(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

بې وخته اختر

[19.Jun.2018 - 08:49]

نولس کاله پخوا مې دا کبسه لیکلې، خو اوس چې داختر شپه په هماغه محله کې د بام په سر ناست یم، د شاوخوا کورونو او محلو نه د اختر بېدریغه ډزې اورم، خو له یوه جومات نه د قران مجید د وروستۍ پارې نلاوت هم د لوډ سپېکر نه اورم:

بې وخته اختر[لنډه کیسه/ افسانه]

لېک: بازمحمد عابد

چې خداى (ج) ته ښكاره وي، نو له بنده گانو يې څه پرده. سږ كال خو مې تر پنځه ويشتمې روژې پورې د تراويج يو لمونځ هم نه و كړى، بلكې د ماخوستن لمونځ به هم رانه اكثر قضاء و.

د روژې شپږويشتمه شپه وه، چې د تره زوى مې له نږدې مدرسې نه قاري صاحب راوست. غوښتل يې چې په كور كې سره په گډه ختم شريف ادا كړو. چا ته چې په ختم كې د ګډون بلنه وركړل شوې وه، تقريباً پوره شوي وو. اودس مې وكړ.

 وټاكل شوه چې په درې شپو كې به ختم سر ته رسوو. قاري صاحب د ښکلې نوراني څيرې سره ښكلى بلبلي غږ هم لرلو او په ښكلي قریحه يې په اوله شپه څوارلس پارې قرائت كړې

د چايو په وقفه كې مې ترې پوښتنه وكړه:

قاري صاحب په سږنۍ روژه كې دې دا څويم ختم دى؟ قاري صاحب وويل:

د خداى (ج) كرم دى، خبره له شميره وتې ده. د روژې له اولې شپې نه مې تر لسمې شپې پورې په مدرسه كې طالبانو ته ختم كړى دى. او بيا مې تر اوسه د دوستانو په دېرو كې د درو او څلورو شپو ختمونه وركړي دي. "

په دوهمه شپه حجرې ته دوه درې دقيقې وروسته ورغلم. د ماخوستن جمعه ولاړه وه. د لمانځه نيت مې وتاړه. د حجرې په كونج كې مې د خوږو په قوتيو نظر پريوت، په زړه كې راوگرځيدل چې كيداى شي د ختم اجنډا تغيير موندلى وي. د سنتو په وقفه كې مې د سترگو په كونجونو كې له يوه ملگري نه پوښتنه وكړه. هغه راته وويل:

" قاري صاحب چيرته د درې شپو ختم نيولى دى او زموږ ختم نن شپه ختموي. " 

شپه تر نيمايي اوښتې وه، چې ختم شريف تر سره شو. قاري صاحب به لس پنځلس مینټه په عربي او پښتو ژبو دعا گانې ويلې او د ختم گډون كوونكيو به دآمين په مزو ټړلې. په اخر کې به هر چا د خوږو قوتۍ او ځانونه قاري صاحب ته نېږدې كول چې د بركت دم پرې چوف كړي. او بيا هر چا د شكرانې په توگه قاري صاحب ته چنده وركړه، بلا پيسې ټولې شوې او قاري صاحب په ډېره خوښۍ د شپې په څلورم پار د مدرسې لاره ونيوله.

قاري صاحب وروستى ختم هم زموږ په كوڅه كې په نېږدې حجره كې نيولى و. په دوه شپو كې يې شپږ ويشت پارې قرائت كړې وې. نهه ويشتم روژه ماتى چې څنگه وشو، لږه شيبه به لا تېره نه وه، چې د شا و خوا علاقو نه د اختر د ډزو آوازونه پورته شول. زموږ په علاقه كې هم سرمستو ځوانانو دكلاشنكوفونواو تمانچو ډزې وکړې. د ماخوستن تراذانه پورې د ډزو آوازونه د نژدې او لرې سيمونه اوريدل كيدل. زموږ په كوڅه كې چې چا د دريو شپوختم نيولی و، د هغوى له حجرې نه هم دكلاشنكوف ضربې چليدلې دغه وخت قاري صيب په حجره ننوت او له سلامه وروسته يې وويل

"ورونو اودسونه كوئ چې داڅلور پارې هم په خير سره په گينټه نيمه كې سرته ورسوو."

يوه ځوان چې د كلاشنكوف شپېلۍ يې په سپينه ټوټه پاكوله وويل:

"قاري صيب اوريدلي مې دي چې د اختر په شپه خو څوك تراويج نه كوي."

قاري صيب وويل:

" اختر چيرته دى دخداى بنده، سبا خوديرشمه روژه پوره كيږي."

 بل ځوان چې دكټ په لنگه ناست و او سگريټه يې اوږده اوږده لوگي ايستل وويل:

" قاري صاحب، خداى دې اجر دركړي، پريږده چې داختر دشپې نه څه مزه واخلو.."

قاري صيب دكورنۍ مشر وليده چې حجرې ته راننوت و يې ويل:

"حاجي صاحب داځوانان نه پوهيږي. دخداى (ج) په عذاب ځانونه اخته كوي. سبا حقه روژه ده . راځئ چې بسم الله كړو، ختم به سرته ورسوو، انشاالله اجرونه به يې خداى (ج) دركړي."

قاري صاحب به لا نورهم څه ويل خو د كور له خوا حجرې ته لس دولس ماشومان په شورماشور راغلل او حاجي صاحب ته يې په فريادونو پيل وكړ. چابه ويلې زما جامې درزي سره پاتې دي، چا به دبوټانو او څپليو غوښتنه كوله او چابه دجرابو او بنيانونو

حاجي صاحب دماشومانو دضد په وړاندې تسليم شو. دلوټونو بنډل يې له جيب نه راوايست. دقاري صاحب په اوږو يې لاس واچاوه دوه درې سوه روپۍ يې ورته په گوتو كې كيښودې او ورته يې وويل: قاري صاحب دا د اختر برخه واخله. ماشومان دي، ضد كوي. اختر يې جوړكړو. په دعا كې به مو انشاالله نه هيروې

قاري صاحب بې له دې چې پيسو ته وگوري، په جيب كې يې ننه ايستـــې او په تريـــو تـــندي له حجرې ووت. حاجي صاحب په كشـــرزوى غــــږ وكـــړچـــې دماشومانوداختربندوبست وكړي.

داخترله لمانځه وروسته مې څه په شواخون دقاري صاحب خواته ځان ورورساوه. ځان راته قاري صاحب ته په مباركۍ وركولو پوره وړى ښكاريدو. قاري صاحب دجومات نه په وتو كې و. دشاله خوا مې په اوږه ورته لاس كيښوده او په خوشالۍ مې ورته وويل چې:

قاري صاحب اختر دې مبارك شه سره د واړو ختمونو او روژو. ددې پرځاى چې قاري صاحب راته ووايي چې ستادې مبارك شي، وويل:

(( ظالمانو بې وخته اختر كړ.))

 

01/10/1999

-
بېرته شاته