(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

مولوي پوپلزی

[19.Jun.2018 - 08:39]

مولوي پوپلزی 

لیک: وقاص خان ېسپزی

د قاسم علي خان جومات په کال 1842 کې هغه وخت جوړ شو چې پېښور د سیکانو په نرغه کې و, د سیکانو په وخت کې عبدالرحیم پوپلزی چې د احمد شاه بابا په وخت کې د پېښور قاضي و, په پېښور پاتې شو او هم له دغه وخته یې په ټولنه او خلکو کې نوم ولرو. بیا د هغه زوی عبدالحکیم پوپلزی رامخکې شو او د یو مذهبي مشر په څېر خلکو وپېژندلو چې په تحریک خلافت کې یې هم برخه درلوده, په وروستو بیا د خلافت کمیټۍ مشر او د قاسم علي خان جومات او پېښور عیدګاه خطیب شو. بیا د مفتي عبدالحکیم زوي عبدالرحیم پوپلزي دویم (د نیکه په نوم و) د هلکوالي نه په خلافت تحریک کې برخه واخیسته او د پلار نه پس په خلکو کې په ښه نامه یاد شو ———- عبدالرحیم پوپلزي دویم د پیرنګي پر ضد د ازادۍ د تحریک هم ملاتړ وکړو او خپله یې پکې برخه واخیسته. په دې اړه یې یوه رساله سرفروش هم خپره کړه.

 

د قیصه خوانۍ د پښتنو چې کوم قتل عام شوی و، دی په هغه احتجاج کې ګډ و او نهه کاله په زندان هم بندي شو. د سرمایه دارانه نظام سخت خلاف و دغه فکر یې د مولانا عبیدالله سیندي او مولانا حسین احمد مدني واخیست, په 1939 کې یې د بنو په احتجاج کې د پیرنګي پر ضد برخه واخیسته او پنځه کاله بندي شو, په 1944 کې له دې جهانه رخصت شو او د هغه کشر ورور مولانا عبدالقیوم پوپلزی ده قاسم علي خان جمات امام شو. له مولانا عبدالقیوم د مرګ نه پس دده کشر ورور مفتي شهاب الدین پوپلزی د قاسم علي خان جمات امام شو چې تر ننه پورې په دغه منصب ناست دی.

د پاکستان د جوړېدو نه مخکې ددغه جومات په فتوې به اختر او روژه کیدل، او مقامي خلک اوس هم خپل دغه د سلګونو کالونو په دغه جومات او ددغې په اعلان روژه او اختر کوي، د پاکستان د رویت هلال کمیټي چې کله جوړه شوه تر هغې ورځې نه یې ددې جومات د اعلان په مرسته روژه او اختر ونکړ او په ځای ددې چې دغه جومات یې په اعتماد کې اخیستی وی؛ د یو ځانګړي ستونزې سره یې خلک مخ کړل.

یو خوا تاریخي جومات او بل خوا رویت هلال ده. د کراچۍ سپوږمۍ په رویت کې او د پښتونخوا د سیمو په رویت کې لوی توپیر دی. باید رویت هلال هغه ځای کېني چیرته چې د میاشت ښکاره کیدلو مخکې امکان وي. ولې رویت هلال هم قسم کړی دی چې د پښتنو مفتیانو او بیا د دومره تاریخي کورنۍ د مفتي چې نیکه یې د احمد شاه بابا قاضي پاتې شوی به هیڅکله هم قبوله نه کړي.

وقاص اسپزی

-
بېرته شاته