(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

سرې خولۍ ویرولی اټومي طاقت

[11.Jun.2018 - 19:31]

سرې خولۍ ویرولی (اټومي طاقت) پاکستان

لیک: حبیب الرحمن تاثیر، کابل 

کله چې د منظور پښتین سره خولۍ د طاقت، مینې، اخلاص او یووالي د سمبول مقدسه بڼه خپله کړه، نو له هغه وروسته پاکستاني امنیتي ځواکونو هم دغه خولۍ د قبایلي سیمو ترڅنګ د خیبر پښتونخوا په ځینو سیمو کې ممنوع اعلان کړه، ځکه چې پاکستان یې د لر او بر پښتنو افغانانو د یووالي، له پاکستان څخه د جلاوالي، د خپلې ماتې او شکست سبب ګڼي.

خو د پاکستان پوځ هم دغه مقدسه خولۍ ډیره خطرناکه خولۍ ګڼي او وايي دا د پاکستان د ماتېدو سبب کېدی سي، د پاکستاني پوځ د عامه اړیکو ادارې: د ای ایس پي ار  (Inter Services Public Relations Pakistan) ویاند اصف غفور وايي: دغه خولۍ افغانستان، امریکا، هندوستان او اسرایيل په ګډه تیاروي او پښتونخوا ته یې رالیږي، چې منظور پښتین او د هغه ملګرو ته یې سپاري.

دا چې څنګه او په څه ډول یو وړوکی چپ پاکستان ټوټه ټوټه کولي سي، نو د اصف غفور زیاتوي: په دغه خولۍ کې یو خطرناک چپ نصب سوی دی، چې د پاکستان د سالمیت له پاره بېخي خطرناک ثابتېدي سي، خو نړیوالې رسنۍ او شنونکي په دې باور دي چې پاکستان هسې هم د پاڼ پر غاړه ولادی دي.

که څه هم منظور پښتين همدا خولۍ په نېک شګون نيولې او په هره غونډه کي يې پر سر لېدل کېږي، نو پاکستان په ځانګړې توګه د دغه هېواد پوځ خپلو هېوادوالو ته په تبلغاتي ډول هره ګړۍ ډاډ ورکوي چې پاکستان په نړۍ کې لومړی اسلامي اټومي طاقت لرونکی هېواد دی، خو د دغه پوځ د (ټوټۍ) له ویرې څخه څرګندېږي چې څومره طاقت لري؟ او په کور دننه له څومره سترو خطراتو سره مخامخ دی.

د منظورپښتین سره خولۍ چې وايي د سیمې یوه بزګر ورته ډالۍ کړې ده، اوس د افغانستان تر شمالي سیمو پورې محدوده نه، بلکې اوس یې نړیواله بڼه اختیار کړې ده او دې خولۍ هم لکه د (چي ګویرا) خولۍ نړیوال شهرت پیداکړی دی، هغه دا چې په اوسني وخت په پښتونخوا، افغانستان او د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د افغانانو ترڅنګ نړیوالو له لورې د امن، سولې او ازادۍ د غږ پورته کولو پر وخت پرسر کېږي.

************

پاکستان دي د ترهګرو د ملاتړ په تور لیسټ کې شامل شي

راپور: حبیب الرحمن تاثیر

 

نن جمعه د جون میاشتې اتمه نیټه، د غرمې په دولسو بجو د اسټرالیا هېواد سیډنې ښار په مارټن پلس سیمه کې د میشتو افغانانو له لورې د پاکستان پر ضد او پښتون ژغورنې غورځنګ په ملاتړ مظاهره وشوه، چې دوه ساعته یې دوام وکړ.

په دغه مظاهره کې چې د ښځو او ماشومانو په ګډون لسګونو کسانو په کې ونډه اخیسې وه، د پاکستان پر ضد، د لر او بر یو افغان، (یه جو دهشتګردي هې، ایس کې پیچې وردي هې) او داسې نور شعارونه ورکول کیدل او غوښتنه یې کوله چې دغه هیواد دي د ترهګرو د ملاتړ په تور لیسټ کې شامل شي.

مظاهرې ته د لوی افغانستان تحریک د رهبري شورا غړي سیار دهسبزي په خبله وینا کې وویل: پاکستان په سیمه کې د وسله والو ترهګرو ملاتړ کوي او له لوی افغانستان څخه په اشغال شویو سیمو کې په بېلا بېلو پلمو او نومونو پښتانه او بلوڅ ځوانان او پېغلي وژني.

سیار دهسبزي زیاته کړه: دا چې په نړۍ کې ټول بېوزله او مظلوم قومونه د پښتون ژغورنې غورځنګ د مبارزې ملاتړ کوي، نو دا رنګه موږ هم په ټولیزه توګه د هغه تر شاه ولاړ یو، ځکه چې د هغه مبارزه یوه سپېځلې او دازادۍ مبارزه ده.

مظاهرې ته ځینو نورو کسانو هم ویناوې وکړې او په وزیرستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د یو مشر علي وزیر پر کور او په میرعلي سیمه کې د پاکستاني پوځ له لورې پر مظاهره چیانو د برید چې ډیری کسان یې ټپیان کړل غندنه وکړه او دا کار یې یو وحشیانه عمل وګاڼه.

مظاهره چیانو له نړیوالې ټولنې، ملګرو ملتونو او ټولې نړۍ څخه غوښتنه کوله چې د پاکستاني پوځ او استخباراتي کړیو د ناروا ګړنو، تروریستي ملاتړ او په دغه هیواد کې د پښتنو، بلوڅو او سیندیانو د ټولوژنې په خلاف غږ پورته کړي.

هغوی زیاته کړه: پاکستان باید د ترهګرو په تور لیسټ کې شامل شي او د پاکستان پوځ چې کوم ظلمونه کوي، دا دي جنګي جرایم وشمیرل شي، خو له بده مرغه پاکستان وژنې کوي او نړۍ یې سیل ته راوتلې ده.

یاده دي وي چې په دا وروستیو کې په پاکستان او پښتونخوا کې پښتون ژغورنې غورځنګ د پښتنو او بلوڅ ځوانانو د ټولوژنې، تری تم کولو او حقونو د ترلاسه کولو په وړاندې په سختو لاریونو او مظاهرو لاس پورې کړی دی، چې پاکستان او د دغه هېواد پوځ یې له سخت تشویش سره مخ کړی دی، خو د پښتون ژغورنې غورځنګ په ملاتړ په ټوله نړۍ کې د افغانانو ترڅنګ ځینو نورو قومونو هم په مظاهرو او احتجاجونو لاس پوري کړی.

 

-
بېرته شاته