(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ټاکنېز سرکل

[11.Jun.2018 - 19:13]

د (انتخاباتي سرکل او د ځوانانو رول) تر نامه لاندې سيمينار ترسره شو

د باچا خان ښوونيز بنسټ له خوا په کابل کې د (انتخاباتي سرکل او د ځوانانو رول) تر نامه لاندې يو سيمينار ترسره شو، چې پکې ګڼ شمېر ځوانانو ګډون وکړ.

استاذ او ژورناليست احمد الله ارچيوال د ټاکنيزه پروسه او د مدني ټولنو رول په اړه مقاله وړاندې کړه او انتخابات يې په يوه ټولنه کې د مثبت بدلون او پرمختګ لپاره ډېر مهم وبلل. نوموړي په خپله مقاله کې وويل، چې په لومړي سر کې يواځې د انتخاباتو په ورځ باندې ډېره توجه کېده، چې له امله يې يو شمېر تاوانونه رامخې ته شول، خو اوس نه يواځې دا چې د انتخاباتو د ورځې نه مخکې ورځو باندې، بلکې د انتخاباتو د ورځې نه وروستو ورځو باندې هم ډېره پاملرنه کېږي.

نوموړي انتخابات يوه څرخه ياده کړه او وې ويل چې ځوانان نه يواځې دا چې د انتخاباتو لپاره له مخکې څخه بشپړه تياري وکړي، بلکې د انتخاباتو څخه وروسته دې هم هر څه ډېر دقيق وڅاري.

د نوي فکر ټولنې مشر استاذ حبيب الرحمان احمدزي بيا په انتخابات او د ځوانانو مسووليت باندې ډېرې ګټورې خبرې وکړې. نوموړي وويل چې ځوانان بايد لوړ همت او لوړې ارادې ولري او د ناکامۍ تورى بېخي له ذهن څخه ليرې کړي. هغه وويل چې د هر کار د بريا لپاره لومړنى شرط تصميم دى او کله چې هم تصميم ونيول شي، نو بريا بيا حتمي وي. نوموړي ځوانان د ټولنې قوت ياد کړ او وې ويل چې بايد د مشرانو له تجربو هم ګټه پورته کړي. هغه همدا راز په ټولو ځوانانو غږ وکړ، چې په انتخاباتو کې دې برخه واخلي او د خپل ښه راتلونکي لپاره دې وړ کسان وټاکي.

احمدزي دا هم وويل چې اوسنى وخت د علم او ټېکنالوجۍ وخت دى او بايد چې ځوانان علم او ټېکنالوجي زده کړي، تر څو د ښه راتلونکي لپاره ترې ګټه واخيستاى شي.

په سيمينار کې سياسي فعالې زينب ترکۍ په دموکراسۍ او د ښځو رول باندې ځوانانو ته خبرې وکړې، خو هغې دا هم وويل چې په نورو هېوادونو کې د (ځوان) تورى ښځينه او نارينه دواړو ته کارول کېږي، خو زموږ په ټولنه کې بيا بدبختي دا ده چې ځوان يواځې نارينه ته ويل کېږي او د ټولنې پنځوس فيصده ميرمنې له دې څخه ويستل کېږي. نوموړې له ځوانانو وغوښتل چې د خپلو خوېندو او مېرمنو ملاتړ وکړئ، هغوى وهڅوئ چې زده کړې وکړي او د نارينه و سره اوږه په اوږه په ټولنه کې د مثبت بدلون لپاره کار وکړي.

د نوي فکر ټولنې مرستيال ارباب نثار کريمزي په خپلو خبرو کې بيا ځوانانو ته وويل چې د باچا خان لار زموږ لپاره ډېره روښانه لار ده، موږ ته پکار دي چې د هغه په لاره باندې مزل وکړو او د هغه له مبارزې زده کړه وکړو او په اوسني وخت کې د باچا خان په لاره تګ وکړو.

د ننګرهار پخواني والي سليم خان کندوزي بيا د پارلماني سياست په ارزښت خبرې وکړې او همدا راز نوموړي ځوانانو ته دا هم وويل چې باچا خان هم په ځوانۍ کې مبارزه پيل کړې وه او ټوله تکيه يې هم په ځوانانو وه، نو ځکه يې بريا خپله کړه او اوس يې د نړۍ په هر ګوټ کې نوم په ډېر احترام اخيستل کېږي.

هغه زياته کړه چې ځوانان د ټولنې د ملا تير دى، دوى قوت لري او هر تکليف ګاللى شي، همدا راز دى چې هر هدف ته ځان رسولاى شي. نوموړي وويل چې ځوانان بايد د ټاکنو په پروسه کې برخه واخلي او داسې خلک پارلمان ته بريالي کړي، چې د هېواد په ګټه وي او زموږ د ولس د ښه راتلونکي تضمين ورسره تړلى وي.

مدني فعال حکمت الله ريحان هم په ټاکنو کې د ځوانانو په رول باندې خبرې وکړې او ځوانانو ته يې وويل چې انتخابات دې بريا ته ورسوي او وړ کسان دې پکې بريالي کړي.

د سيمينار چلوونکى زاهد خان اختر و، چې نوموړي د باچا خان ښوونيز بنسټ په تعليمي ماډل او ښوونځيو باندې هم خبرې وکړې او د دغه بنسټ د تعليمي ماډل او ښوونځيو په اړه يې بشپړ معلومات له ګډونوالو سره شريک کړل.

سيمينار د ننګرهار پخواني والي سليم کندوزي په ځاى کې ترسره شو، چې لوژستيکي مرسته يې هم نوموړي ورکړه، د غونډې جوړونکو له نوموړي څخه مننه وکړه.

راپور: رحمت ديوان Rahmat Dewan

-
بېرته شاته