(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د‌‌‌‌‌‌ډېورنډ کرښه دې

[17.May.2018 - 07:10]

د اروپايي اتحادیې د پارلمان مرستیال ریچارد چارنسکي وویل، د تروریزم د پای ته رسولو لپاره هغه وخت راغلی چې د ډیورند کرښې په ایستلو کې تاریخي تېروتنه جبران او د تاریخي حقیقتونو پر اساس له سره وکښل شي

ریچارد چارنسکي زیاته کړه، د دې لپاره چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ډیورنډ کرښه د نړیوال تروریزم پر مرکز بدله شوې، لازمه ده چې اروپا او امریکا په افغانستان کې د تلپاتې سولې لپاره خپله پالیسي بدله کړي.

ښاغلي چارنسکي وویل«پاکستان د دې لپاره چې پر ډیورند کرښه برلاسی وي، په سیمه کې لاسوهنو او بې ثباتۍ ته دوام ورکويپکار ده چې لوېدیځ هیوادونه د دې مصنوعي پولې په اړه خپل پخوانی دریځ بدل کړي او په دې سیمه کې د تاریخ او حقیقتونو پراساس پخوانۍ پوله احیا کړي؛ بلوڅ او پښتانه، چې په زور جلا کړای شوي، بېرته له اصلي سیمې سره یوځای او د افغانستان تر حاکمیت لاندې راوستل شي.

«بلوچستان او د پاکستان پښتني سیمې چې په زوره له بریتانیايي هند سره یوځای کړای شوې باید بېرته خپل اصلي هیواد افغانستان ته وګرځول شي

د اروپايي پارلمان مرستیال یادونه کړې چې د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر یوولسمه د لوېدیځوالو لپاره د خطر زنګ و چې باید په سیمه کې خپله پالیسي بدله کړي؛ خو لوېدیځو هیوادونو د دې پر ځای چې د خطر دا زنګ واوري سیمې ته یې پوځیان ولېږل او اجازه یې ورکړه چې ستونزه لا ژوره شي.

ده وویل، له ۲۰۰۱ راهیسې په افغانستان کې ډېر سرتېري وژل شوي او دا مرګ ژوبلې به دوام وکړي؛ نو اوس هغه وخت راغلی چې د ډیورند کرښې په برخه کې خپله تاریخي غلطي اصلاح کړو.

دی باور لري چې په افغانستان کې د ملیاردونو یورو د مصرفولو او د جګړې لپاره د هلو ځلو پر ځای باید د ډیورند کرښې پر بیا کتنې تمرکز وشي.

چارنسکي په دې خبره د ټینګار ترڅنګ چې افغانستان تل د ډیورند کرښه په هند کې د بریتانیايي استعمارکرو له لوري پر افغانستان یوه تپلې کرښه بللې، ویلي چې ډیورنډ د بریتانیايی هند له لوري د دې لپاره یوه هڅه وه چې ځان ته ستراتیژیک عمق تضمین کړي او د افغانستان او د هند د براعظمګي لور ته د روسانو د پرمختګ د مخنیوي لپاره حایل سیمه رامنځته شي.

ده ویلي«دا مصنوعي پوله په ۱۸۹۳ کال بریتانیايي استعمار وکښله چې په نتیجه کې یې د افغانستان د خاورې لویې برخې چې اوس بلوچستان او د پښتنو سیمې بلل کېږي، بریتانیايي هند ته ورکړې

د اروپايي پارلمان مرستیال له ډیورند کرښې سره د خان عبدالغفار خان پاچاخان مخالفت ته هم اشاره کړې او ویلي یې دي چې نوموړي نه یوازې د بریتانیایانو د استعمار په مهال له دې کرښې سره مخالفت کاوه بلکې د پاکستان د جوړېدو مخالف هم و.

چارنسکي وایي پاکستان د ‌‌‌‌‌‌ډیورن‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌ډ کرښې په خاطر تل په کابل کې له غښتلي حکومت سره مخالفت کړی دی.

ده دا هم ویلي چې په پاکستان کې په قصدي ډول د پښتنو او بلوڅو سیمې وروسته پاتې پرېښودل شوي، د هغو قبیلې یې له یو بل سره ښکېلې کړي او د سختدریځۍ او افراطیت د ودې زمینه یې پکې برابره کړې ده څو اسلام اباد په سیمه کې خپلو ستراتیژیکو هدفونو ته ورسېږي.

ریچارد چارنسکي وايي، د طالبانو په شمول د افغانستان ټولو حکومتونو د ډیورند کرښې له منلو انکار کړی دی.

د اروپايي پارلمان مرستیال په اسلام اباد کې د طالبانو د پخواني سفیر عبدالسلام ضعیف له قوله وايي چې پاکستان له ۱۹۹۶ څخه تر ۲۰۰۱ پورې درې ځلې هڅه وکړه چې پر طالبانو ډیورند ومني خو طالبانو ونه مانه.

ریچارد چارنسکي پر ډیورند کرښه د پاکستان له لوري د ازغن سیم او دېوال جوړول او د کندهار په سپین بولدک ولسوالي کې پر افغان ځواکونو د پاکستاني پوځیانو له لورې ډزې د ډیورند کرښې د منلو لپاره د پاکستان د هلوځلو 

دوام بولي

بیزنس سټنددرډ خپرونې راپور

-
بېرته شاته