بشير خان مټه ,ميا افتخار حسين ,انجينر اعجاز يوسفزي شمس بونيري په لاس د شامدار کاکا د لاس جوړ شوې د باچاخان کالبوت او شيلډ ورکړې شو - او ښاغلي لاجبر سنګ سواتې څادر او د باچاخان مرکز انځورګر د لاس جوړ د شلمان پوټريټ شلمان ته ډالۍ کړو -روستو د دستورې مشر لطيف لالا د محترم شمس بونيري , انجنير اعجاز يوسفزي , حيات روغاني او د هغوي د هم کارانو مننه وکړه چې دا خوندوره سنجيده او علمي دستوره يي راجوړه کړه - خو زه ډير افسوس کوم چې په دې موقع د اے اين پي او پي ټي ايم جګړه جوړه کړې شوه - يقيننا دا ځوانان دي مونږ له ددوي خبره اوريدل دي خو زمونږ پښتو کښې ويلے شي که يو هوښيار سړے خبره په سهي وخت ونه کړې نو هغه ګټه نه شي پورته کولے - او که يو کم عقل سړے په مناسب وخت خپله خبره وکړي نو ګټه پورته کولې شي ماله د پي ټي ايم ځوانان راغلي وه - ماورته ويل يو د انتهاپسندۍ د پارټو سره دجګړو ځان وساتئ دا دواړه به پښتنو ته د ګټې په ځاې نقصان ورسوي ښاغلے خان زمان ماته د زړه نه ګران دے خو زه د ميا صيب خبرې تايدوم - محترم لطيف لالا وويل د مولوي فضل محمود مخفي صيب تره زما استاد وه د هغه وسيله او نورو وسيلو ما ډير معلومات لرل خو د فضل زمان شلمان د کتاب د راتلو سره د مخفي صيب په بابله ډير ګټور معلومات تر لاسه شو زمونږ محقيقيونو له پکار دي چې دغه رنګ شخصيتونه په زمونږ په سيمو کښې ډير زيات دي بايد چې دوي هم دغه رنګ تحقيق وشي او د ګمنامۍ د ګړنګ يي راوباسي زه د فضل زمان شلمان ددې کار ستاينه کوم او په دې تحقيقي کتاب په چاپ ورته مبارکي وايم - روستو په چايو پيټيز بسکزوټونو د ميلمنو تواضع وشوه زما په اند باچامرکز له پکار دي چې دې دستورو له دوام ورکړې زمونږ ټولنې ته د مکالمې ضرورت دے - مشرانو له هم دغه رنګ د ځوانانو سوالونه اوريدل پکار دي او صبر تحمل او مينه ورته جواب سره ددليله ويل پکار دي - ځوانانو له هم پکار دي چې د خپلو پښتني رواياتو لمن د لاسه نه ورکوي خبره دې په دليل منطق کوي

په درناوي : اقبال حسين افکار

-
بېرته شاته