(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دبابا کونې

[11.May.2018 - 08:13]

د باچاخان بابا کورنې 

باچاخان بابا:-

تاریخ وفات: شپږویشتم د جنورې نولس سوه اتۀ اتیا (26-1-1988).

د جنګ آزادې لوې قهرمان او د خدايي خدمتګار تحریک بانی فخر افغان خان عبدالغفار خان (باچاخان بابا) دوه ودونه کړی وو. د وړومبې کورودانې نوم يې مهرقنده بی بی وو چې عبدالغنی خان بابا او عبدالولی خان بابا يې پرله پسې دوه اولادونه وو.

د دوئمې کورودانې نوم يې نمیته بی بی وو چې عبدالعلی خان بابا او مهرتاجه بی بی يې پرله پسې اولادونه وو.

 

عبدالغنی خان بابا:-

 تاریخ وفات: پنځلسم مارچ نولس سوه شپږ نوی (15-3-1996).

عبدالغنی خان بابا نوموړې شاعر, ادیب, دانشور, مجسمه ساز, مصور, فلسفی او سیاستوال و,

د عبدالغنی خان بابا یو ځوې فریدون خان وو چې په نولس سوه دوه نوی (1992) کښې وفات شوې و, د فریدون خان دوه ځامن بهرام خان او مشال خان او یوه لور شانو ده.

د عبدالغنی خان بابا دوه لونړه شاندانه بی بی او  زرینه بی بی.

شاندانه بی بی  په مومندو ناړې چارسده کښې وادۀ وه خو بیا ورستو خپل خاوند سره هندوستان ته ګډوال شول او هم هلته وفات شوه. زرینه بی بی ژوندې ده او د هندوستان په کانګرس پارټې کښې سیاستواله ده.

 

عبدالولی خان بابا:-

 تاریخ وفات: د جنورې په شلمه دوه زره پنځم (20-1-2005).

عبدالولی خان بابا نوموړې سیاست وال او د عوامی نیشنل پارټې رهبر تحریک و

د عبدالولی خان بابا دوه کور ودانې وې. د وړومبې کورودانې تاجو بی بی نه دوه لونړه نسرین بی بی, پروین بی بی او یو ځوې اسفندیارولی خان او د دوئیمې کورودانې بیګم نسیم ولی خان نه یوه لور ډاکټر ګلالې او یو ځوې سنګین ولی خان,

 

نسرین بی بی د امیر حیدر خان هوتی مور بی بی  په مردان کښې او پروین بی بی په هندوستان کښې میشته ده

د اسفندیار ولی خان دوه لونړه ډاکټر درخانې په پیښور کښې وادۀ ده او ګل مکئې د عبدالغنی خان بابا په نمسي مشال خان وادۀ ده,

د اسفندیار ولی خان یو ځوې ایمل ولی خان دې د چا چې تر دې دمه درې لونړه دی.

 

ډاکټر ګلالې په پیښور کښې وادۀ وه او نن سبا په امریکه کښې د خپل خاوند سره ژوند کوی او ښځه خاوند دواړه د زړۀ سپیشلسټان سرجنان دی.

سنګین ولی خان په پنځویشتم د جون دوه زره اتم (25-6-2008) کښې وفات شو چې دوه لونړه مهر قنده او مریم او  یو ځوې لونګین ولی خان  يې په ولی باغ کښې ژوند کوی. د لونګین ولی خان تر دې دمه دوه اولادونه یوه لور او یو ځوې دې.

 

عبدالعلی خان بابا:-

تاریخ وفات: د فرورې نولسمه, نولس سوه اووۀ نوی ( 19-2-1997).

عبدالعلی خان بابا نوموړې ماهر تعلیم و.

د باچاخان بابا په زوړ پلارنی کور کښې اوسیدۀ, درې لونړه او یو ځوې يې دې

د سیاست نه د لرې والی په سبب د دوی نور تفصیل مالوم نه دې

 

مهر تاج بی بی:-

تاریخ وفات: مئی دوه زره شپاړسم (5-2016).

د باچاخان بابا لور مهر تاج بی بی د پیښور په خدائی خدمتګار یحیٰ جان وادۀ وه.

 

فرمان یوسفزې.

-
بېرته شاته