(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د امام اعظم نعمان بن

[10.May.2018 - 20:53]

د امام اعظم نعمان بن ثابت ابو حنیفه "رح."  حضرت ابو یوسف ته یو څو نصیحتونه

 ژباړه :ډ.حمیدالله زړور ساپی 

د تورکي تقویم 'فضیلت ' څخه د امام اعظم 'رح.' د وفات کلیزې په یاد 

۰لومړی پوهه او علم زده کړه ،بیا حلال مال وګټه.

۰له دوی نه وروسته بیا د واده بندوبست کوَه!؛ ځکه که د تحصیل په وخت د مال ګټلو هلې ځلې وکړې،د پوهې په زده کړه کې پاتې 

راځې.کوښښ وکړه چې زده کړې دې د ځوانۍ په وخت تر سره کړې چې زړه دې له هرې مشغلې څخه بیغمه وي ،پوه شه چې مال او عیال او اولاد زړه مشغول ساتي.

۰هر وخت د تقوی (پرهیزګارانو)له اهله اوسه.

۰خلکو ته خیرنصیحت کوَه.

۰ډیر مه خانده،ځکه چې ډیره خندا زړه وژني!

۰پر لاره مه ډیر ورو او مه ډیر چابک ځه ، په آرام او وقار سره ګامونه اخله.لاره کې ښۍ اوکیڼ خواوو ته ډیر مه ګوره!

۰په کارونو کې بیړه یا عجله مه کَوَه.

۰چا ته چې مستقیماََ تاته له شا خوا غږ کوي ،ځواب مه ورکوه.

۰دخبرو وخت کې دې ږغ ډیر زیات مه جګوه!او چيغې بوغارې مه وهه!؛په ټیټ غږ او آرامۍ او لږ حرکاتو سره د خبرو عادت زده کړه ترڅو دې انسانانو کې جدیت معلوم شي.

۰د الله ج. ذِکر ډیر کوه تر څو نور ېې له  تا څخه زده کړي.

۰له لمانځه نه وروسته د کریم قرآن تلاوت او د الله ج. ذکر باندې مداومت کوه.

۰د الله ج. پر هغو نعمتونوچې تاته ېې درکړي دي او هم ېې د زړه صبر درکړی ،دوامداره شکر وباسه.

۰هره میاشت کې څو ورځې روژه نیسه تر څو نور ېې هم درڅخه زده کړي.

۰که غواړې چې په دنیا او آخرت کې دې له علم څخه ګټه وکړې، د نفس آرزو ګانو او خواهشاتو ته مه تسلیمیږه!

۰په دنیا او اوسني حال دې مه غولېږه ځکه چې الله تعالی ج. د هر شي پوښتنه له تا څخه کوي؛ همهاغسې چې الله ج. دا دنیا حقیره ګڼلې ده ته ېې هم حقیره وګڼه!

۰د خلکو د سهوو او تیروتنو تابع مه کیږه ،تل د سمَونو تابع اوسه.

۰که یو څوک دې ولیده چې په بدو عادت شوی،د بدۍ ذکر ېې مه کوه؛له هغه څخه د خیر د امید بحث وکوه.خوکه بدي ېې د دين په باره کې وه ، د دې لپاره چې مسلمانان ېې تابع نه شي ،اِيقاظ ېې کړه!.(قضاوت پرې وکړه!)

۰هر وخت مرګ په یاد لره!

۰له چاڅخه دې چې پوهه او علم زده کړی وي ،له خدای ج. څخه ورته بخښنه وغواړه.

۰د قرآن کریم لوستلو باندې دوام ورکړه.

۰د بدعت اهل سره مه کښېنه

۰لوبې او ساعټتېرئ تمامې تَرک وهه.

۰که چا تا سره استشاره غوښتله ،خپل فکر ورکړه!

۰د لویو کارونو لپاره د غیرت او جدیت صاحب شه!،ځکه د چا چې غیرت کم وي ، مرتبه ېې هم ټیټه وي.

۰او پوه شه چې آخرت له دنیا نه بهتر دی .

 

۰ اخذ له (الفهاوي المُنیفه) د (مفتو زاده مَحمد کامل) له خوا ،(فضیلت تقویمې ).

یادونه: امام اعظم صاحب د ۷۶۷ م. کال د مې په ۶مه له نړۍ سترګې پټې کړي. رحمه الله .

 
-
بېرته شاته